Skip to main content

Modernism, Post Modernism Explained In Pashto. Pashto Info Blog

 Modernism, Post Modernism Explained In Pashto. Pashto Info Blog


ماډرن ازم

(Modernism):

 یوه لنډه خاکه او د ډاکټر همدرد یوسفزي نظم '

IDPs vs IDBs'

ـــــــــ


  پښتو نړۍ کښې د ماډرن ازم او ورسره پوسټ ماډرن ازم پۀ اړه د بحثونو پېل به د کوم ځایه شوے وي،حتماً زۀ دا نۀ شم وئیلے ـ اګر کۀ پۀ دغه بابله یو شمېر ریسرچ جرنلو او کتابونو کښې مواد هم لرو ـ خو بیا چرته نا چرته دغه موادو کښې نیمګړتیاوې او څۀ تېروتنې هم لیدے شي ـ پۀ خاصه توګه د ماډرن ازم بحث چې د جدیدیت د نوم سره زیات پېچلے ښکاري، د لویدیز د شالید سره هم زیات تر پۀ څرګند ډول نۀ دے وړاندې شوے ـ او بیا د ادبي فن پارو پۀ مد کښې د دې نشاندهي خو بېخي د نابلدتیا احساس ورکوي ـ دا هېڅ کله هم پېغور نۀ دے خو یوه نیمګړتیا ده چې اساس ئې د سهوو/تیندکونو نه ډک د ماقبل کتابونو نیمه درسته حوالاجاتي پېروي ده ـ دا بې شکه ده چې پښتون نړۍ ته د انټرنېټ سهولت زیات وروستو رارسېدلے دے ـ او د دې نه مخکښې د نوې نړۍ د دریافت هڅې پۀ ثانوي لارو شوي دي ـ ولې اوس چې د بریښنايي نړۍ پۀ اساس د هر ځاے بېبلوتیکا ته رسايي ممکن شوې ده نو سړے پوهېږي چې د ثانوي ماخذونو د لارې څومره مغالطو دوام موندے دے. 


  تقریباً،د کال زړه خبره ده ـ چې ښاغلي نعمت الله صدیقي د تولنیزې رسنۍ د لارې د ماډرن ازم پۀ اړه مرحله وار خپلې څو تازه لیکنې خپرې کړې ـ دغه لیکنې زیات د بحث وړ هغه ځاے وګرځېدې چې زلمي لیکونکي سعدالرحمان مسرور پرې ځنې نکتو ته ځنې سوالونه کېښودل ـ د هغې ځواب کښې صدیقي بیا نور توضیحات ثبت کړل ـ او دغسې د درې څلورو ورځو د مسلسل بحث نتیجه کښې ورسره تاؤ تریخوالے هم مخې ته راغلو ـ نو پۀ دغه هر څۀ کښې چې لیکونکي ملګري دوه ډلې دوه فریقه وو، پۀ اخره کښې د یو درېم ګړي پۀ حېث ما هم مناسب وګڼل چې خبره وکړم ـ نو وخت چې تېر شو خو هغه بحث څو ورځې مخکښې فېسبک باندې بیا رامخې ته شو ـ او لکه چې ماته ئې د یو څۀ اضافې تحریک هم راکړو ـ ځکه زما هدف چې دې ځاے د ماډرنسټ جمالیاتو تر مخه د ډاکټر همدرد د یو نثرم لوسته ده خو د موضوع د ضرورت سره غواړم چې خپل هغه اند هم ورسره پۀ پېوست کېږدم او څو نکتې پرې هم اضافه کړم. 


   ـــــــــ  ماډرن ازم/ماډرنټي ــــــــ


 "پښتو نه وړاندې پۀ ماډرن ازم اردو ژبه کښې لوے کار شوے دے، مونږ ته دلته د اردو ژبې د لاسه پۀ دې کښې ستره ستونزه راولاړه ده ـ یعني یو خو هغوي د دې لۀ پاره د 'جدیدیت' لفظ مېنځ ته راوړے او هم وړ ګرځېدلے ، بل د جدیدیت شالید او مخلید ئې یو بل سره یو کړي دي ـ د موصوف(صدیقي) ماخذات څۀ دي زۀ نۀ یم خبر او نۀ ما د جواب طلبۍ پۀ غرض دا ووئیل ـ  خو دومره ده چې کۀ مونږ د بعضې تاریخي یا فکري تېروتنو نه خپله یا نور لوستوال وباسل غواړو نو د اسانتیا پۀ غرض به د ماډرن ازم

