Khurasan Or Afghanistan?
باختر، اريانا، خراسان، افغانستان‼️
د افغانستان نوم لومړي ځل له پاره چا او څه وخت د کومي جغرافيه لپاره کارولی دی؟؟
خراسان زموږ د ننني افغانستان جغرافیې ته ویل کېدل که نه؟؟
افغانستان جغرافیه ریښتیا هم پخوا د «خراسان» په نامه یاده شوې که نه؟؟
دغو پوښتنو ته په لاندې لیکنه کې ځواب ویل کیږی.
خراسان په واقعيت کې د خپل مفهوم له مخې هغو سیمو ته ویل کېده چې د پارس په ختیځ کې واقع وو، که څه هم د هغه تر لاس لاندې به نه و. د خراسان نوم د لومړي ځل له پاره د یوه ساساني واکمن له خوا اېښودل شوی دی.د ساسانیانو اصلي مؤسس اردشیر پاپاکان وو. په ۲۲۶ ز کې یې چې کله په دریېم ځل جگړه کې د پارتیانو لښکر ته ماته ورکړه؛ نو له هغه وروسته یې ځان د پاچا په توګه اعلان کړ.
د خراسان نوم د لمر خاته ملک په معنی دی؛ ځکه چې خراسان د ساسانیانو هېواد یانې پارس په ختیځ کې پروت و. داسې ښکاري چې ساسانیانو پارتیه ملک د دې له پاره خراسان ونوموله چې د ساکا هویت له منځه یوسي. بله خبره دا ده چې خراسان د ساسانیانو تر لاس لاندې جغرافیه او هېواد و؛ نه خپلواک هېواد. او دا هم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوی دی او ورو ورو یې نور ملکونه هم په غېږ کې نیولي دي. کله چې د اسلام دین خپور شو او عربان دلته راغلل؛ نو هغه مهال د خراسان پلازمېنه د «مرو» ښار و.دغه ځای په ټول ختیځ کې د عربانو په لوی مرکز بدل شو.
هیوکنیډي په خپل کتاب (د عربو ستر فتوحات) کې لیکلي دي چې کله د ساساني دورې وروستی پاچا دریم یزدگرد په ۶۴۰ زيږدي کې د عربو په لاس ماته وخوړله، بیا د سستان څخه د خراسان په لور روان شو. مانا دا چې سستان او خراسان دوه سره جلا هېوادونه وو.
د خراسان حدود حتی د ساسانیانو په وخت کې هم نامعلومه وو، دومره مالومه وه چې پارتیه او مرو د خراسان په نامه یادېدله او د مرو واحه د ساسانیانو مرکز و. په زړه فارسي کې د مرو له پاره مارگو ویی کارول شوی دی. د هرات، بلخ او نیشاپور درې لوی ښارونه د مرو ترلاس لاندې نه وو. هرات او بلخ به زیاتره وخت د یفتلیانو له خوا اداره کېدل. د یادولو وړ ده چې یوازې ځینې وختونه د ساسانیانو واکمني هم په بلخ کې چلېده.
ارشاد صاحب وايي چې يفتليان د پارت (خراسان) له لارې د زرنگه ځمکې ته راتېر شوي، خپل استوگن یې سیستان ټاکلی، دوی گڼ شمېر د هندوکش په شمالي برخو او باختر کې اوسېدل چې د وخت په تېرېدو سره ختيځ او لویدیځ لورو ته خواره شوي دي.کله چې هریرود او ارغنداو سیمو ته ورسېدل بیا یې د لویدیځ لوري ته مخه کړه، هلته بیا له مقاومتونو سره مخامخ شول…
دا مالومه نه ده چې کله لومړۍ اسلامي پېړۍ کې عربان دلته راغلل، څومره سیمې د ساسانیانو، څومره د یفتلیانو او څومره نورې د محلي واکنو په لاس او اختیار کې وې.
د خراسان د هغه
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.