Skip to main content

What happend to Dr Najeeb Shaheed

#تاریخي_یادښت:
له ولسمشر نجيب او ورور سره يې رښتيا څه پېښ شول؟
"پوره ۲۳ کاله وړاندې پلازمېنې کابل ته له ننوتو سره سم طالبانو پورې اړوندې یوې ډلې پخوانی افغان ولسمشر نجیب الله سره له خپله ورور احمدزي د ملګرو ملتونو له دفتره چې هلته يې پناه اخيستې وه، د باندې وایست او په ناڅرګندو حالاتو کې یې ووژل.
د ولسمشر نجیب مېرمن وایي، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د هغه مهال ځانگړي استازي بنن سېوان ژمنه کړې وه چې افغانستان ته به راځي او ١٥ تکنوکراتان به راپېژني چې په سوله ييز ډول ورته واک ولېږدول شي، چې هېواد کې کومه ناخواله رامنځته نه شي.
خو له دې ټولو وړاندې ډاکټر نجيب ته وويل شول چې د بنن سېوان الوتکه د کابل په هوايي ډگر کې ناسته ده، خو هغه ته له الوتکې د کوزيدو اجازه نه ورکول کېږي.
ډاکټر نجيب الله له مسوولو کسانو سره اړيکه ونيوله او وروسته د ملگرو ملتونو گاډي راغلل او دوى يې هم بوتلل چې مسوولو کسانو ته ووايي بنن سېوان پرېږدي چې د مسلې هواري لپاره راشي.
مېرمن نجيب زياتوي "پخوانى ولسمشر لا هوايي ډگر ته نه و رسېدلى چې يوه سرتېري يې گاډي درولي و.
دوې ورځې وړاندې له دې چې ډاکټر نجيب الله د بنن سېوان او د واک لېږدنې بهير نورو مسوولو کسانو راوستو لپاره خپل استوگنځاى د هوايي ډگر په تکل پرېږدي ټول ټيليفوني مزي پرې شوي وو او ورته شپې نوم هم نه ورکول کېده.
شپې نوم چې ورته ورکړل شوى و هم ناسم و، هغه سرتېري له ولسمشره غوښتنه کړې وه چې بېرته ور وگرځي او ورته يې ويلي و فکر کوم چې دا ځاى ستاسو لپاره خوندي نه دى. ډاکټر نجيب الله بېرته ستون شو او په هماغو گاډوکې د ملگرو ملتونو دفتر ته لاړ"
مېرمن نجیب وایي، د هوايي ډگر امنيت هغه مهال د جنرال دوستم او د جمعيت اسلامي گوند پورې د تړلو وسله والو په لاس کې و او ادعا کوي چې د ولسمشر نجيب الله پر وړاندې وار له مخه کودتا شوې وه.
د فتانه نجيب په وينا دوې ورځې وړاندې له دې چې ډاکټر نجيب الله د بنن سېوان او د واک لېږدنې بهير نورو مسوولو کسانو راوستو لپاره خپل استوگنځاى د هوايي ډگر په تکل پرېږدي ټول ټيليفوني مزي پرې شوي وو او ورته شپې نوم هم نه ورکول کېده.
يوازې د کور يو عادي ټيليفون فعال پاتې و چې هغه هم کنټرولېده، له دې څرگندېږي چې کودتا شوې وه.
مېرمن نجیب د دې پوښتنې په ځواب کې چې کودتا د چا له لوري شوې وه وايي "یوټیوب ته ورشئ په څرګنده یې ښېي چې هلته څوک دي."
مېرمن نجیب وایي، ولسمشر نجیب الله یې د وروستي ځل لپاره د حکومت له پرځېدو دوه ورځې وړاندې په خپل استوگنځي کې ولید چې ورته یې هند ته د تگ لارښوونه وکړه.
ډاکټر نجيب الله د خپلې واکمنۍ له پرځېدا دوې ورځې وروسته د ملګرو ملتونو له دفتره له خپلې کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړه، چې د مېرمن نجیب په وینا په هېواد کې د روانو حالاتو او د یعقوبي (د ولسمشر نجيب الله په واکمنۍ کې د افغان استخباراتو د ادارې مشر) په څېر د خپلو ځينو ملگرو د وژل کېدو له امله خپه و او اندېښنه یې څرګنده کړه چې حالت ښایي ورځ تر بلې ترینګلی شي.
فتانه نجیب زیاتوي له لومړنۍ ټیلیفوني اړیکې وروسته د جګړې د تودېدو له امله و نه توانېده چې تر نهو میاشتو له خپل خاوند سره اړیکي ټینګ کړي.
په خپله یې ما ته په خندا وويل زه په دې دنگه ونه څنگه ځان واچوم؟ هغوى زما پر وړاندې مسووليت لري. که دا بهير ناکام شوى، دوى د بهير د ناکامۍ په تړاو عملي پلټنې وکړي، که داسې وگڼو چې زه پړ يم نو ما سره خو يو حکومت و او زه ځواب ويلو ته حاضر يم."
خو له نهو میاشتو وروسته د لیکونو او ټیلیفوني اړیکو لړۍ بیا پیل شوه.
مېرمن نجیب وایي که څه هم ولسمشر نجیب الله د واک لېږدونې د بهیر د ناکامۍ په برخه کې د چا نوم وانخیست خو دې ته په خپل یوهٔ استولي لیک کې یې لیکلي و "دوی خپلې ریښې په خپله ووهلې او دا هېواد یې تباه کړ."
د فتانه نجیب په وینا د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د خپلې استوګنې د مودې غځېدا سره سره د ولسمشر نجیب روحیه پیاوړې وه او تر پايه يې له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو هيله نه وه بايللې.
د ولسمشر نجیب د کورنۍ نورغړي له نوموړي سره لیدو لپاره به کابل کې د ملګرو ملتونو ودانۍ ته تلل، خو د ښاغلي نجیب الله مېرمن وایي میړه یې له دې وغوښتل چې لیدو لپاره یې کابل ته ورنه شي، ځکه داسې نه چې په وینا یې "خدای مکړه په هوایي ډګر کې یې څوک پر وړاندې سپکاوی وکړي."
تانه نجيب وایي له کابله د ډاکټر نجيب الله د رایستلو په موخه ګڼې هڅې وشوې خو پایله یې نه درلوده. د مېرمن نجيب په وينا په دې لړ کې د ملګرو ملتونو د هغه مهال له سرمنشي بطروس - بطروس غالي نه یې څلور لیکونه هم ترلاسه کړي وو.
دهغې په وينا د ولسمشر نجیب د رایستلو په لړ کې د ملګرو ملتونو یوه هڅه دا وه چې نوموړى پر تذکرې له خپل دفتره وباسي او درملنې لپاره يې د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته بوځي.
د فتانه نجیب په ټکو ډاکټر نجيب الله په رښتيا ډېر ناروغ و، پښتورگو کې يې ډبرې وې. هغه ته ويل شوي و چې پر تذکرې پرېوځي، او دوى به يې درملنې لپاره اسلام آباد ته ولېږدوي، خو وايي ډاکټر نجيب الله هېڅکله اسلام آباد ته ورتگ نه غوښتل.
مېرمن نجيب زياتوي: "په خپله یې ما ته په خندا وويل زه په دې دنگه ونه څنگه ځان واچوم؟ هغوى زما پر وړاندې مسووليت لري. که دا بهير ناکام شوى، دوى د بهير د ناکامۍ په تړاو عملي پلټنې وکړي، که داسې وگڼو چې زه پړ يم نو ما سره خو يو حکومت و او زه ځواب ويلو ته حاضر يم."
فتانه نجیب وايي، که ولسمشر نجیب الله اسلام آباد ته تګ منلی وای نو د وتلو شونتیا یې وه.
مېرمن نجیب وایي، له ولسمشر سره یې د ۱۹۹۶ م کال د سپټمبر پر ۲۶ د ماښام شاوخوا شپږ بجو او ٤٥ دقيقو پر ټیلیفون خبرې وکړې.
ولسمشر ورته وویل چې جمعیتیانو کابل پرېښی او دوه تنه چې ځانونه یې د شمالي ټلوالې غړي ورپېژندل ورته ورغلي وو او د کابل پرېښودو بلنه يې ورکړې وه، خو ولسمشر نجیب له دې امله چې د دغو وگړو هویت ورته نه و څرگند هغوی سره یې له تلو ډډه کړې وه.
د دغه پخواني افغان ولسمشر مېرمن د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پېژندل شوي کسان ورته ورغلي وای او یا دغو کسانو له خپلو مشرانو کوم رسمي لیک له ځانه سره لرلی، نو دی به هغوی سره ورتګ ته زړه ښه کړی وای؟ وايي:
"کله چې دغه پېژندل شويو څېرو، يا پېژندل شويو وگړيو واک په لاس کې درلود، پر کابل واکمن وو، د کابل لويې لارې او هوايي ډگر او نور ټول يې په لاس کې وو، نو ولې يې ولسمشر نجيب پرېنښود چې خپلې کورنۍ ته راشي؟ دوى سم نيت نه درلود. نو د کوم ښه نيت له مخې دى باوري واى او له هغوى سره شمال لوري ته تللى واى؟"
فتانه نجيب ولسمشر نجيب الله په شخصي ژوندانه کې خپل ښه ملگرى او بچو لپاره يې د يوۀ مهربانه پلار په توگه را پېژني او د مرگ د خبر اورېدو سختې شېبې يې په زړه کوي.
مېرمن نجیب وايي له پېښې آن ۲۵ ورځې وړاندې یې روحي حالت ډېر خراب شوی و او په وینا یې لکه شپږم حس يې چې ورته ویلي وي دا نو وروستۍ ده، نور به خپل مېړه نه ويني. فتانه نجيب د هماغې شپې کیسه په دې ډول کوي:
"موږ خو ټیلیفوني خبرې کړې وې، وروسته له هغه بچیانو خپلو سبانیو آزموینو ته تیاری کاوۀ. شپې یوه بجه وه بي بي سي اعلان وکړ چې ولسمشر نجیب د ملګرو ملتونو له دفتره بېول شوی دی،"
"په رښتیا چې حالت مې خورا ترینګلی شو. ځان سره مې ویل، زه به ناسمه پوه شوې یم. په ځغاسته خپلې مشرې لور هیلې ته ورغلم او ورته مې وویل لورې ته راځه چې اوس دا خبر بیا تکراروي. هغې هم را ته وویل چې هو، ابا یې را ته ایستلی. بچیان هغه مهال ډېر واړهٔ وو، خوشحالۍ یې کولې چې دغه دی راځي، هر غږ چې به کېده ویل به یې چې اوس را رسېږي. او د دوی په منځ کې د احمدزي مېرمن چې هغه هم ډېره ځوانه وه، له دوی سره يو ځاى خوشحالۍ کولې چې دغه دی اوس هغوی وینو."
"خو تاسو ته رښتیا وایم چې ما ته یوه عجیبه ناهیلي پېدا شوې وه. هغې ته مې د خپلو ماشومانو په مخ کې څه و نه ویل، خو په غېږ کې مې ونیوله او دومره مې ورته وویل لورې خدای دې وکړي چې راشي، خو زه بل ډول فکر کوم. زه داسې احساس کوم چې نور نجیب نه وینم."
مېرمن نجیب وایي سبا ته یې بچیان چې کله له ښوونځي راستانه شول نو ډېر خپه وو، او دې ته یې وویل "ادې یو ټیکری پر سر کړه، نور مو پلار نه دی ژوندی، سره مې له ترۀ."
مېرمن نجیب زياتوي ډېره هڅه يې وکړه چې ومومي هغه شپه رښتیا له ولسمشر نجیب الله او ورور سره یې څه پېښ شول، خو په وینا یې چې بېلابېلې کیسې یې واورېدې، او دا قضیه ورته تر ننه پورې ګونګه ده".
✍️يما بارز، بي بي سي 
ــــــــــــــــــــــــــــ
#منډيګک_تاريخي_بنسټ 
د نورو تاريخي موادو د پاره منډيګک پاڼه خوښه او دغه لیکنه له ملګرو سره شريک کړئ.