(Modernism)

 شالید ارو مرو جدا راخلو، ماډرنټي

(Moderity) 

به بېله سپیناوي ته بیایو ـ دا هم د مبتدي لوستوالو لۀ پاره به زیاته کړم چې ماډرېنټي د لاطینۍ 'Modo' پۀ اساس مېنځ ته راغلے لفظ دے ـ چې معنی ئې انګلسۍ کښې ' Just now' ښودلې شوې ده ـ او پوسټ ماډرن ازم هر څو کۀ بعد ماډرن ازم رامخ ته شوے صورتحال دے ولې اساس ئې ماډرنټي باندې دے ـ یعني د دې معنوي شناخت کښې د ' 

Just after now' 

نه رڼا اخستے شي ـ او هسې هم دې کښې چې د ماډرن ازم پۀ ځاے د ماډرنتي رد لیدے شي د ژاک دریدا شان پوسټ ماډرنستانو دا فکر ئې پۀ ښۀ توګه څرګندونه کوي: 


"There is no such thing as "Objective realty"."


   دلته شاید یو اعتراض دغه دے چې د ماډرن ازم پۀ رڼاوي د ماډرن لۀ معنې کار اخستل شوے لیدے کېږي ـ یا تاثر دا لیدے شي چې ګوندې پوسټ ماډرن ازم پۀ ماډرن ازم رد عمل دے ـ او بیا چونکې د ماډرنټي نه تر ماډرن ازم دورانیې د تاریخي راخستنې چلند هم عام دے ـ ځکه لیکونکي لۀ پاره یوازې نۀ، د لوستونکي لۀ پاره هم د دواړو پۀ اصل صورتحال اېډرس کولو کښې ستونزه پېدا شي ـ ما هغه بله ورځ پۀ دې مباحثه دوه درې ځایه خپله رائے هم ثبت کړې  ـ هغې کښې ما یو څۀ دا هم وئیلي وو چې ستونزه لۀ مېنځه ووځي خو کۀ مونږ د احیاءعلوم 

(Renaissence) 

سره د روشن فکرۍ

 (age of reason/enlightenment) 

تاریخي دوره پام کښې ونیوو


 ضرورت ئې ګڼم،وړاندې ورځو پۀ یوه فېسبوکي ډلګۍ کښې توقیر ابشار د جدیدیت پۀ اړه پۀ فلسفیانه او سماجي حواله لۀ بېلا بېلو زاویو نه لنډو کښې لیکلي وو :


" پۀ فلسفیانه لحاظ د جدیدیت پېل پۀ شپاړسمه صدۍ کښې د ډیکارټ د دې مقولې نه شوے دے؛ 


 Cogelito,ergo sum.


" زۀ سوچ/فکر کوم، ځکه یم."


پۀ سماجي حواله د جدیدیت اغاز پۀ اتلسمه پېړۍ کښې د روسو د دې مقولې نه شوے دے؛


I' homme est né libre,et partout il est dans les fers.


" انسان ازاد پېدا شوے دے خو هر ځاے زنځیرونو کښې ښکېل لیدے شي. " 

ـ


خو دلته د ابشار خبره کښې هم جدیدیت بس جدیدیت دے ـ کوم ته چې مونږ ماډرن ازم وایو ـ البته غربي لوسته چې پۀ دې مقدمه کښې د پروجکټ پۀ توګه وشي نو دا سمه ده چې د ډیکارټ مقوله نکته اغاز ښکاري ـ خو د ماډرن ازم نه، د ماډرنېټي.


"- Modernity to Modernism;

Rooted in the philosophy and ideals of the enlightenment,midernity with its accmpanying philosopical, political,scintific, and ethical ideas provides much of the basis for intellectual thought from the 1700s to the midpoint of the twentieth century. World War 1st, however marks, a dramatic shift, especially in the arts. Growing out of the devastation of the war, thr arts began to reflect society's new concerns, emphasizing decay, loss,and disillusionment. The term modernism is given to this aesthetic movement dated from 1914 to 1945 ---."


(Charles E. Bressler,Literary Criticism, An itroduction to theory and practice,p90/91)


نو اوس چې مونږ د ماډرن ازم پۀ زېلي تصوراتو/نظریاتو/رویو خبره کوو لۀ وجودیت نه پېل واخلو ـ دلته د ډیکارټ د مقولې پۀ ترس مونږ د سارتر مقولې باندې ودرېږو؛

" زۀ یم ،ځکه زۀ سوچ/فکر کوم" ـ او بیا لۀ شلمې پېړۍ نورو تصوراتو/نظریاتو وغېره نه راتېرېږو ـ امېج ازم،کیوب ازم،سرریلزم،اېکسپرېشن ازم،فیوچر ازم،دادا ازم ـ ـ ـ دا هغه رویې مخ ته راوړي چې د تعقل او سائنس پۀ لاسو د نړیوال لامونو د تباه کارۍ پۀ اغیزه پۀ خپل خپل ځاے د بېزاره ذهنیت ښودنه کوي ـ هم ځکه دلته زۀ تاکید کوم چې دا دواړو مونږ بیل بیل اخستل پېل کړو ـ د اصطلاحات سازۍ مېدان مونږ سره اوس هم زیات تش دے ـ دا ضرورت هم پام کښې نیول زیات مهم دي ـ د ماډرن ازم پۀ تفهیم کښې چې مونږ کم نا کم اوس د دې شالید بیل کېږدو او د شلمې پېړۍ پېل کښې مخ ته راغلي پورته راخستي شوي نوي رجحانات/رویې/خوځښتونه، بیا پۀ خاصه توګه د ارټ/ادب او د موسیقۍ د مېدان ، لۀ پامه ونۀ غورځوو ـ نو خبره به خپلو باریکیو سره رڼا ته شي ـ ګوندې داسې کلېشوي دود ته به مجبورۍ سره دوام ورکوو او خبره به یا خو پۀ هم دغه ځاے تاؤېږي او یا به د لا پېچلتیا رنګ اخلي ـ".


نو دا ټوله هغه خبره ده چې د ماډرن ازم پۀ مد کښې ځاے پۀ ځاے شویو سهوو ته پۀ کښې اشارات  راوړلې شوي دي ـ او د دې نه هم پۀ واضح توګه بیا ښاغلي ابوز باچا زما د اند پۀ تاید خپل نظر راوړو.


