Skip to main content

Reforms by Ghazi Amanullah khan

غازي امان الله خان او په اداري برخه کې یې د اصلاحاتو پېژندنه:
خلاصه : شاه غازي امان الله خان د نوي او ماډرن افغانستان بنسټ ایښودونکی دی دده په ټوله دوره کې د افغانستان په اقتصادي ، حقوقي او ټولنیز اړخ کې د پام وړ بدلون او نوښت رامنځته شویدی تر ټولو ستره کارنامه یې له انګریزي ښکیلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ تر لاسه کول دي چې له کلونو ، کلونو وروسته یې افغانانو ته دغه ارزښتمنه ډالۍ په نصیب کړه .

د شاه غازي امان الله خان لس کلنه تاریخي او زرینه دوره له سترو بدلونونو ، نوښتونو او اصلاحاتو سره له ستونزو او بیروني او داخلي مزاحمتونو سره پر مخ لاړه او په ډیرو برخو کې افغانان د پرمختګونو شاهدان وه .

غازي امان الله خان د واکمن کېدو سره سم د خپلواکۍ په لور ګړندي ګامونه واخیستل او هیڅ فرصت یې له لاسه ورنه کړ، په پریکنده نظر یې د خپلواکۍ د لاسته راوړلو لپاره هرې قربانۍ ته اماده شو ، غازي امان الله خان په ټولو سیاسي لېدونو ، سفرونو او مجلسونو کې د بشپړې سیاسي خپلواکۍ لپاره د پریکنده ارادې سره په لوړ مورال او جیګو سترګو بحث لاره او پدې برخه کې مورال عالي وه .

پدې مقاله کې به د شاه غازي امان الله خان په اقتصادي او اداري برخه کې د نوښتونو او اصلاحاتو په اړه لنډ معلومات تر لاسه کړئ .

د اوسني افغانستان د ډیرو ادارو او جوړښتونو بنسټ د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان له لورې ایښودل شویدی چې د یوه نوي او پرمختللي افغانستان ارمان یې نېمګړی ګور ته یوړه .

1 ـ 1 پېژندنه :

غازي امان الله خان د امیر حبیب الله خان زوی او د امیر عبدالرحمن خان لمسی دی چې د کابل په پغمان کې په ( 1891 ) میلادي کال کې زیږیدلی دی لومړنی زده کړې یې په شاهي دربار، او له خپلې مور ملکې سرور سلطان او بیا د علامه محمود طرزي څخه تر لاسه کړیدي .

د خپل پلار د امیر حبیب الله خان د سلطنت په دوره کې د عین الدوله ( د دولت سترګې ) لقب ورکړل شوی وه چې د خپل پلار د سلطنت په وروستیو کلونو کې د کابل والي او هم یې د دولت د خزانې مسؤلیت په غاړه لاره .

په ( 1919 ) کال کې د امیر حبیب الله خان د وژنې وروسته د افغانستان خلکو د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ګټلو لپاره غورځنګ او مبارزه پېل کړه، افغان خپلواکي غوښتونکو د ( 1919 ) میلادي کال د مارچ په لومړۍ نیټه د امیر حبیب الله خان دویم زوی سردار امان الله خان او له انګریزانو سره د خپلواکۍ جګړه پېل شوه . 1

چې د لس کاله پاچاهي وروسته د داخلي اړو دوړ په نتیجه کې یې د سلطنت چارې خپل ورور سردار عنایت الله خان ته وسپارلې ، شاه امان الله خان د کندهار او سپین بولدک له لارې لومړی هند ته او بیا ایټالیا ته لاړ چې د ژوند تر پایه همالته پاتې شو چې د ( 1960 ) میلادي کال د اپریل په 25 مه نېټه وفات شو او په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

د غازي امان الله خان ستر بدلون او لاسته راوړنه هغه د خپلواکۍ ترلاسه کول دي چې ټول افغان ولس یې احسانمند دی او دا ستره ډالۍ یې د هر بدلون او لاسته راوړنې څخه د ډېرو خوږو څخه ډکه ده .

خو دا هم باید په یاد ولرو چې غازي امان الله خان یوازې د خپلواکۍ باني ونه ګڼل شي بلکې په نوي طرز او طریقې د زاړه او روایتي افغانستان د روانولو مخکښ او ارمانجن پاچا یې یاد کړو .

دا به هم انصاف نه وي، چې ووایو ؛ د شاه امان الله خان ټوله انرژي له انګریزي ښکیلاک څخه د خلاصون په لاره مصرف شوې او شاه د افغانستان د ابادۍ فکر ته هومره وخت نه لاره لکه دلته ځېنې سیاسیون داسې فکر کوي چې شاه د انګریزي ښکیلاک څخه د خلاصون لپاره په سمدستي ډول له روسي لوري سره د اړیکو جوړلو او پراخولو هیله لرله او په هماغې لورې ور مات وه .

شاه له لومړي سره د اداري اصلاحاتو په اړه قوي عزم لاره او دا لاره یې د افغان ولس د ښېګنې او رفاه لاره ګڼلې وه پاچا د سیاسي خپلواکۍ له اعلان وروسته د خپل حکومت د تګلارې بنسټېزو خدماتو د اعلان په وخت کې چې د خپلواکۍ د کال 1919 د فبرورۍ په 28 مه یې وړاندې کړی وه ولیکل

” د افغانستان دولت ، د نړۍ د نورو خپلواکو دولتونو په څیر د هېواد دننه او بهر کې خپلواک وي ، افغان ملت په کور د ننه خپلواک دي او د هر ډول ظلم ، تیري او جبر څخه په امن کې دي ، د هېواد ټول وګړي باید د قانون طابع و اوسي ، زور او بیګار په ټولو چارو کې بند دی او له نن وروسته لغوه اعلان شو ، زموږ حکومت به په افغانستان کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره کارکوي تر څو مو ملت او حکومت د نورې نړۍ په منځ کې ځانګړی ځای پیدا او ستر مقام تر لاسه کړي ، زه به د هېواد په ټولو چارو کې مشوره کول لازمي دنده وګرځوم او دا به زما د لارې مشال وي . ” 2

پاچا د خپل قوي عزم او پیاوړې ارادې له مخې واک ته رسېدو سره سم د سیاسي خپلواکۍ پر لورې ګړندې ګامونه واخیستل دده پیاوړی عزم وه چې افغان ولس ته له کلونو ، کلونو وروسته د سیاسي خپلواکۍ خوږه ډالۍ ورکړل شوه شاه غازي امان الله خان په ټولو سیاسي لېدونو ، سفرونو او مجلسونو کې د بشپړې سیاسي خپلواکۍ لپاره د پریکنده ارادې سره په لوړ مورال او جیګو سترګو بحث لاره تر دې چې د همدې قاطعیت له مخې یې اعلان وکړ او پوځي جامې یې پر تن کړې او ویې ویل ” زه به دغه سرتیرۍ جامې تر هغې له ځانه ونه باسم تر څو مې چې د خپلې سپیڅلې مور ( وطن ) په تن د خپلواکۍ جامې نه وي په تن کړې ” 3 همدا پیاوړې اراده وه چې انګریزان مجبوره شول تر څو د افغانستان سیاسي خپلواکي ومني .

1 ـ 2 د اقتصادي اصلاحاتو نوې لړۍ

په ټوله کې اماني دوره د هېواد لپاره د زرینو اقتصادي ، اداري او ټولنیز پرمختګ پېر ګڼلی شو خو ددې ټولو خواوو د پرمختګونو سره یې اداري اصلاحات او اقتصادي برنامو ایجاد ، ارتقاء او پیاوړتیا یوه بارزه او لیدونکي برخه ده هغه چارې چې په اقتصادي ، اداري او د راکړې ورکړې په برخو کې موږ ګورو ډیری یې د اماني دورې څخه سرچینه اخلي او موږ ته را پاتې دي .

د شاه غازي امان الله خان اصلاحاتو ته په کتو متوجه کېږو چې لومړي د اصلاحاتو پېل یې له مالي برخې څخه کړیدی ، په اماني دوره کې د دولت د عوایدو د راټولېدو په شفافیت او څرنګوالي باندې ډیر کار وشو بیا یې د همدې دولتي بودیجې څخه د مصارفو او لګښتونو په تګلارو او روشونو کې د اساسي تغېر لپاره کار وکړ او بېلا ، بېلې برنامې یې په لاره واچولې .

د ملي بودیجې څخه د مصرف تګلاره په داسې ډول جوړه شوه چې حتی پاچاه ته هم د مصارفو لپاره د یوه حد ټاکنه وشوه ، روحانیونو اشرافو او قبایلي مشرانو او قومي مخورو ته د بې حسابه امکاناتو او خزانې ورکړه بنده شوه او دا همدا وجهه وه چې د ( 1923 م او 1924 ) میلادي کلونو کې د دولت بودیجه د عوایدو او مصارفو په تفکیک سره معادله وه او بودیجه په بشپړه ډول له ملي سرچینو او عوایدو څخه پوره کېده او هیڅ نوعه کسر یې نه لاره ، چې دا د ستر احمد شاه بابا له امپراتورۍ وروسته د افغانستان په تاریخ کې لومړنی دولت وه چې و توانیده ، ملي بودیجه له خپلو عوایدو پوره کړي خو په اشرافو، روحانیونو او قبایلي مشرانو د امتیازاتو بندیدو سره یې ددوی کینه را پیدا کړه او هماغه وه چې د شاه غازي امان الله خان د اصلاحاتو په وړاندې یې مزاحمت شروع کړ.

د لوړو مالیاتو وضع کول ، د کورني قانون رامنځته کول او د عامو خلکو په کورنیو چارو باندې د دولت د قاطع نظارت وضع کول ، د روحانیونو ، اشرافو او قبایلي مشرانو امتیازات لغوه کول ، هغه موارد وه چې خلکو د شاه له اصلاحاتو سره حساسیت وخوده دا حساسیت هغه وخت لا زیات شو چې شاه د لومړي ځل لپاره په ( 1925 ) میلادي کال کې د زده کړو لپاره افغاني انجوني اروپا او ترکې ته ولیږلې نو دا موضوع د شاه د تکفریت لپاره را پورته شوه او خلکو شورش وکړ خو بیا هم شاه پدې موضوع باندې له خپل موقف څخه تیر نه شو چې وروسته بیا په ( 1928 ) میلادي کال کې ، ګل اغا مجددي له څلور سوه دیني علماوو څخه د امیر د کفر فتوا تر لاسه کړه نو لدې وروسته د شاه په وړاندې د وسلوالې مبارزې لړۍ شدت پیدا کړ تر دې چې د خیتځ قومونو ( شینوارو او خوګیاڼو ) پوځې قشلې او مرکزونه چور کړل او د بریطانیه قونصلګرۍ ته یې اور واچوه د همدې کال په ډسمبر کې شورشیانو پاچاه ته د روغې ، جوړې شرایط واستول چې ټولنیز اصلاحات منسوخ او ددوی انجونې بیرته له خارج څخه را وغواړي خو دا خبره شاه ونه منله ، البته د ټولنیزو اصلاحاتو په باب یې له دې پیښې څو میاشتې وروسته خپله خبره واخیسته خو وخت تیر او شورش په اوج کې قرار لاره. 4

ځېنې کتونکې بیا د غازي امان الله خان له لورې د چټکو اصلاحاتو ، له افغاني ټولنې سره د ځېنو رواجونو د نه سمون او په ټوله کې د بهرنیو دسيسو او لاسوهنو له امله د خلکو او په ځانګړې ډول د اشرافو او روحانیونو ضد ، هغه لاملونه ګڼی چې د اماني دورې اصلاحاتو مخنیوی یې وکړ او پاچا یې په جدیت او شدت د اجرا څخه لاس واخیسته. 5

د ټولنیزو اصلاحاتو په پرتله د اماني دورې اقتصادي او مدیریتي اصلاحات د زیاتې توجه وړ دي او ډیره نتیجه یې هم ورکړېده د هغې دلیل دادی ، چې تر اماني دورې مخکې د افغانستان اداري او اقتصادي برخې ستونزې لرلې همدارنګه نولسمه پېړۍ په ټوله نړۍ او په ځانګړې ډول جنوبي اسیا او افغانستان کې د پرمختګونو د پېل دور وه .

خو دلته به یوه لنډه تبصره پدې حالت هم وکړو ؛ کله چې افغانستان خپله سیاسي خپلواکي تر لاسه کړه او په بیروني سیاست کې خپلواک شو نو هغه مالي مرستې چې مخکې بریطانوي امپراتورۍ کولې نو په افغانستان بندې شوې حکومت ددې مرستو لپاره له ځېنې هېوادونو لکه له روسې ، ترکې ، المان ، ایټالیا او فرانسې څخه مرستې تر لاسه کولې خو د بریطانیه د امپراتورۍ هومره نه وې نو دولت له یو لړ ستونزو سره مخ کېدو خواته روان وه چې د مالیاتي سیستم په جوړیدو او پر دولتي بودیجې د کنترول لپاره حکومت په جدیت کار پېل او اصلاحات رامنځته کړل دلته په کروندګرو ، سوداګرو او عامو خلکو باندې لوړې مالیې وضع شوې او خلک ناراضه شول .

1 ـ 3 جنس په جنس بدلول یا system Barter تغیر کول

system Barter د راکړې ورکړې له هغه سیستم څخه عبارت ده چې د راکړې ورکړې په وخت کې له بانکنوټونو څخه استفاده ونه شي ، جنس په جنس بدل شي او معامله ترسره شي. لکه غنم په غنمو یا غنم په وربشو او یا همدارنګه په اوسني وختونو کې په ځېنې لرې پرتو سېمو کې د موټر په مقابل کې د وزو او پسونو ورکړه صورت ونیسي .

د لومړي ځل لپاره د شاه غازي امان الله خان په دوره کې د جنس په جنس له بدلونې څخه جنس په نقدو باندې د بدلېدو لپاره قدم پورته شو .

په ځمکو ، نغدې پیسو او په مالونو باندې هم د نغدې پېسو مالیه وضع شوه چې دا چاره یې د دولت د بودیجې لاسته راوړنې د شفافیت او نوښت سره را پېل کړه چې مخکې به د یوه جنس د مالیې په مقابل کې دولتي بودیجې ته جنس ورکول کېده چې د کیفیت ، نوعیت او کیمیت په اړه یې زیاتې ستونزې لرلې نو د اماني دورې یو بل شاهکار دا هم دی چې د دولت د عوایدو زیاتېدو او شفافیت په موخه یې دا سیستم ختم کړ او اصلاحات یې رامنځته کړل.

1 – 4 د لومړي ځل لپاره بانکنوټونو رامنځته کول

غازي امان الله خان د مالي اصلاحاتو په موخه د پېل شويو نوښتونو په لړ کې د لومړي ځل لپاره بانکنوټونه په ( 1298 ) هـ ش کال کې د کابلۍ روپۍ په نوم رامنځته کړل .س

د دې پيسو ښې لوري ته د افغانستان د حکومت نښې (محراب او منبر)، په منځ کې يې د اماني حکومت نښان او کیڼ لورې ته يې په دري ژبه یوه کابلۍ روپۍ “یک روپیه کابلی” لیکل شوې وو.

د دې پیسو په لاندې برخه کې په دري ژبه “در جمع خزانه های دولت، نوت هذا به مبلغ مندرج اش منظور است”. لیکل شوی وو . .

وروسته په بیا دا کرنسي په افغانۍ باندې ونومول شوه د ( 1299 ) هـ ش کال په جریان کې د لومړي ځل لپاره یو ګون ، پنځه ګون ، پنځوس ګون او سل ګون چاپ شو او نشر شول ، ددې زرینې دورې د افغاني بانکنوټونو یوه ستر ارزښت دادی، چې پدې بانکنوټونو باندې په څلورو ژبو ، پښتو ، درې ، اردو او ترکي باندې لیکل شوي وه چې معلوميږي دا بانکنوټونه د افغانستان څخه بهر هم د چلښت وړ وه . 6.

1 ـ 5 د تفتیش عالي ادارې رامنځته کول ( Supreme Audit Office )

شاه امان الله خان د خپل عالی فکر له مخې ژمن وه چې د فساد د مخنیوي لپاره په حکومتي کچه اقدامات وکړي په همدې منظور یې په ( 1300 ) هـ ش کال کې د دیوان سنجش په نوم د تفتیش اداره رامنځته کړه د یادې ادارې د رامنځته کېدو په فلسفه کې ویل کیږي چې دولت د هغه عوایدو او مصارفو د کنترول او پر ځای لګونې لپاره چې په نظامنامه کې ذکر شویدي د څار او لیدنې په موخه ایجاد شوې .

د دولتي بودیجې د عوایدو لاسته راوړنې په شفافیت باندې د څار او همدارنګه د مصارفو پر ځای لګونې او کنترول په موخه یې دا اداره ایجاد کړې چې وروسته په مختلفو دورو کې یادې ادارې په بېلا ، بېلو نومونو کار کړی دی د اسلامي امارت له سقوط وروسته په انتقالي دوره کې یاده اداره د تفیش او کنترول خپلواکه اداره اعلان شوه چې وروسته په ( 1392 ) هـ ش د جمهور رئیس حامد کرزي د ( 1101 ) ګڼې مکتوب له مخې د تفتیش د عالي ادارې په نوم ورکولو سره کار ته ادامه ورکړه . 7

1 ـ 6 حقوقي ، عدلي سیستم رغول او غوره حکومتولۍ په موخه د اساسي قانون رامنځته کول .

لکه مخکې مو چې وویلې ، غازي امان الله خان د خپلې پراخې مفکورې له مخې د هېواد په ټولو چارو کې د بنسټېزو بدلونونو لپاره په پیاوړې ارادې او بشپړ قاطعیت سره په اصلاحاتو لاس پورې کړ پدې لړ کې یې د لومړي ځل لپاره د غوره حکومتولۍ ، د ټولو لپاره د یوه جامع تګلارې رامنځته کول ، د خلکو د بنسټېزو حقونو او عدالت په موخه اساسي قانون رامنځته کړ . او دا چاره په هغه وخت کې په سېمه کې لومړی ځل د یوه اساسي قانون رامنځته کېدو سره افغانانو ته د ویاړ ځای دی .

په عدلیې او قضايي چارو کې د پراخو اصلاحاتو په موخه د شاه غازي امان الله خان له لورې د ترسره شویو کارونو په اړه د عدلیې وزارت په رسمي ویب سایټ کې دا رنګه لیکل شویدي ” امان الله دهیواد دخپواکۍ دلاسته راوړلوسره په سیاسی، اقتصادي،اداري اوقضایي برخوکې مهم بدلونونه راوستل، په 1298هـ ش کال د وري د(حمل) په میاشت کې یې د عدلیې وزارت دنظارت عدلیه په نامه تأسیس او محمد ابراهیم خان بارکزایي په لومړي ځل دعدلیې دوزارت مقام ترلاسه کړ او میرزمان الدین”بدخشي” یې مستشارو، دعدلیې دوزارت ترځنګ څلور ډوله محاکم موجود وو،”اصلاحي محکمه ،ابتدائیه محکمه ،مرافعه محکمه ،اودتمیز محکمه” ټولې دعوې به لومړی اصلاحي محکمي ته وړاندې کېدلې، که دواړه لوري به په صلح راضي نه شول، قضیه به یې لومړۍ محکمې ته لېږل کېده ، دتمیز محکمې پرېکړی (داعدام اودوامدار حبس پرته چې دعدلیې وزیر په لاسلیک به پادشاه ته رسېدې)عملي کول یې ضروري وو. دعلوموشورا ، د دولت شورا اودقوانینو دوضع کولو مجلس تأسیس شول، دغو ادارو د زیات شمېر نظامنامو په مدون کولو اقدام وکړ، چې یادې نظامنامې به د وزیرانو دعالي شورا دتحریراتو په مطبعه او وروسته به بیا د رفیق چایخونه کې چاپېدلې .

دنظامنامې د 33 مادې دبنسټیزو جوړښتونو ترسرلیک لاندې یې دمرکزي ادارې ترڅنګ دعدلیې وزارت پېژندې او دندوته نغوته شوې ده اوداسې راغلي دي: “په افغانستان کې دعدلیې اوانضباطي قوې دمنظم کولو لپاره دعدلیې وزارت مؤظف شوی دی”

په ۱۳۵۵ هـ ل کال په یاده نظامنامه کې دعدلیې وزارت تشکیلات په دې ډول وو.

دحقوقي چارو مدیریت .
داجرائیي چارو مدیریت .
دسوداګرۍ دچارو مدیریت.
دمامورینو مدیریت
دمکتوب لیکلو مدیریت .
اود یادې نظامنامې په 35 ماده کې راغلي دي :

“دعدليې په وزارت کې د تمیز عالی هیئت ،د کوټوالۍ ریاست ، د مامورینو مدیریت ،د محاسبې سرکاتبیت ، د تحریراتو سرکاتبیت .اود اوراقو سرکاتبیت موجود دي “

په دې دوره کې چې دعدلیې وزارت تأسیس شو، ستره محکمه هم په لاندې ترکیب سره موجوده وه:

د عسکرو قاضي ، د مرافعه حقوقو قاضي ، د جزا مرافعه قاضي ،د جزایي حقوقو ابتدائیه قاضي ،د مامورینو د ابتدائیه اومرافعه محکمې قاضي، د وثیقو قاضي اود اصلاحي محکمې قاضي.

په 1299 هـ ل کال دوږي دمیاشتې 24 دقوانینو د لاښه والي په منظور د قوانینو د وضع کولو مجلس ،چې وروسته یې د دولت د شورا په نامه شهرت وموند، د سردار شېراحمدخان په ریاست اود بدري بیګ ترکي په مرستیالۍ رامنځته شو.

د دغه شورا غړي نیک محمدخان، فتح محمدخان، جمعه خان، حبیب الله خان، عبدالغنی خان، نجف علی خان، اومحمد قاسم خان وو، چې د یادوکسانو د پرله پسې هڅو له امله 76 نظامنامې تدوین اوطی مراحل شوې . هغه بنسټیزه نظامنامه چې په 1301 هـ ش کال دپغمان په لويه جرګه کې تصویب شوه ، په دې ټولونظامنامو کې مهمه اودهیواد ډېرمهم سیاسي اوحقوقي سند ګڼل کېږي .

ترهغه ځایه چې له تاریخي متونو څرګندېږي، که چېرې به د کوم وزارت یا ادارې دنظامنامې د برابرولواړتیا لېدل کېده ،وزارت یا ادارې به طرحه برابره اود دولت شورا ته به یې وسپارله ،د دولت شورا به له غور اوڅېړنې وروسته د وزیرانو غونډې ته وړاندې اود پاد شاه په حضورکې له تصویب وروسته به یې د تطبیق لپاره لومړۍ مرجع ته وسپارله ” 8

د افغانستان لومړنی اساسي قانون د ( نظام نامه اساسي ) تر نامه لاندې د ( 1303 ) هـ ش کال په کابل کې د لویې جرګې چې 1504 استازو ګډون پکې کړی وه تدوین او تصویب شو .

پایله :

له پورتنیو معلوماتو څخه پوهیږو چې شاه غازي امان الله خان د اصلاحاتو په برخه کې د نوښتګر فکر خاوند وه او د نوي افغانستان هیله یې لرله . د ټولنیزو اصلاحاتو په پرتله د اماني دورې اقتصادي او مدیریتي اصلاحات د زیاتې توجه وړ دي او ډیره نتیجه یې هم ورکړېده ، ددې دلیل دادی ، چې تر اماني دورې مخکې د افغانستان اداري او اقتصادي برخې ستونزې لرلې او نولسمه پېړۍ په ټوله نړۍ او په ځانګړې ډول جنوبي اسیا او افغانستان کې د پرمختګونو د پېل دور وه .

د غازي امان الله خان ستر بدلون او لاسته راوړنه هغه د خپلواکۍ ترلاسه کول دي ، چې ټول افغان ولس یې احسانمند دی او دا ستره ډالۍ یې د هر بدلون او لاسته راوړنې څخه د ډېرو خوږو څخه ډکه ده .

خو دا هم باید په یاد ولرو چې غازي امان الله خان یوازې د خپلواکۍ باني ونه ګڼل شي بلکې په نوي طرز او طریقې د زاړه او روایتي افغانستان د روانولو مخکښ او ارمانجن پادشاه یې یاد کړو .

د شاه غازي امان الله خان ټوله انرژي په بیا رغاونې ، فکري نوښت ، د نوي افغانستان او په ټولو برخو کې د ژورو اصلاحاتو په راوستلو مصرف شوې د ځېنو ستونزو په رابرسیره کېدو سره یې هڅه وکړه چې په خپلو خبرو ولاړ پاتې شي خو په هېواد کې د داخلی مشکلاتو د راپېدا کېدو او د بیرونۍ مداخلې په پایله کې یې له خپلو اصلاحاتو لاس په سر شو او خپل سلطنت یې ورور سردار عنایت الله ته وسپاره

.

ماخذونه

1 . حبیبي ، علامه استاد عبدالحی ، پښتو ژباړه، بینوا ، عبدالروف ، د افغانستان لنډ تاریخ ، چاپ 1999 ، پیښور ، مخ ، 328

2 . پاینده ، محمد سلیم ، شاه امان خان ، مډرنیټه او سیاسي میراث ، August 19, 2019

اصلي لینک : https://www.linkedin.com/…/%D8%B4%D8%A7%D9%87-%D8%A7%D9…

3 . A 100-year Process of Liberation and the Evolution of Fine Arts in Afghanistan (1298-1398)

Assistant Prof. Mahboob Shah Mahboob ، Assistant Prof. Sayed Samiullah Saeedi

International Journal of English and Education ISSN: 2278-4012, Volume:9,

ـ 129www.ijee.org Issue:2, APRIL 2020

4 . جهاني ، عبدالباري ، غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ستوری د مقالو ټولګه ، چاپ 1384 پیښور ، مخونه 194 ـ 195

5 . عثمان ، ډاکتر محمد اکرم ، غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ستوری د مقالو ټولګه ، چاپ 1384 پیښور ، مخونه 109 ، 110 ، 111

6 . د افغانستان بانک رسمي ویب سایټ اصلي لینک . https://www.dab.gov.af/index.php/dr/node/1901

7 . د تفیش د عالي ادارې رسمي ویبپاڼه ـ

اصلي لینک : https://sao.gov.af/…/%D8%AA%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%AE%DA…

8 . د عدلیې وزارت رسمي پاڼه ـ د وزارت تاریخچه اصلي لینک ـ https://moj.gov.af/ps/%D8%AF-
لیکنه: امین ستانکزی

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso