Ghazi Umara Khan, Afghan Napolian by Bakhtwar Shah غازي عمراخان څوک ؤ ؟ لیک بختورشاہ غازي عمراخان د آمان خان زوی او د فیض طلب خان نمسی ؤ ، عمراخان چې د افغاني نپولین په نامه هم یادېږي د باجوړ د ترکلاني ټبر د عیسٰی خیلو د ښاخ د مستي خیلو د څانګې نه ؤ ، نوموړی په ۱۸۴۰م کال کښې د پُښتونخوا په جندول کښې زېږېدلی ؤ ، وړومبی ذدکړې يې په خپل کلي کښې د قاضي عبدالجلیل صیب نه وکړې ، او قرآن شریف يې د حافظ عبدالمنان نه ذده کړو. د غازي عمراخان نیکه فیض طلب خان د جندول واکمن ؤ او د شپږو زرو تنو لښکر يې لرلو ، او په بونیر کښې د آمبیلې په مقام د انګریزانو سره په تاریخي جنګ ۱۸۶۳م کال کښې ښه په نره جنګېدلی ؤ چې دغه جنګ بیا د پُښتنو په ګټه تمام شو. د فیض طلب خان د مړینې وروستو يې زوی آمان خان د جندول ستر خان او واکمن ؤ ، د آمان خان د مړینې وروستو عمراخان د خپلو وروڼو د لاسه د ستونزو سره مخ شو او د کلي نه ووتلو ، وړومبی د اُتمان خیلو د ټبر مشر لالي خان ته ورغې او بیا وروستو د پچهیګرام خان غلام محمدخان ورته پناه ورکړه ، په ۱۸۸۰م کال کښې عمراخان د حج ادا کولو دپاره مکې معظمې ته لاړو او کله چې واپس راغې نو
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.