  ـــــــــ  ماډرن ازم یعني څۀ؟  ــــــــ 


"ماډرنېټي او ماډرنزم کښې توپیر بالکل شته ـ ماډرنېټي یو جاري او ساري عمل دے او ماډرنزم د یوې مخصوصې دورې نوم دے ـ چې د نورلسمۍ پېړۍ د اخري برخې نه واخله تر د شلمې پېړۍ د مینځ و مانې پورې غزېږي ـ د مسلمانانو د فتوحاتو نه پس چې دوي سلطنت محکم کړو نو یو خوا بغداد کښې عباسیانو او بل خوا اندلس کښې بني امیوو پۀ قرطبه کښې علم ته مخه کړه ـ د کلاسیک دور د یونان او د روم ټول کتابونه عربۍ ته وژباړل شو ـ دغه وخت بغداد قرطبه د علم، تهذیب او ترقۍ دوه ستر مرکزونه وو ـ ورسره بل مرکز د بازنطینو قسطنطنیه ؤ چې د ټولو سکالرانو او د لاطینۍ ژبې کتابونو ارتکاز هم دغلته ؤ ـ باقي اروپا د جهل پۀ تیرو کښې ډوبه وه ـ اندلس کښې دوي عربو ته څو پېړۍ هڅېدلي وو خو وروستو صلیبي جنګونو کښې عیسایان د مسلمانانو د حربي صلاحیت نه پرته د دوي د علم او ترقۍ نه هم ډېر مرغوب شو ـ او د احیاء العلوم تحریک څۀ نا څۀ شکل کښې کم از کم اټلي کښې شروع شو او د باقي اروپا نه ئې سل کاله مخکښې د دې مېوه خوړل شروع کړل ـ خو کله چې پینځلسمه پېړۍ کښې قسطنطنیه ترکیانو فتح کړه نو ټول عیسائي سکالران سره د خپلې علمي سرمایې د اروپا پۀ ګُټ ګُټ خوارۀ شو ـ دغه کتابونه د یوناني او لاطینۍ ژبې نه مقامي ژبو ته وژباړل شو ـ بیا پۀ کښې پریس مشین هم راغے او د احیاء العلوم دغه تحریک زور وموندو ـ پۀ عیسائیت مذهب کښې د اصلاح سره سره سیاسي سماجي او علمي اصلاحات شروع شو او ترقي روانه شوه ـ انسان تعقل پسند شو ـ سائنس پۀ مذهب خپله غلبه پېل کړه ـ بیا د صنعتي انقلاب سره د روشن خیالۍ،  منطقیت او حقیقت پسندۍ زور لا سېوا شو ـ مغرب کښې انسان ځان عقلِ کل ګڼل شروع کړل ـ بلکې لۀ خپلو هېوادونو راووتل ـ نور ملکونه ئې فتح کړل او خپلې کالونۍ ئې ترې جوړې کړې چې دوي له مونږ د خپل تهذیب رڼا ورکوو ـ خو ورسره دا وشو چې پۀ فرد ټولنې ته ترجیح زیاته شوه نو سماجي رشتې هم مکانېکي شان شوې ـ او فرد ته د تنهایۍ او د اجنبیت احساس شروع شو ـ نو د دې ټول عمل ردِ عمل رو رو شروع شو ـ خو کله چې د دې هېوادونو د مفاداتو او د سبقت خپل منځي ټکراؤ راغے او اول یو نړيوال جنګ وشو او دوي دا تباهکاري ولیده نو د انسان پۀ عقلِ کل کېدو سوالونه راپورته شو ـ د دې نه اګاهو د مغربي ټولنو دا دعوی وه چې مونږ هر سوال پۀ خپل علم او عقل ځوابولے شو ـ خو اوس د دوي پۀ سماجي،  سیاسي، مذهبي، علمي، هنري او ادبي کلیو باندې کولاؤ د تشکیک اظهار وشو ـ دې صورتِ حال ته ماډرنزم وئیلے شي ـ دا د روشن خیالۍ، کلي عقلیت او د حقیقت پسندۍ خلاف ردعمل ؤ ـ دوي وئیل چې حقیقت دومره سطحي او معروضي نۀ وي بلکې ژور او موضوعي وي ـ دې تحریک خاص طور پۀ مصورۍ، میوزک او ادب غټ ښاپ پرېښودو ـ د اظهار لۀ پاره تجربې وشوې او نوې لارې خپلې شوې ـ حقیقت نګارۍ نه علامتیت، تجرید او ابهام ته راغلل ـ طنز او آئرني خاص طور د دغه وخت د ادب خاصه وه او د ټولنې پۀ ځاے فرد ته ترجیح ورکړې شوه ـ".


    ـــــــــــ ماډرنسټ ادبیات  ـــــــــ


پورته د ماډرنټي او ماډرن ازم تر میان د توپیر پوله مونږ ولیده ـ ولې د ماډرن ازم د پېل او پایې د نېټې تعین پۀ رسا او حتمي توګه نۀ دے ـ البته دومره څرګنده ضرور ده چې ماډرن ازم 'Time bound' محمول/تصور دے ـ او د اروپايي نکته نظر سره کۀ ډېر هم وړاندې وروستو شوے لیدے شي خو بیا هم زیات د کال 1890ز نه تر 1940ز محیط اخستل کېږي ـ زۀ دلته شعوري توګه هڅه کوم چې د ماډرن ازم لپاره د جدیدیت اصطلاح تر ممکن حده ونۀ کاروم ـ دا هم ځکه چې د جدیدیت اصطلاح د اردو د لارې پۀ داسې داسې تاویلاتو کښې ښکېل پاتې شوې ده چې بېخي ناقابل فهم حد ته رسېدلې ده ـ یا ګمراه کن ده.

