Concubines And Slaves by Muslims In Afghanistan And India. Tarekh Farishta. Pashto Translation By Waqas Espazai «وینځې او غلامان» *** امیر معاویه په ۴۴ هجري کال باندې زیاد ابن ابیه د بصرې، خراسان او د قهستان واکمن وټاکلو ـ په دې کال عبدالرحمان ابن شمر د زیاد ابن ابیه په امر کابل فتح کړو او د اسلامي ریاست دایرې ته یې دننه کړو ـ د کابل د فتح کولو نه لږه موده پس مهلب ابن ابي صفره کوم چې په عرب امیرانو کې یو نوموړی کس وو؛ کابل او زابل ته راغللو او له دې ځایه بیا هندوستان ته لاړو' ځایي خلکو سره یې جهاد وکړ او د جهاد په ترڅ کې یې لس دولس زره وینځې او غلامان راونیول؛ په دې زمانه کې ځینې خلکو د خدای په توحید او د پیغمبر په نبوت اقرار وکړو او مسلمانان شول! *** سرچېنه: تاریخ فرشته Sardar Qaroon Or Sardar Karoon Of Afghanistan. Tareekh E Farishta (سردار کارون) *** عبدالله ابن عامر په ۳۲ هجري کال د عثمان غني په امر د بلخ فتح کولو په نیت روان شو؛ خو د افغانانو له لورې داسې مزاحمت سره مخ شول' چې ډېر مسلمانان په دې جګړه کې ووژلی شول او پاتې په تېښته بریالي شول ـ د مسلمانانو تښتېدلی پوځ په جر
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.