There Should Must Be War. There Should Be War. Pashto Poem
Tauqeer Abshar Pashto Nazam Jang Di Oshi.
جنګ دې وشي
۔۔۔
جنګ دې وشي
د سکندر او د چنګېﺯ پر ضد دې وشي
د انګرېﺯ پر ضد دې وشي
جنګ دې وشي
د ملا او د طالب خلاف دې وشي
د غاصب خلاف دې وشي
جنګ دې وشي
د حاسد او د فاسد سره دې وشى
مجاهد سره دې وشي
جنګ دې وشي
د لاهور، اسلام اباد سره دې وشي
د رنجيت ددې اولاد سره دې وشي
جنګ دې وشي
ددې ﺯمکې او اسمان د ترمينځ دې وشي
د انسان تر مينځ دې وشي
جنګ دې وشي
خو دا جنګ دې نه په توره، په ټوپک وي
جنګ دې وشي
خو دا جنګ دې د قلم په ژبه وشي.
۔۔۔
توقير ابشار، مردان
۲۷ جون 2021
There Should Must Be War. There Should Be War. Pashto Poem
Tauqeer Abshar Pashto Nazam Jang Di Oshi. There Must Be A War Against Alexander, Changis Khan, Ranjeet Singh, Mula Taliban, Mujahid and all other Evils but war Must Be Fought With Pen Not Sword.
Ukraine Under Attack.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.