 د لویدیزو حوالو تر مخه د دې د تفهیم مسئله هېڅ کله هم تعارفي نۀ ده ـ او نۀ دا ممکن ده بلکې د دې د شالید لوسته چې څنګه د دې پۀ وړومبۍ پېژندګلوي کښې لاس ونډه اچوي دغه رنګ د رسا تفهیم لپاره ئې د مخلید لوسته زیاته اړینه ده ـ خو لۀ بده مرغه زمونږ زیاته توانائي تر څۀ حده دغه اومره ځاے پورې مونږ راورسوي چې ماډرن ازم بس هم دغه یو ازم دے چې شروعات ئې د شلمې پېړۍ نه شوي یادېږي ـ نو داسې چې ده ولې بیا هم پۀ څرګند صورت کۀ ئې وړاندې کول غواړو نو څنګه به ئې غواړو؟ بې شکه ده، مونږ د کلهم ماډرن ازم د تفهیم پۀ لړ کښې د ډارون،اینسټائن،فریوډ،نطشے او مارکس وغېره تعلیماتو نه هم سرغړاوے نۀ شو کولے ـ خو دا د ماډرن ازم د تاریخي/ارتقائي سفر لوسته کښې د بیلا بیلو څانګو دننه مهم ګرځي ـ ځکه چرته چې د ادبي ورژن سوال دے نو پۀ دغه اړه د رایمنډ ولیمز(Raymond Williams) اند ئې ښۀ رڼاوے کوي؛


"‘A highly selected version of the modern which then offers to appropriate the whole of modernity’; when we discuss modernism, we are not describing the literature of the period as a whole but looking at one trajectory within it."


(Andrzej Gasiorek,A history of modernist literature.p34)


ګوندې زمونږ کار محض د یوې تاریخي دورې لوسته نۀ ده ـ او نۀ دغه ټولې دوره کښې مخې ته راغلي ادبیات ماډرنسټي بللے شو ـ د سائنس،ټیکنالوجۍ،جنګونو،لویو ښارونو ته نقل مکاني،نو ابادیت او معاشیت وغېره څخه رغ د نوي ژوند نوي تصویر ته د یو فنکارانه غبرګون نوم ماډرن ازم دے ـ دا غبرګون ارټ او ادب کښې چې زیات نمایا دے ځکه د ماډرن ازم بحث هم چې کېږي نو د دې نه مطلب د مخصوصې دورې سره تړلي فنکارانه او فني رجحان څیړل یا چېړل وي ـ دغه رجحان فکشن او شاعرۍ کښې عن تهېټر، موسیقۍ او مصورۍ کښې یوه تنوع مخې ته راوړي ـ او د دغې تنوع څخه مونږ پوهېږو چې ماډرن ازم د شلمې پېړۍ د پېل لسیزو کښې د یو شمېر هنري ازمونو د اختلاط پۀ نتیجه کښې مخ ته راغلے پېژندل شوے ازم دے ـ نو دلته چې خالص د ادبیاتو خبره کوو او ادبیاتو کښې هم پر شاعرۍ نو بیا دا دې یاده وي چې پۀ انګلسي نړۍ کښې د ماډرنسټي شاعرۍ پۀ دوو بنیادي لارو خاکه بشپړېږي ـ یعني سمبول ازم او دوېم امېجزم ـ دغه دواړه ازمونه د شاعرۍ کوم صورت مخې ته ږدي هغه د ماډرن ازم پۀ کړۀ وړۀ څرګندولو کښې معاون ثابتېږي؛


"The two most powerful foreign forces on Modernist poetry in Britain came from France and the United States. The first brought symbolism and vers libre, the second a hybrid Anglo-American Imagism and the dry, contemplative, intellectual and allusive poetry of Ezra Pound (1885–1972) and T.S.Eliot (1888–1965). At the time of this steady increase in outside influence on literature up to the Great War, English poetry was at one of its lowest points, according to many critics. Prior to the changes in diction and subject matter achieved by the well-known war poets, such as Isaac Rosenberg, Wilfred Owen and Edward Thomas, many of whom were not highly regarded until the 1930s, poetry was deeply conservative and insular."


(Peter Childs,Modernism.p94)


د ماډرنسټي شاعرۍ پېژندګلو هم هله ممکن ده چې مونږ د دې د اساسي شاعرانو د شاعرۍ سره بلد شو ـ بنیادي میلان وپېژنو ـ او زاړۀ او نوي ټول فني او فکري خوځښتونه پام کښې ونیوو ـ دا هېڅ کله نۀ ده جوته چې زمونږ سرونه پۀ نورو میلاناتو/رجحاناتو او د هغې اړوند حالاتو باندې نۀ وي خلاص او مونږ خبره پۀ ماډرن ازم وکړو ـ مونږ باید وروستو ستون شو او د رومانویت د ظهور لوسته وکړو ـ بیا یو ګام د ریالیزم پۀ لوري راواخلو ـ رومانوي شاعري رومانوي ولې ده!؟ او د ریالیزم تقاضې څۀ دي؟ ممکن ده کۀ مونږ د دې ځواب لرو نو بیا دې کښې به هېڅ ستونزمن نۀ شو پاتې چې یوه ماډرنسټي فن پاره پۀ ښۀ توګه وپېژنو ـ نو دغه ټول بحث چې مونږ ته ښايي د ماډرن ازم پېژندګلوي کښې اروپايي مطالعات زمونږ مرسته کوي ـ ځکه دا یو سوال هم مخې ته ودرېږي چې د زمان او مکان د یادښت باوجود د ماډرن ازم پۀ اړوند د پښتو د ادبیات څیړنه بیا څۀ معنی لري؟ پښتو کښې رومانوي رجحانات د غربي شاعرۍ د لوستې پۀ اغیز مخې ته راغلي دي ـ نو ایا ماډرنسټي شاعري هم د دا رنګ اثراتو د قبولیت وجه ده؟ بعضې وګړي چې هم څۀ داسې فکر به کوي نو پۀ جزوي توګه ورسره اتفاق کېدے شي خو بیا د دې نه مفر هم نامکمن دے چې مغرب د کومو حالاتو نه یوه پېړۍ مخکښې تېر شوے ښکاري هغه حالاتو نه مونږ اوس تېرېږو ـ ماډرن ازم د نوي ژوند نوي دور د حالاتو پېداوار دے خو دا د ماډرن/جدید پۀ معنی نۀ بدلېږي چې ورسره خامخا پۀ دې مغالطه کښې پرېوځو چې ګوندې د هر دور خپل ماډرن ازم وي ـ لکه څنګه چې مخکښې د ډېرو خیال پاتې دے او د نن ماډرن ازم ته ئې د سبا کلاسک یا قدیم وئیلي دي ـ د نن ماډرن ازم به سبا هم پۀ ماډرن ازم یادېږي ـ څنګه چې سل کاله پس د مغرب ماډرن ازم نن هم ماډرن ازم دے. 


 ــــــــ د ډاکټر همدرد یوسفزي نظم ــــــــــ


IDPs vs IDBs


————————————————————

د سلیمان پۀ غرونو د تېرو دوه اونو نه 

د اور لمبې بلېږي 

د ایټمي اسلحې لرونکي ملک سره یې 

د مړ کولو څۀ هنر نشته 

او یا داسې هم کېدې شي 

چې اور مړ کولو 

نه زیات د اور پۀ لګولو کښې ئې مهارت وي 

د سلیمان پۀ غرونو کښې 

دوه چنچڼې

درې زرکې 

اتلس توتکي 

او دوه سوه کارغان 

لا ژوندي دي 

پرون سهار ئې 

د اور نه لږ لرې میټنګ رابللې ؤ 

چې مونږ څنګه کولے شو 

چې اور مړ کړو 


د زرکې دوه واړه اومه خولۀ بچي پۀ جاله کښې پاتې دي 

زرکه د ځنګل پۀ هغه لور وګوري 

او د بې وسۍ څو اوښکې ئې 

د مکوخې پۀ سر تېرې شي 

چنچڼې چنچڼ نه کلکه غاړه ورکړه 

او ښۀ پۀ هټکو هټکو ئې وژړل 

کارغۀ د ژړا د دغه لوبې نه بې نیازه دے

خو دا ګوري چې زمونږ  پۀ رنګ د مخلوقاتو دا ژوند 

دومره تریخ ولې دے

کارغۀ دغه چرت کښې تر هغې لاړو 

چې د خودکش حملو پۀ وخت کښې به 

ورته پوټي پوټي خوښه ترلاسه شوه 

خو کارغۀ به نۀ خوړله 

خداے خبر ولې هغه د انساني غوښې سره 

څۀ حساسیت لرلو ـ ـ ـ 

میټنګ شروع شو 

ټولو پۀ یو غږ وې 

دا خو زمونږ غرونه دي 

دعوی لرونکي انسانان خو بیخي پۀ نظر نۀ راځي 

چنچڼې خپل څانګ پورته کړو 

وې تجویز دا دے

چې احتجاج وکړو 

کۀ دغه انسانان چرته راشي 

او زمونږ کورونه او جالۍ بچ کړي 

زرکې د خپلو نازکو پښو پۀ نازکو ګوتو 

مکوخه راکاږله 

وې 

احتجاج به څۀ ګټه وکړي 

زما خیال دے چې 

مونږ کډه وکړو 

بل چرته والوځو 

کارغۀ وې 

زرکې جاني 

لکه مونږ به هم د پښتنو غوندې 'IDB' شو!؟

وې دا لا څۀ شے شو؟؟؟ 

کارغۀ وې:

Internally displaced birds 

وې، چرته به ځو؟ 

جاني خیلو کښې خو شته IDP 

هلته به لاړ شو 

او د IDP او IBP یو مضبوط اتحاد به وکړو 

خو سهاره پورې بیا د دغه مارغانو خبر رانغې 

شاید چې د IDP د اپشن پۀ ځاے ئې شهادت خوښ کړے وي.

ــــ


د ډاکټر همدرد یوسفزي دې نظم باندې چې پۀ کومو بنیادونو زۀ د ماډرنسټ فن پارې مهر ثبت کوم نو د هغې ځانګړنو لپاره پورته بس هم څرګند اشارات راوړل شوي دي ـ چې دلته پرې خبره کول به څۀ ډېره نوي نۀ وي بلکې د هم هغو اطلاقي صورت به وي.


 تر ټولو وړومبے غوره ده چې د دې نظم پۀ تړاؤ مونږ هغه موضوع پۀ ځانګړي ډول فرض کړو کومه باندې چې شاعر د تحرک ښکار لیدے شي ـ  یعني فرض به کړو چې د پښتونخوا پۀ غرونو لمبې بلې دي ـ او یو روایتي شاعر پۀ دې نظم لیکي نو څنګه به لیکي!؟ دا مونږ بې د څۀ شک نه وئیلے شو چې داسې موضوع به پۀ یوه سانده/ښېره اوړي ـ د نظم لپاره د موضوع د اختصاص روایتي طریقه 'یو نظم یوه موضوع' ده خو چرې کۀ بیا هم یو روایتي شاعر پۀ یو وخت دوه موضوعات یو نظم کښې پېش کوي نو څنګه به ئې کوي!؟ فکر کوم زما دغه نظر به څۀ ډېره پېچلتیا نۀ لري ـ هډو لږ وروستو به د معاصر نظم پۀ مختلف پړاؤنو یو ځغلنده نظر تېر کړو ـ خاص د نائن الېون نه پس ته نظم د یو زوردار مېډیم پۀ توګه مخې ته راځي ـ دې دوره کښې ازاد پابند او معرا نظمونه پۀ کثرت سره لیکلے شوي دي بیا دې سره سره د کډوالۍ ادبیات هم مخې ته راغلي دي ـ نو دا ټول ادبیات چې د یو لوے بدلون پۀ توګه ئې نشاندهۍ شوي دي خو پۀ عملي کتنه کښې ئې هېڅ کوم هغه څرکونه نۀ دي پۀ ګوته شوي چې پۀ اساس ورته د نظم پۀ نړۍ کښې د انقلابي بدلون نامه کېږدو ـ د نائن الېون اغیزې پښتون شاعر بس دغه اومره نتیجې ته رسولے دے چې جنګ خو ډېر بد څیز دے او امن خو انساني ژوند له لوے ضرورت دے ـ ځکه د سوویت پالیسۍ لۀ کبله ماضي کښې د ویټ کانګیانو سره د همدردۍ پۀ نتیجه چې د جنګ او امن موضوع د نظم لویه برخه ګرځېدلې وه د هغې دوېم ظهور د نائن الېون پېښه وه چې پۀ کښې د بېن الافغان ناورین پۀ بېن الافغان کښې وژړل شو  ـ او ورسره هم د دوي ادب کښې وځړول شو ـ دغه نظمونو ته چې ځیر شو نو مونږ وئیلے شو چې د پښتون وطن  یو منظوم تاریخ دے چې د دغې وخت حالات پۀ کښې رپورټ شوي ښکاري ـ ولې لۀ دې سربېره پۀ تخلیقي رویه کښې ورسره هېڅ بدلون پۀ نظر نۀ راځي ـ زما د دې خبرې ډېر ساده شان مطلب دے ـ او هغه دا چې د نائن الېون پۀ دورانیه کښې او  پس لۀ دې نه فوري طور چې کوم نظمونه مخې ته راغلي دي هغې کښې یوه داسې تخلیقي او فني رویه نۀ شي لیدے چې مونږ ئې د معاصر نظم د یو کوم نوي پړاؤ د پېل پۀ نوم یاد کړو ـ دا به ځان له څېړنه غواړي چې پۀ اساس ئې داسې فن پارې رابرڅیره شي چې کوټلي ماډرنسټي توکي لري او د ماډرنسټ ادب نکته اغاز کښې زمونږ مرستیالي وکړي ـ ولې دا هم د پام وړ ده چې بعضې فکري نوښتونو رویو او رجحاناتو پښتو موجوده نظم د پوسټ ماډرن ازم پۀ درشل ارومرو ودرولے دے.

 د تېرو پینځو کالو راهسې پښتو نظم د یوې ښکاره تېزۍ سره د بدلون پۀ لار لیدل کېږي او بیا 'د نظم خوځښت نوښتګر' چې د تخلیقي اظهار د ازادۍ نعره ورسره پورته کړه او د اظهار وسیلې ئې بدلې کړې نو دا یو ډول ته کۀ یو خوا د سمبالسټانو د هغې رویې بازیافت وشو چې د 'vers libre' شان ژانر ئې مخ پر وړاندې بوتلے ؤ نو بل اړخ ته د روزن برګ د'The tradition of the new' او د لوے امېجسټ او ماډرنسټ ایزرا لومس پاؤنډ د 'Make it new' بازګشت پۀ کښې هم څرک وهۀ ـ د ډاکټر همدرد یوسفزي نظم چې د دغې تسلسل دے؛


1) د نثرم پۀ دې فورم ئې روایتي چوکاټونه ریز مریز کړي دي.


2)  پۀ ژبنیزه سطح د نورو ژبو پۀ لوري رجوع او ازادانه اختلاط د روایتي تخلیق کارانه ژبې پۀ ځاے پۀ امروزه حسیت د خبردارۍ سره د رسا تورو پۀ رسا انتخاب نوے سلیقه بیان پۀ کښې خپل کړے شوے لیدل شي .


3) د معني خېزۍ پۀ لړ کښې د ماډرنسټي ادب تر ټولو ځانګړې پېروي پۀ کښې شوې ده ـ او د تصریح پۀ ځاے د 'Juxtaposition' نه کار اخستل شوے دے. 


4) دې نظم دوه مخیزه آئرني زیږولې ده .


5) د نوابادیت د حربو پۀ ادراک پۀ باقیاتو جارحانه د تشکیک اظهار پۀ کښې شوے دے .


6) او د مردم بېزاره مایوسۍ (Misanthropic despair) توکے چې پۀ ماډرنسټ شاعرۍ کښې د یاد وړ دے، دلته جوت دے. 


نو دا ټولې هغه خوبۍ دي چې د نړیوالو ماډرنسټ فن پارو پۀ نشاندهۍ کښې لۀ نظره نۀ دي غورځول شوي او هم پۀ دغه اساس د ډاکټر همدرد یاد نظم ته د ماډرنسټ شاعرۍ پۀ یوه غوره نمونه وئیلو کښې زۀ هېڅ باک نۀ محسوسوم. 


درنښت

افتاب ګلبڼ(مردان،پښتونخوا)

29 جون،کال2022ز


Modernism, Post Modernism Explained In Pashto. Pashto Info Blog. What Is Modernism In Pashto? What Is Modernism?  Modernism Explained In Pashto. Post Modernism Explained In Pashto. Pashto Philosophy Blogs, Pashto Pedia, Pashto Times, Pashto History, Pashto Info, Pashto Vines, Pukhto

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso