Ashraf Ghani Interview With BBC. Pashto Transcript And Translation. Hosted By British Army Chief, General Carter. بي بي سي سره زما بشپړه مرکه (د بي بي سي په استازیتوب د دې مرکې کوربه د بریتانیې لوی درستیز، جنرال نېک کارټر، و) جنرال کارټر: ښاغلی جمهور رئیس، خوښ یم چې د دې مرکې فرصت مو برابر کړ. د کابل د سقوط او واک ته د طالبانو د رسېدو څخه ۱۰۰ ورځې اوښتي. ما او تاسې د سقوط څخه مخکې ورځو کې د ډېرې خبرې او بحثونه کړي. د سقوط څخه وروسته تاسې سره خبرې نه کول ستونزمن و او اوس ښه فرصت برابر شو چې څه د پاسه ۱۰۰ ورځې وروسته خبرې کولی شو. فکر کوم لومړنی شی چې په دې مرکه کې غواړم وارزوو، دا ده چې موږ ټولو سږکال د اګست په میاشت کې دومره په چټکۍ سره د طالبانو واک ته رسېدو سره ټکان خوړلی و. چې له امله مو په چټکۍ سره هېواد پرېښود. زما په نظر همدا موضوع به زموږ د خبرو د پيل لپاره مناسبه وي چې وپوښتم تاسې ولې هېواد پرېښود. غواړم پدې اړه وضاحت ورکړئ تر څو موږ پوه شو چې د هغې اونۍ په وروستیو کې [۱۴ او ۱۵ اګست] کې څه پېښ شول؟ جمهوررئیس غني: مننه ښاغلی جنرال. خوښ یم چې تاسې وینم او تا سره مرکه کوم
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.