How Afghans Opposed Ghazi Amanullah Khan? Pashto Blog نن د دې کتاب د لوستلو ورځ ده! امان الله خان سړه ساه وایسته ــ ای پرنګیانو، حق مو و، وطن مو را غرق کړ ومې خندل ــ ته هم ګرم وې، ډېر تېز روان وې غلی شو، بېرته پر خپل ځای کېناست، پیاله یې ور پورته کړه، ویې ویل: ــ سم وایې! زه تېز تلم، ځکه وخت کم و، ما ویل چې په خپل ژوند کې یو پرمختللی افغانستان ووینم. داسې وطن چې اوسېدونکي یې د دې خلکو په څېر آرام ژوند ولري، لوږه ونه پېژني، تعلیم وکړي، د ځان او نورو په حقوقو پوه شي، ښه او بد ور مالوم وي، په کورونو کې د مورچو جوړولو پر ځای، د کتابونو ځای جوړ کړي ... نور یې په یو او بل نوم غلط نه کړي.... غلی شو له پیالې یې سور وکړ، سوړ اسویلی یې وایست: ــ ایټالویان له دوهمې نړیوالې جګړې راووتل، ټوله ایټالیا خاورې شوه خو خلک یې پوه او تعلیم یافته ول، په لسو کلونو کې یې بېرته ايټالیا، ایټالیا کړه، اوس موټرې او طیارې جوړوي، خو زموږ خلک بېسواده ول، ماغزه به مې ورسره وخوړل، په عادي خبره به یې قناعت نه کاوه. غلی شو، یو دم یې ترخه وخندل: ــ یو وخت څو سپینږیري راغلل، دوی په کابل کې رېل لیدلی و، غوسه یې نه کڼټر
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.