Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Wadan Utmankhaip

Wadan Utmankhail Pashto Ghazal Pashto Poetry Text.

 Wadan Utmankhail Pashto Ghazal Pashto Poetry Text. د زمکې غم دی؛ مونږه تر فلک راوړی دی! غوَږ ونیسه جانانه! زړه مې ډک راوړی دی! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  مُلا! که ما رباب جُومات ته را نه وړو نو دا دی! جُومات ته دې سړي؛ ولې ټوپک راوړی دی! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  دا وینې؟ دا مُلا چې دی ولاړ او تالاشي کړي؟ دا بـ ـم دغه مُلا په دې سړک راوړی دی! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  دا وس مې وو او دا مې د کاروانه سره وکړل! د خپل سالار نیلي له مې چابک راوړی دی! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  تا وی زه مینه نه کووم؛ تصویر مې بېرته راکړه! ما نه راوړو؛ خو ما په دغه ټک راوړی دی! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  دا سیمه به څوک نه پېژني دا څنګه کیداې شي! دې سیمې د "ودان" په شان هلک راوړی دی! Wadan Utmankhail Pashto Ghazal Pashto Poetry Text. Jumat ta de sa...