Skip to main content

Qasim Ali Khan Afridi Farukhabadi, Pashto Indian Poet Biography

 Qasim Ali Khan Afridi Farukh Abadi, Indian Pashto Poet and Writer Biography In Pashto

دپښتو او اردو ژبې مشهور شاعراو لیکوال قاسم علی خان

اپریدی فرخ آبادي

 ۱۷۶۳-

۱۸۲۳

زیږدیز/میلادي

-----------------------------------------------

په هندوستان کې ډیر پښتانه شاعران او لیکوالان تیرشوي دي چې په هغو کې یو هم دپښتو ژبې مشهور شاعر او لیکوا ل او ددیوان خا وند قاسم علي خان اپریدي و . دده پلرنی ټاټوبی دپښتونخوا دآدم خیلو ددرې دآخور کوټیا سیمه وه .دده مشر نیکه الف خان په خپلې سیمې کې ملک او دقوم مشر و ، خو دده نیکه نیکنا م خان د ځینو قومي شخړو او لانجو له مخې خپله سیمه پرېښودله اوپه ۱۱۹۱ لیږدیز /هجری کال دهندوستان خواته لاړ او دا هغه وخت وچې په هندوستان کې دهند مغولي سلطنت مخ په ځوړتیا و او هرې خواته ملوک الطوایفي وه او دهند دمغولي سلطنت دکمزورتیا په وجه هندی راجاګانو ، سیمه ایزو امراوو او نوابانو خپل سیمه ایز حکومتونه او نوابۍ جوړې کړې وې .له بلې خوا همدې سیمه ایزو راجاګانو او نوابانو دانګریزانو له خوا دخطر احساس کاوه ، ځکه انګریزان هند ته راغلی وو او په کراره کراره یې دټول هند دنیولو اراده درلودله . له همدې کبله و چې سیمه ایزو راجاګانو دهغو کسانو درناوی کاوه او دوی ته یې اړتیا درلودله چا به چې په پوخي چارو کې مهارت درلود او په دغه وخت کې دوی پښتنو ته ځکه اهمیت ورکاوه چې دوی په پو ځي تاکتیکونو او دجګړې په چلونو ښه پو هیدل او دخپلو تورو او آسونو سره دجګړې په ډګر کې ښه ځلیدل


لکه چې دمخه مو وویل په دغسې حالاتو کې دقاسم علي خان اپریدی نیکه نیکنام خان اپریدی هم دملازمت لپاره دشمالي هند په بیلابیلو برخو کې اوسیده 


دقاسم علي خان اپرید ی پلار هم دهمدې مقصد لپاره دهند په بیلا بیلو برخو کې اوسیده او وروسته بیا په کولهار کې چې دهند داتهر ا پردیش دفرخ آباد په سیمه کې مو قعیت لري میشته شو . قاسم علی خان اپریدي دخپل پلار په اړه داسې وایی: ((زما پلار ( والد) غنم رنګه ، ښایسته او دښو کړو وړو څښتن و ، دخپلې مورنۍ ژبې پښتو نه پرته په فارسی، ترکي ، هندي او اردو ژبو پوهیده او په پوځي چارو کې یې ډیر مهارت او وړتیا درلودله 



کله چې قاسم علي خان لا وړوکی ماشوم و نو پلاریې شیخ خلیل الرحمن ملیح آبادي دهغه دښوونکي په توګه وټاکه ، خو له بده مرغه کله چې قاسم علي خان اپریدی نهه کلن شو نو پلاريې وفات شو 


قاسم علي خان دعلم او ادب سره ډیره مینه درلودله او دهمدې مینې په وجه یې په پښتو ، اردو، هندي او فارسی کې یې زیات مهارت ترلاسه کړ .نوموړی دعلم او ادب ترڅنګ په پوخي چارو کې هم ماهر و او دجګړوې په ټولو لو تکیتیکو نو پو هیده،له همدې کبله و چې دهغه وخت زیاتو راجاګانو او نوابانو دی په خپلو پوځونو کې برتهي ( استخدام ) کړ چې په دغو راجاګانو او نوابانو کې دمهاراجا جسونت راو هلکر، مهاراجا دولت راو سندهیا او نواب امیر خان سالارزي نومونه اخیستلی شو.(۱)


