Skip to main content

Religion and Philosophy By Hanif Khalil. Mazhab Aw Falsafa. Pukhto blog

Religion and Philosophy By Hanif Khalil. Mazhab Aw Falsafa. Pukhto blog


مذهب او فلسفه۔۔۔

مذهب د وحي په ذریعه ځنو کایناتي حقیقتونو ته اشاره کوي او فلسفه د عقلي استدلال جستجو او لټون په لاره کایناتي حقیقتونو ته د رسیدلو هڅه کوي۔۔۔ډیر خلق یا د فلسفې لوستونکي فلسفه د مذهب متضاد ګڼي خو زه یی نه ګڼم۔۔د کایناتي حقیقتونو لټون ساینس هم کوي ځکه زه ساینس هم د مذهب مخالف نه ګڼم۔۔۔ساینسي علوم پخپله د فلسفې نه زیږیدلي دي۔۔ځکه فلسفه د ساینسي علومو مور ګڼلی شي۔۔۔بلکې زه خو د کایناتي رازونو د لټون په وجه فلسفه یو مقدس او سپیځلی مضمون ګڼم۔۔۔خو مسله هلته پیدا کیږي چې د فلسفې مبتدي چڼي چې دوه څلور کتابونه ولولي یا یی نومونه زده کړي نو د مذهب بیزارۍ په لور مایل شي۔۔۔دا عمل د ناپوهۍ او جهالت په وجه هم کیږي او د فیشن په توګه هم۔۔وجه یی دا وي چې د فلسفې د څو ابتدایی کتابونو یی تش تلاوت کړی وي په مفهوم او مقصد یی سر نه وي خلاص او بس غټ غټ بیانات جاري کړي۔۔۔دې شوق کښې هر بې معنا او مبهم لیک یا تصور ته هم د فلسفې نوم ورکوي۔۔ 



دا هر څه که زه په خپله حواله ووایم نو شاید چې ډیر راته غوږ ونه نیسي بلکې بد رد هم راپسې ووایی چې ته کوم د فلسفې ماهر یی۔۔ځکه زه د دغه خبرو په تایید کښې د داسې فلسفي رایی وړاندې کول غواړم چې د هغه افکارو نیمه نړۍ د خپل اثر لاندې راوستې ده او د فلسفې سره سره د ادب مذهب قانون او ساینس په میدان کښې هم لوې نوم وو۔۔۔ نن نه تقریباً څلورنیم سوه کاله مخکښې د انګلینډ معروف فلسفي او ساینسدان فرانسس بیکن 1561-1626 یو داسې مفکر وو چې د حقایقو په لټون کښې د ساینسي طرزفکر د نماینده په حیث یی شهرت ګټلی وو۔۔هغه ګڼ شمیر کتابونه لیکلي دي چې یو پکښې۔۔

The essays or counsels civil and moral

..دی۔دغه کتاب کښې بیکن د خپل ژوند د یو اوږد تحقیقاتي ریاضت نه پس دې نتیجې ته رسیدلی دی چې۔۔۔

د فلسفې سرسري یا سطحي مطالعه د سړي ذهن الحاد ته مایل کوي خو ژوره مطالعه او پوهه یی انساني ذهن مذهب ته راولي۔۔د هغه څلورنیم سوه کاله زړه انګریزۍ کښې الفاظ دا دي۔۔

A little philosophy inclineth mans mind to Atheism;but depth in philosophy ,bringeth mans mind to religion.

داسې مذهب او فلسفه یو بل ته څومره نزدې کیږي۔۔۔او د فلسفې ناپوهي سړی د مذهب نه څومره لرې کوي۔۔۔د بیکن دغه قول سره به ډیر خلق د اختلاف په موډ کښې هم وي خو داسې حال کښې اختلاف لرونکي ته د خپل ځان او د بیکن د معیار او اوقاتو فرق هم نظر کښې ساتل ضروري دي۔۔البته د روغ نیت سره د فلسفې زده کوونکیو او پرې پوهیدونکیو ته د مخکښې نه خراج تحسین وړاندې کوم۔۔۔



Religion and Philosophy By Hanif Khalil. Mazhab Aw Falsafa. Pukhto blog. Pashto Blogs, Pashto Pedia, Pashto Times, Mazmoon, Pashto Articles, Pashto Learning, Pashto Language.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso