Skip to main content

DNA research about Pashtuns. Yousafzai, Swaties

د پښتونخوا ډي اين اے نقشه 
دا خبره ساينس پوهانو دوه دوه څلور ثابته کړې ده او په دې کې د وېښته برابر شک نه دے پاتې شوے چې پښتانه د ارين نسل خلک دي او په دغه نسلي ډله کې يې تړاو د ساکا ټبر سره دے ۔ دا سې خبرونه  مونږه څو څو وارې دلته په سوشل مېډيا خپاره کړي دي د دې دپاره چې پښتانه د دغه ساينسي څېړنو سره ځانونه خبر کړي او خپل ډي اين اے اوپېژني ۔ 
پرون وکاس ايسپ زي د ډاکټر محمد الياس صېب اف مينګوره سوات يوه مقاله خپره کړې ده چې د دغه لوستل او ځان پوهول پرې لازمي دي ۔ 
په دغه مقاله کې ډېر زړه پورې مالومات ورکړے شوي دي چې د دغه مالوماتو بنياد زبانې خبرې نه دي بلکې ساينسي تجربات دي  کوم چې مخکښو سايينسپوهانو ډېرو پياوړو ليبارټرو کې تر سره کړي دي ۔ په دغه ساينسي څېړنو کې يو زړه پورې رپورټ هغه دے کوم چې د هاورډ پوهنتون يو ډېر قابل ساينسدان پروفېسر دېوډ ريچ مرتب کړے دے ۔ دغه ډي اين اے رپورټ دغه ساينسپوه د هغه لرغوني هډونو په بنياد تيار کړے دے کوم چې هغه د جنوبي او مرکزي اسيا د کنډراتو څخه راټول کړي وو او د څېړنې لاندې يې رااوستي وو ۔ دغه ټولې ۵۲۳ نمونې وې چې ۱۲۸ يې د سوات څخه اخستې وې ۔ دغه ټولې نمونې پنځه زره کاله لرغونې وې ۔ د دغه لرغونه هډونو ډي اين اے شننه ښاي چې د سوات اتيا سلنه خلک د ارين نسل سره تړاو لري او د لرغونې زمانې نه دلته اباد دي ۔ دا خبره په سوشل مېډيا د ويدي ادبياتو په رڼا کې څو وارې کړے شوې ده چې پښتونخوا کې کوم خلک اباد دي دا د ارياو د قديم نسل خلک دي ۔ په سوشل مېډيا چې کوم پښتانه ځوانان په تاريخ کار کوي د هغوۍ د ټولو دا نظريه ده چې د پښتونخوا خلک د لرغوني ارياي سماج خلک دي او د زرهاو کلونو نه هم دلته اباد دي ۔ دغه ځوانانو کې وکاس ايسپ زے او اياز ايسپ زے د دې نظريې کلک مرستيال دي او هغوۍ دا داوه هم کوي چې د ايسپ زو مهاجرت يو تاريخي مغالطه ده ۔ 
د ډاکټر محمدالياس صېب ډي اين اے رپورټ کې نور هم ډېر زړه پورې مالومات دي ۔ هغوۍ د هزاره پوهنتون د يو ډي اين اے سروے خبره کړې ده چې دغه سروے کې د پښتونخوا د شلو مهمو ټبرو ژونځوريزه ارزونه شوې ده چې دغه ټبرو کې د نورو نه سربېره ګجران ، سيدان ، ايسپ زي ، اواڼان ، سواتيان ، ګدانه او تنولي هم شامل دي ۔ دغه ساينسي شننه ښاي چې د پښتونخوا د ابادۍ ۵۳ سلنه برخه د يو نسلي ډلې خلک دي يانې پښتانه دي او پاتې ۴۷ سلنه ابادۍ کې ۲۷ سلنه خلک پښتانه نه دي خو د ارياو نورو نسلي ډلو سره تړاو لري لکه تاجک، پارسيان او پارتيان وغېره ۔ کوم ۲۰ سلنه ابادي چې په سر پاتې شوې ده نو دغه نه ۵۳ سلنه او نه ۲۷ سلنه کې راځي يانې نه پښتانه او نه ارين دي بلکې هغه د نورو نسلي ډلو خلک دي ۔ دغه شل سلنه ابادۍ کې عرب ، ازبک ، ترک ، او  هندي نسلونو خلک  شمير دي ۔ 
د هزاره پوهنتون د ډي اين اے سروے نه دا خبره هم مينځته راغلې ده چې چې مونږ څوک ګجر پېژنو نو دا ټول ګجر نه دي او نه دغسې ايسپ زي ټول په ټوله ايسپ زي دي بلکې دغه ټولو ټبرو کې د نورو ټبرو خلک ننوتي دي او دغه پېژنګلو يې خپله کړې ده خو داسې خلک به شمير کې ډېر زيات نه وي ۔ 
د ډاکټر محمدالياس صېب د دغه مقالې ما دغه مانا پورته کړې ده اوس چې سمه ده او که ناسمه ده خو ما ستاسو په مخکې کېښوده ۔

Article about DNA of Pashtuns
DNA of Yousafzai
DNA of Swatians

Comments