Skip to main content

Pashto lekal

ټولې پنځه یېګانې
لیکوال: کامران منګل

ی - نرمه یا (ay)

۱) ځینو یوګړیز (مفرد مذکر) نومونو لپاره لکه: سړی، پسرلی، منګی، زمری، اوړی، لرګی

۲) هغه ستاينومونو( صفتونو) لپاره چې یوګړیز (مفرد) نرینه نومونو لپاره کارول کیږي لکه:
بریالی (احمد بریالی دی) ، ننګیالی (خوشال بابا ننګیالی و)، ښکلی (یو ښکلی منګی)، نری (دا سړی نری دی) ....

۳) هغه یوګړیز نرینه (مفرد مذکر ) نومونو لپاره چې له کړونو (فعلونو) څخه منځ ته راشي لکه:
زده کوونکی (له زده کولو څخه)، کارکوونکی (له کار کولو څخه)، څېړونکی (له څېړلو څخه)، خرڅوونکی (له خرڅولو څخه)

۴) همدارنګه د کړونو (فعلونو) په پای کې، چې کړند (فاعل) یا مفعول پورې اړه لري او هغه نرينه یوګړی (مفرد مذکر ) وي.
لکه:
* ما کار کړی دی. ("کړی" تولیز فعل دی او "دی" مرستيال فعل، چې "کار" پورې اړه لري او "کار" نرينه یوګړی دی او مفعول په توګه کارول شوی)
* زه راغلی یم ("راغلی " عمومي کړ دی، چې "زه" پورې اړه لري او دغه زه دلته د فاعل په توګه کارول شوی).
یادونه: که دغه دویمه جمله یوې جینۍ ویلې وای، نو بیا به مو د "راغلی" پر ځای "راغلې" لیکله، ځکه چې جینۍ ښځينه وګړی دی. خو ددې اړوند معلومات به تاسو د اوږده ې په برخه کې ترلاسه کړئ.

۵) ځاني نومځري (شخصي ضمیرونه - personal pronouns ) دی (هغه) او دوی (هغوی) هم په نرمه یا لیکل کېږي.
لکه: دا احمد دی. دی په هغه کلي کې اوسېږي.
دوی ټول زما ښۀ ملګري دي.

۶) د ځینو ډېر کارېدونکو وييونو (لفظونو) په پای کې راځي، لکه ځای، پای، پوهاوی، درناوی، سپيناوی، غبرګاوی (فیډبېک)، مخنیوی، لاسنیوی، رڼاوی، زوی، خوی، لوی، بوی، راتلونکی، بچی (نرينه)، وګړی، مړی (جسد)، ژوی (حیوان)، څاروی، اوړی (موسم)، ژمی (موسم)، منی (موسم)، څلی، ښاغلی، خلی (اور بلولو وړوکی لرګی)

پاملرنه: په لنډو ټکو، نرمه هر هغه ويي لپاره راځي، چې نرينه وي او یوګړی (مفرد او مذکر) وي. 

ې - اوږده یا (e):

اوږده ې e
۱) دغه ې د ځینو ښځینه نومونو ډېر ګړی (مونث جمع) لپاره چې په ه پای ته رسېدلي وي لکه: ښځه - ښځې،  مڼه - مڼې، کیله - کیلې،
غوښه - غوښې، بېلګه - بېلګې، شېبه - شېبې ..

۲) د ښځینه نومونو دويم اکر (حالت) لپاره چې له *د* او *...ته* سربلونو سره وکارول شي لکه:  د بـېـلګې په توګه، د دغې ونــې شاخونه، د مڼې اوبه ګټورې دي --- هـغې ښځـې تـه مې څه وویل، دې ونـې ته اوبه ورکړه، ..

۳) هغه ستاينومونو (صفتونو)  لپاره چې د ښځینه نومونو ډېر ګړی (مونث جمع) لپاره کارول کیږي لکه: ښکلې ښځې، خوږې مڼې، ژېړې کيلې، سرې غوښې، ښې بېلګې، خوندورې شېبې ...

د هغو نرينه  ستاينومونو (په ی باندې) ښځينه بڼه، چې له کړونو (فعلونو)  څخه منځ ته راغلي وي، یوازې په ې راځي:
نرينه - ښځينه 
منلی - منلې
کړېدلی - کړېدلې
ځورېدلی - ځورېدلې
پېښېدونکی - پېښېدونکې
زړه وړونکی - زړه وړونکې
سوځېدونکی - سوځېدونکې
چاودېدونکی - چاودېدونکې 

۴) هغه ښځینه نومونو لپاره چې د کړنې کړونو (فعلونو) نه مینځ ته راشي لکه: یوه زده کونوکې،  یوه څېړونکې، یوه شینونکې، يوه خرڅوونکې،  یوه ګاډی چلوونکې ....

۵) همدارنګه د هغو کړونو (فعلونو) په پای کې، چې کړند (فاعل)  یا مفعول پورې اړه لري او هغه ښځینه یوګړی (مفرد او مونث ) وي.
لکه: 
* ما دغه خبره نه ده کړې. (دلته "کړې" یو فعل دی، چې په اوږده ې لیکل شوی، دا چې خبره ښځينه مفرد دی) 
* ګلالۍ نن ښوونځي ته نه ده راغلې. (دلته "راغلې" یو فعل دی، چې په اوږده ې لیکل شوی، دا چې ګلالۍ ښځينه مفرد دی) 

۶) "دې" نومځري (ضمیر/pronoun) لپاره: 
دې یو اړیکنومځری (relative pronoun) دی، چې یوې کړنې ته اشاره کوي، چې د دویم کس یوګړی (ته / you) لخوا ترسره شوې وي یا پخپله د "ته/you" استازيتوب کوي. همدارنګه "دې" ښځينه ځاني نومځری دی، چې په تېرمهال کې کارول کېږي. سربېره پر دې "دې" د نغوتې (اشارې) نومځري په توګه کارول کېږي. 
بېلګې: 
* دا دې ولې وکړ؟  (يانې تا دا کار ولې وکړ)  
* د دې سیمې خلک ښه نه دي. (دلته د اشارې نومځری)
* دې ماته وویل، چې راشه. (دې یانې کوم ښځينه وګړي)
يادونه:  همدارنګه اوږده ې په نورو دوو اړیکنومځرو "مې " او "یې" کې راځي.
لکه: نه مې درته ویل، چې مه ورځه. 
هغه یې نه راکوي. 

۷) د ځینو  سربولونو (prepositions) په پای کې د غږ له مخې لکه: په.. کې، تر..لاندې، پر..باندې ...

۸) په ځینو نومونو کې د غږ له مخې: 
کې
چې
ولې (why)
داسې /همداسې/همغسې
چېرې /چېرته
هسې
پکې
هېواد
هېرول
انټرنېټ
څېړل
پرېښودل 
باندې
لاندې
ډېر
پېژندل
لېږل
پرېښودل
کېناستل
شمېره
پرې
یوازې  (فقط/only)
یواځې  (تنها/ alone)
بېل
بېلابېل
بېلول
بېلتون
تېر
مخکې
وړاندې
در/ور/راپسې
کېږي /لګېږي /کېدل 
کېدای شي
مېله
پېښه
تېز
مېز (table) 
هېڅ /هېڅکله /هېڅوک
ګنې  
ليرې (ورایه /far)

ي - څرګنده یا (ee):

۱) د کړونو (فعلونو) په اوړون کې،  چې په اوسمهال کې وي او کړند (فاعل) یې درېیم کس یو/ډېر ګړی (هغه او هغوی) وي، لکه: هغه  کار کوي؛ هغوی کار کوي؛ احمد دلته نه راځي؛ د هغه پلار چای څښي

۲) د ځینو نرينه نومونو ډېرګړی (جمع)  په پای کې راځي، چې یوګړی (واحد) یې په نرمه ی پای ته رسېدلی وي:
یو ګړی ................. ډېرګړی
ملګری ..................... ملګري
سړی ....................... سړي
منګی ....................... منګي
زېری ........................ زېري
مزی .......................... مزي 
 
۳) د نرینه ستاینومنو (صفتونو) ډېرګړي (جمع) په پای کې: 
زموږ ملګري تل بريالي راځي (بريالی دلته ستاینوم دی او دا چې ملګري ډېر او نرينه دي، نو بريالي لیکلی کېږي)؛
زموږ هېوادوال مېړني خلک دي  (مېړنی دلته ستاینوم دی او دا چې هېوادوال ډېر او نرينه دي، نو مېړني لیکلی کېږي)

۴) د نرینه یوګړیز نومونو اوښتي اکر (مفهوم حالت) کې راځي، چې "د" او "ته" سربلونه ورسره وي یا په تېرمهال کې راځي،  لکه: 
اصلي اکر:  ................ اوښتی اکر
ننګیالی ................... ننګیالي ته / د ننګيالي
سړی ...................... د سړي /سړي ته 
د مفهوم حالت نښې "د" او "ته " دي

اوسمهال ........................ تېرمهال 
توریالی هغه وژني .......... توريالي هغه وواژه
زمری غرڅنۍ خوري ... زمري غرڅنۍ وخوړه

۵) له ستیانومونو څخه منځته راوړل شویو نومونو په پای کې:
ستاینوم .................. نوم
خوشال ................... خوشالي
خوښ ..................... خوښي
ناروغ ...................... ناروغي

۶) په ځینو وییونو کې د غږ له مخې:
برید /بریدګر 
لیکل/ليکنه 
نیول 
ليدل
 *ېـږي*  سوځېږي، کېږيض
ځیګ
پیشو
سوېلي/ شمالي
اړین
ویښ
ویر 
مينځل
 *یزه* یا *یز * 
لسیزه، سلیزه، مانيز
مینه ( عشق )
هیله
ویلېدل
ټينګ
شین
خیرن
ټپي
ډولي
پیر
ځیر 
توپير 

ۍ : لکۍ واله یې əy

۱) د ځینو ښځينه نومونو یوګړي په پای کې: ډوډۍ / خولګۍ / نړۍ / لړۍ (سلسله)
۲) د هغو نومونو ډېرګړي په پای کې، چې یوګړی یې یا په ي یا په ۍ پای ته رسېدلی وي:
یوګړی ..................... ډېرګړی
خوشالي .................. خوشالۍ
ناروغي .................... ناروغۍ
زاري ......................... زارۍ
نړۍ .......................... نړۍ
لړۍ ............................  لړۍ
یوه استثنا:  نجلۍ - نجونې

۲)همدارنګه د پورتنیو نومونو په اوږښتي اکر (مفهوم حالت) کې، چې "د" ورسره ملګری وي
اصلي حالت ...... اوښتی حالت 
خوشالي .......... د خوشالۍ شېبې
ناروغي  ........  د دغې " ناروغۍ لامل څه دی

۳) هغه ستاینومونه، چې په *یالی* وروستاړي پای ته رسېږي، د هغوی ښځينه بڼه په ښځينه ۍ پای ته رسېږي. 
نرینه بڼه ...... ښځينه بڼه
بریالی ......... بریالۍ
توریالی ....... توریالۍ
ننګيالی ........ ننګیالۍ
پتیالی ......... پتیالۍ  (= لوی عزت لرونکی)  
پاتیالی ......... پاتیالۍ (= ناکام)
بڼیالی .......... بڼیالۍ (= ډولي) 
پامیالی ........ پامیالۍ (=متوجه) 

هغه  ستاینومونه، چې "يوازې" په نرمه ی پای ته رسېږي، د هغوی ښځينه بڼه * ډېــــــــری* په اوږده ې پای مومي، خو ځینې بیا په لکۍ واله ۍ ليکل کېږي. 
لومړۍ ډله:
نرینه بڼه - ښځينه 
 نری - نرۍ 
 کوچنی -کوچنۍ
 ګلالی -ګلالۍ
ژوندی -ژوندۍ 
لومړی - لومړۍ
نننی - نننۍ 

 د هغو ستاینومونو ښځینه بڼه،  چې له سربلونو څخه، لکه لاندې، باندې، پورته، بهر، برنی ...) منځته راغلي وي، يوازې  په ۍ پای مومي. پورته ځينې بېلګې راغلې هم دي. 

یوازېنی - یوازېنۍ 
باندېنی - پاندېنۍ
لاندېنی - لاندېنۍ
بهرنی - بهرنۍ 
منځنی - منځنۍ 
پورتنی - پورتنۍ
برنی - برنۍ
دننی - دننۍ  

۴) په نورو نومونو کې:
نجلۍ
ځولۍ (جولۍ)
خولۍ 
خولګۍ
نړۍ
ډوډۍ
ګولۍ
مرۍ
کېږدۍ
ماڼۍ
خوبانۍ (مندته)
سیلۍ
هیلۍ (بتکه)  
هوسۍ (deer) 
غالۍ
ګېډۍ
بېنډۍ
لنډۍ  (ټپه)
لکۍ
مرغۍ
سپوږمۍ
هګۍ 
د نجونو نومونه لکه: ګلالۍ،  ملالۍ، خوبانۍ، اوږۍ، دورخانۍ، ګلمکۍ ...
د یو ځای ښځينه اوسېدونکی:  کابلۍ،  پېښورۍ، یوسفزۍ، کندهارۍ ...

يادونه:   لکۍ واله ۍ د ويي په منځ یا پیل کې هېڅکله نه راځي. 

ئ - همزواله یا (əy):
دا په کړونو (فعلونو)  کې راځي،  چې کړند (فاعل) یې دویم کس ډېرګړی (تاسو) وي او د پوښتنې په بڼه وي، لکه: تاسو څه کوئ؛ هلکانو تاسو کله راغلئ؟ 
همدارنګه همزواله ئ  په بولیو (امرونو) کې راځي، چې ډېرو تنو ته وي، لکه: ماشومانو راځئ ډوډۍ وخورئ؛ ملګرو دلته راشئ او کېنئ

يادونه:  همزواله ئ، لکه لکۍ واله ۍ، د ويي په منځ یا پیل کې هېڅکله نه راځي.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso