Pashto New Ghazal Poetry 2022.
غزل
ــــــــــــ
د دهغې غلا به چاته نه وایمه
ستا د ادا به چاته نه وایمه
ښه ولې مونږه زړونه نه لرو څه؟
ولې، اشنا به چاته نه وایمه؟
زما او ستا د محبت رازونه
ځه مړه دا به چاته نه وایمه
له تانه پس به هم یاري کومه
خو د وفا به چاته نه وایمه
خلک زما په شعر کې تا لټوي
ګرځي دې، ستا به چاته نه وایمه
تنها د درده به یې خوند اخلمه
زه د دوا به چاته نه وایمه
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.