د پښتنو اصل او نسب ---------------------------------------- لیکوال : ارواښاد پو هاند دوکتور حبیب الله تږی د پښتنو د اصل او نسب په باره کې له ډیر پخوانه ډول ډول روایات او نظریات اظهار شوی دی. دا روایات او نظریات دومره زیات او له یو بل نه متفاوت دی چې معروف مستشرق او پښتو پېژندونکی، هنری راورټی، وایی: (د هیڅ قوم داصل او نسب په باره کې د نطریو اختلاف دومره زیات نه دی، لکه دافغانانو د اصل او نسب په باره کې چې دی.) (۱) چاپښتانه د هغوی د خپل عنعنه یی روایت په اساس بنی اسرائیل بللی او چا بیا قبطیان ګڼلی دی. چا په مغلو ورګډ کړی او چا دارمنیانو، تاتارانو، هپتالیانو او ساکانو په کتار کې درولی دی. چا بیا په عین وخت کې له راجپوتانو، برهمنانو، جټنو، یونانیانو، ترکانو، عربانو او نورو سره ګډکړی دی. خو د پښتنو د اصل او نسب په باره کې تر ټولونه عام او بېخی زوړ روایت هغه دی چې وایی پښتانه بنی اسرائیل دی. تر ټولو نه پخوانی تحریری سند چې ما د روایت پکې لیدلی هغه د ابوالفضل ( آئین اکبری ) دی چې له کال ۱۵۹۷ نه تر ۱۵۹۸ پورې لیکل شوی دی. ابوالفضل کله دده خپله اصطلاح د کابل د سرکار د حالاتو په باره کې غږېږی د ...