Comments

Popular posts from this blog

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu...

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه د...

Understanding the UAE Visa Ban: Reasons and Implications

پاکستانیوں کے لیے یو اے ای ویزا پابندی کے بارے میں تفصیلی خبر اور وجوہات متحدہ عرب امارات (یو اے ای) نے پاکستانی شہریوں پر ویزا پابندی عائد کر دی ہے، جس کی وجہ ان سرگرمیوں کو قرار دیا گیا ہے جن سے یو اے ای کی ساکھ کو نقصان پہنچا ہے۔ یو اے ای میں موجود پاکستانی سفارتخانے نے تصدیق کی ہے کہ یہ پابندی نافذ العمل ہے اور یہ تمام پاکستانی شہریوں پر لاگو ہوتی ہے، چاہے وہ کسی بھی مقصد کے لیے سفر کر رہے ہوں۔ یو اے ای حکومت نے پابندی پر کوئی سرکاری بیان جاری نہیں کیا، لیکن پاکستانی سفارتخانے کا کہنا ہے کہ یو اے ای حکومت کو درج ذیل سرگرمیوں پر تشویش ہے: یو اے ای حکومت کے خلاف مظاہرے کرنا سوشل میڈیا پر یو اے ای حکومت پر تنقید کرنا مجرمانہ سرگرمیوں میں ملوث ہونا یو اے ای حکومت نے اس بات پر بھی تشویش ظاہر کی ہے کہ ان سرگرمیوں میں ملوث پاکستانی شہریوں کی تعداد دیگر قومیتوں کے مقابلے میں زیادہ ہے۔ پاکستانی سفارتخانے نے پاکستانی شہریوں کو مشورہ دیا ہے کہ وہ یو اے ای کا سفر کرنے سے گریز کریں جب تک کہ ان کے پاس درست ویزا نہ ہو۔ سفارتخانہ یو اے ای حکومت کے ساتھ مل کر اس مسئلے کو حل کرنے اور پابندی ہٹانے کے...