Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Ukraine War

There Should Must Be War. There Should Be War. Pashto Poem

 There Should Must Be War. There Should Be War. Pashto Poem Tauqeer Abshar Pashto Nazam Jang Di Oshi. جنګ دې وشي ۔۔۔ جنګ دې وشي د سکندر او د چنګېﺯ پر ضد دې وشي د انګرېﺯ پر ضد دې وشي جنګ دې وشي د ملا او د طالب خلاف دې وشي د غاصب خلاف دې وشي جنګ دې وشي د حاسد او د فاسد سره دې وشى مجاهد سره دې وشي جنګ دې وشي د لاهور، اسلام اباد سره دې وشي د رنجيت ددې اولاد سره دې وشي جنګ دې وشي ددې ﺯمکې او اسمان د ترمينځ دې وشي د انسان تر مينځ دې وشي جنګ دې وشي خو دا جنګ دې نه په توره، په ټوپک وي جنګ دې وشي خو دا جنګ دې د قلم په ژبه وشي. ۔۔۔ توقير ابشار، مردان ۲۷ جون 2021 There Should Must Be War. There Should Be War. Pashto Poem Tauqeer Abshar Pashto Nazam Jang Di Oshi. There Must Be A War Against Alexander, Changis Khan, Ranjeet Singh, Mula Taliban, Mujahid and all other Evils but war Must Be Fought With Pen Not Sword. Ukraine Under Attack.

Ukraine. Read About Ukraine In Pashto. Pashto Info about Ukraine

 Ukraine. Read About Ukraine In Pashto. Pashto Info about Ukraine Know About Ukraine In Pashto. اوکراین و پيژنئ دا په اروپا کې د مساحت له مخې دویم لوی هېواد دی او له ۴۰ ملیونه زیات نفوس لري اوکراین کولی شي د ۶۰۰ میلیونه وګړو د خوړو اړتیاوې پوره کړي. دې ته د اروپا د ډوډۍ باسکټ هم ویل شوی دی. بډایه  خاورو او د غنمو او نورو خوراکي توکو پراخو پټیو اوکراین ته د اروپا د ډوډۍ تولید  مستعار نوم هم ګټلی دی. "د سي آی اې د نړۍ د فکټبوک له مخې، اوکراین د پخواني شوروي اتحاد د ټولو زراعتي توکو ۲۵ سلنه تولید کولو. اوکراین یو مهم زراعتي هیواد دی ۱ـ په اروپا کې د اراضي مساحت له پلوه لومړي مقام لري چې قوي کرنه پکې کیږي د بډایه خاورو د مساحت له مخې په نړۍ کې دریم ځای لري (د نړۍ ۲۵٪ حجم له مخې)؛ په نړۍ کې د کفر ګل  sunflowers 🌻 ،کفر ګل تیل   د تېلو په صادراتو کې لومړی ځای لري؛ په نړۍ کې د وربشو تولیداتو په برخه کې دوهم ځای او د وربشو صادراتو په برخه کې څلورم ځای لري ؛ په نړۍ کې د جوارو دریم لوی تولیدونکی او څلورم لوی صادرونکی هم دهد په نړۍ کې د کچالو څلورم لوی تولیدونکی؛ په نړۍ کې د جوترو پنځم لوی ت