قاسم علی خان یوه موده په پوخي چارو کې په دکن کې بوخت و او وروسته بیا دختیز هند کمبنۍ ورته په شمس اپاد کې دنده ورکړه ، خو ترڅه مودې وروسته یې دغه دنده له لاسه ورکړه 


تردې وروسته دده دشخصي حالاتو په اړوند موږ کو م مدارک او اسنادنلرو ، خو لکه چې دده ددیوان داشعارو نه معلومیږی ده دتصوف لاره خپله کړه او دقادریه دسلسلې پیرو شو او دده پیر او مرشد حافظ غلام محمد و چې ده ورته زیات ارادت درلود


قاسم علي خان اپریدی په پښتو ، هندي ، اردو او فارسي ژبو له ځانه ډیر منظوم او منثور آثار پریښي دي لکه چې ده په خپل یوه کتاب کې چې آفریدي نامه نو میږي لیکي : (( زه ۳۹ کلن وم چې ما شپږ کتابونه لیکلي وو)) دده دغه کتابونه په لاندې ډول دي 


۱- دیوا ن افرید ی ( په پښتو ژبه )


۲- خوابنامه ( په پښتو ژبه )


۳- دیوان افریدي ( په هندي ژبه )


۴-آفریدي نامه ( چې په هغه کې دپښتو ، فارسي ، کشمیري ،

 هندي ، اردو او انګریزي ژبې مترادف الفاظ راغلي دي 


۵- شفاعت نامه : چې په دغه اثر کې دقادریه سلسلې دخلفاوونومونه ، قصاید او مناجات راغلي دي 


۶-رساله افریدي :چې دخپلې کورنۍ دحالاتو یادونه او ذکر یې پکې کړی دی



باید وویل شي چې دقاسم علی افریدي ددیوان او نورو آثارو نسخې دهند په بیلا بیلو کتابتونو او دهغې نه دهند درامپور دکتابتون دخطی نسخو په ارشیف کې خوندی دی چې ما پخپله لیدلي دي 


داهم دده دپښتو دیوان دپیل يو څو بیتونه 


حق مالک دکل جهان دی رب زما

حق مالک ددوه جهان دی رب زما


چې څښتن دهر مکان دی رب زما

هم څښتن دلامکان دی رب زما (۲)


داهم دده داردو شعر یوه بېلګه 


جب سی پهلوسی میری شوخ وه خودکام ګیا

صبر کوچ هوا ، جان کا آرام ګیا


عقل وهوش وخرد وفهم بهي ایک بار ي

هوګی رخصت هوی ،جس جا په وه کلفام ګیا

دوستو کیون نه کرو ورد زبن نام اسکا

که غذا روح کې اور قوت اندام ګیا (۳)

---------------------------------------------------------------------------------

۱- دیوان قاسم علی خان اپریدی ، اردو . ترتیب وتدوین خیال بخاري ، پښتو اکیډیمي ، بیښور ، ۱۰۷۱ کا ل ۱،۲ او ۳مخونه

۲- دقاسم علی خان اپریدي پښتو دیوان ، ۱۰ مخ

۳- دقاسم علی خان اپریدی اردو دیوان ، ۴مخ

By Latif Yaad 



Pukhtana Shayeran Pa Hind Ki. Pashto Poet In India. Pashtuns In India. Pashto books In India. Afridi Tribes In India. Indian Pashtuns and Indian Afridi. Afridian Pa Hindustan Ki. Indian Pashtun Poets And Writers. Qasim Ali Khan Afridi, Urdu Pashto Poetry. Urdu Poets of India.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso