Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pukhtana Shayeran

Qasim Ali Khan Afridi Farukhabadi, Pashto Indian Poet Biography

 Qasim Ali Khan Afridi Farukh Abadi, Indian Pashto Poet and Writer Biography In Pashto دپښتو او اردو ژبې مشهور شاعراو لیکوال قاسم علی خان اپریدی فرخ آبادي  ۱۷۶۳- ۱۸۲۳ زیږدیز/میلادي ----------------------------------------------- په هندوستان کې ډیر پښتانه شاعران او لیکوالان تیرشوي دي چې په هغو کې یو هم دپښتو ژبې مشهور شاعر او لیکوا ل او ددیوان خا وند قاسم علي خان اپریدي و . دده پلرنی ټاټوبی دپښتونخوا دآدم خیلو ددرې دآخور کوټیا سیمه وه .دده مشر نیکه الف خان په خپلې سیمې کې ملک او دقوم مشر و ، خو دده نیکه نیکنا م خان د ځینو قومي شخړو او لانجو له مخې خپله سیمه پرېښودله اوپه ۱۱۹۱ لیږدیز /هجری کال دهندوستان خواته لاړ او دا هغه وخت وچې په هندوستان کې دهند مغولي سلطنت مخ په ځوړتیا و او هرې خواته ملوک الطوایفي وه او دهند دمغولي سلطنت دکمزورتیا په وجه هندی راجاګانو ، سیمه ایزو امراوو او نوابانو خپل سیمه ایز حکومتونه او نوابۍ جوړې کړې وې .له بلې خوا همدې سیمه ایزو راجاګانو او نوابانو دانګریزانو له خوا دخطر احساس کاوه ، ځکه انګریزان هند ته راغلی وو او په کراره کراره یې دټول هند دنیولو اراده درلودل