Skip to main content

How Should Be An Ideal Pashtun. Saleem Khan Advocate Of Swabi.

 How Should Be An Ideal Pashtun. Saleem Khan Advocate Of Swabi.

Saleem Khan Advocate, An Ideal Pashtun.


د مولانا صيب خانزېب ليک دے :


ژوندې اتل سليم خان اېډوکېټ.


د اټک ورته د خپل زوړ غېرت په ډاډ ورغلم

څو مړې ايرې او څه د نښې مېخکي پاتي وو .

اجمل خټک.


که زما نه څوک پوښتنه اوکړي چې پښتون څنګه وي ؟ نو زما جواب به وي لکه سليم خان اېډوکېټ ! هم د اوجرې پښتون دې هم د جومات هم د قانون په ژبه خبر دې هم د سياست اوجرې جومات په ادابو  د سياسي غونډې وېناوال دې هم په اديره کښې د خپلو اتلانو په څلي خبره کوونکې دلاور انسان !

  


دغه سپېځلې پښتون  څه ويريدلي خلک ويرول غواړي خو پدې نه دي خبر چې د باچا خان بابا دا لوستې جهانديده فکر لرونکې دا وګړې د هيچا ويريږي نه ! که ېرېدلې نو د پوځي ډیکټیټرانو د وخت نه تراوسه ديارلس ځل په زندانونو کښې څلور کاله درې مياشتې او درویشت ورځې بندونو به ويرولې وې د سوابۍ سيمه خوش بخته ده چې د وخت داسې اتل ئې زېږولې



که افغانستان کښې د څلوېښت کاله نه تيارې خورې دي بدبختې سرته نه رسي د کار خلک تې بار نړۍ ته ځي هر لس کاله پس ئې مزل د سره کېږي نو ېو لامل ئې دادې چې هلته سیاست ماتې خوړلې د سليم خان اېډوکېټ پشان د مېدان اتلان نه لري قامي سياست که تاله خپلواکي درنه کړي خو کم نه کم د خپل تاريخ سره دې تړلې ساتي د خپلو ستونزو او وسائلو نه دې خبروي د سليم خان اېډوکېټ پشان سياست مدار د پښتونخوا وطن ښکلا او ځلا ده دا خلک د خپل تاريخ سره  همېش سم په ميدان ولاړ وي دا خلک په وژنه هم نه مري بلکې بيا بيا زرغونېږي



سليم خان اېډوکېټ د خپلې خاورې اصيل او حلالي بچې دې د خپل قام حقيقي،ترجمان ،  دې په 1968 کښې په پښتون سټوډنټس فيډرېشن کښې وو چې د ،اجمل خټک ، د غيرت چغه ئې تر غوږه شوه دغه چغه ئې تر نن پورې په مازغو کښې پرته ده د ملي شعور او طبقاتي جبر په ضد ئې پښتو او ايمان دوپړک نه دې 


په 23 مارچ 1973 کښې په لیاقت باغ کښې په هغه جلسه کښې هم وو چې په کمه کښې د بهټو په وېنا سياسي وګړي نېغ په نېغه ډزو کښې وژل شوي وو


سليم خان وائي زه خو په،عدم تشدد ،عقيده لرم چرته مې تراوسه په ،کلاشنکوف ،ډز قدرې نه دې کړې  او نه مې چرته د ښکار مرغې ويشتې خو د خپل قام لپاره هرڅه ته غاړه ګدو حقيقت هم دا دې چې د عدم تشدد بيانيه د تورو او ټوپکو زوروه ده ځکه خو دغه فکر د عدم تشدد په تول پوره نظر نه بوګنېږي .


سليم خان اېډوکېټ ستر قامي مبارز دې پدې وخت کښې په پښتنو کښې که څوک د خپل تاريخ سره تړل شوې قامي مقدمه سمه او رونړه بیانوي نو هغه خلک ډېر کم دي پدغه لږو خلکو کښې ېو سليم خان اېډوکېټ هم دې سليم خان اېډوکېټ د خپل قام رښتيني تاريخي څېره ده  .

ېو خوږ ژبې ويناوال دې خبره ئې په عقل او منطق ولاړه دومره پخه وي چې مخالف هم ورسره اختلاف نشي کولې هم دغه وجه ده چې د نړۍ په هر اصول برابر خبره کونکې د خپلې خاورې د بدبختې مونډ ته رسيدونکې ددې سړي د خبرې نه ډېر زورور نن ويريږي د خبرې جواب ئې چې څوک نشي کولې خپل عمل ئې بې دليله بربنډ ولاړ وي نو هغه بيا ټوپک بوڅ بوڅ کوي  


د پښتونخوا په سوابۍ سيمه کښې د شېخ القرآن مولانا محمد طاهر په کلي ، پنج پير ، کښې په 1956 کښې زېږدلې د ېو درنې پښتنې کورنۍ سره ئې تعلق دې لوئي قانون پوهه او ستر سياست مدار دې  د ، څلور پنځوس کاله ،نه تر نن پورې د باچا خان بابا د فکر سره ولاړ دې په عوامي نشنل ګوند ورته ډېر په احترام کتل کېږي 


کله چې سليم خان ړومبي ځل په 1976 کښې د بهټو په وخت کښې زندان ته لاړې پلار ئې وېنا کړې وه چې هيڅوک به ورله ملاقات له نه ځي نه بې څوک ضمانت کوي خو چې کله خدائي خذمتګار ،غلام نبي بابا ، د هغه پلار له اوجرې له امبارکې له رالې چې ځوئي دې د قام په سر کښې زندان ته تلې امبارک دې شه ! سلیم خان وائي ددې نه پس راله پلار پخپله زندان ته رالې او په ژړا  راترغاړې ووت .

سليم خان اېډوکېټ دومره خاورين سړې دې ېو ورځ ئې ماته وائل زه ستا د ليک نه ډېره ايزده کړه کوم ما وائل مشره مونږ خو ستاسو نه ايزده کړې کؤو وائل نه رشتيا درته وائېم !!!


زه به د غېرت چغه د بانګ پشانته وائمه

څکلي په بشر دي د پښتو د نشې بنګ ملنګ


مولانا خانزېب


Pashto Times Pashto Blogs, Pashto Info, Pashto History, Pashto SMS, Pashto Poetry, Pashto Tappay, Pashto Learning By Pashto Reading.

English To Pashto In USA. Learn Pashto To English USA. Learn Pashto Reading Online In United States. Pashto NFTs Pics. Pashtun NFTs New 2022. Pashto Reading and Listening.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso