Skip to main content

Adab Da Jwand Tasweer Aw Tafseer. By Abdur Rahim Mandokhel. Pashto Blog

Adab Da Jwand Tasweer Aw Tafseer. By Abdur Rahim Mandokhel. Pashto Blog


«ادب د ژوند تصوير او تفسير دى او سياست د ژوند رهنما دى»

لیکوال: عبدالرحیم مندوخېل

***                       

۱- افغان ملت چې بل نوم يا په بله ژبه مشهور په پښتون (پټهان) دى، د تاريخ په بېل بېل دورو کې د خپل ملي وجود نشوونما او تکامل کړى دى، خپله ژبه پښتو يې له قديم باختري اويستايي ژبې څخه اوسني پړاو ته رارسېدلې ده، خپله خاوره آريانا يې د آمو د غاړو ښاېسته بخديا (بلخ) څخه تر اباسين پکتيا (پښتيا) او د کيسپين تر غاړو (پارتهيا) داسې واحده خاوره ده' چې پارس او پارسي په واضحه توګه ځنې د باندې وه او دې آريانا خاورې داسې ژبۀ لرله' چې له آمو تر اباسين او بيا تر کسپين ټول خلک پرې پوهېدل او ږغېدل او نن د ټول لر و بر افغان ژبه «پښتو» د هم هغې ژبې تسلسل دى او هم پر هغۀ مینه يې د هغۀ خلکو اولاد وايي. د هيروډوټس او نور يوناني مؤرخينو او ليکوالانو له پکتيکا او پکتي څخه (486 ق.م) د چېن د هيون سانګ تر اپوکين (630ع شاوخوا) دې خلکو له ټول غورزو پرزو سره د خپل باختري، ساکا، پارتهي، کوشان او هفتالي سلطنتونو کې خپله خاوره هغه ډول له آمو، تر اباسين او بيا کيسپين متحد وساتله او له پارس سره خو خوشنواز هفتالي د آريانا (باختر) پوله په څلو ښکاره کړه او د پرمختللي تهذيب و تمدن تاداؤ يې کېښود؛ چې شاوخوا سيمې ته يې مرکزي حيثيت ولاره. که څه هم له (250ع) څخه تر (630ع) د پارس ساساني پاچاهانو پر دې افغان خاوره کله کم او کله زياته بالادستي وساتله.


۲- کله چې د غرب له خوا د تازي (عرب) خلکو يرغل پيل شو، نو د اوومې پېړۍ ميلادي په لومړۍ نيمايي کې افغان خلکو د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره پرله پسې مبارزه کوله، په (530/651 شاوخوا) کې ددې سیمې خلکو د باختر، مرغاب، بادغيس، هرات او کوهستان د نامتو او پياوړي سوري، هفتالي او نور قبيلو د ماهويه سوري او نيزک تارخان هفتالي (ابدالي) په اتحاد او مشرۍ د تازي (عرب) او پارس له تضاد څخه ګټه واخيستله او خپله خاوره يې وختي توګه ازاده کړه او ماهويه سوري يو خپلواک باچا شو



د عربو په مقابل کې د نيزک تار خان هفتالي (ابدالي) او د کابل شاه اتحاد ددې خلکو د مبارزو يو بل مثال دى. که څه هم عرب اميه سلطنت په اوومه او اتمه ميلادي پېړۍ کې په دې کې بريالى شو' چې د افغان خاورې اهم غربي برخې لکه بلخ، مرو، هرات او مشهد ونيسي؛ خو په اتمه پېړۍ کې د غور د امير پولاد سوري او د مرغاب د ابومسلم خراساني (پهارتهي) د (ګودرز کهول) په مشرۍ کې د اميه سلطنت ختمول او عباسي سلطنت جوړول د خپلواکۍ په لار کې ددې خلکو د اوږدې مبارزې لومړى ځلاند بريالى قدم دى او بيا د نهمې ميلادي پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د هرات د پوشنګ د طاهر ذواليمنين او بيا په دويمې نيمايي کې د ساګستان د يعقوب ليث په سياسي نظامي مشرۍ کې زموږ د خلکو له خپلې خاورې د تازي اقتدار لاسونه لنډول زموږ د ملي جوړښت يو اهم پړاو دى


بلخوا ددې خلکو د خپل خاورې زړه کابل کې د کابلشاهانو د بېلا بېلو کورنيو په مشرۍ کې د ساګستان له لوري د تازي يرغل مخه له اوومې پېړۍ څخه په ډېره مېړانه ونيوه، خو بيا چې په نهمه پېړۍ د خپل وطن د زابل له واکدارانو يعقوب ليث زابلي او بيا په تیره په لسمه او يوولسمه پېړۍ کې له غزنوي محمود زابلي څخه کابل شاهانو ماتې وخوړه، نو آخرکار له تازي سياسي، نظامي او تهذيبي يرغل سره مبارزه کې او په دې عمل باهم کې د اباسين ترغاړو د ښارونو (ديهه) خلکو خپله د افغان قبيلو، د حکمران قشرونو، له دولتي دفتر او ادارو سره اړيکې لرونکو، بالخصوص د ښارونو وطني مذهبونه بالخصوص وطني ژبې او د هغې رسم الخط ماتې وخوړه او د نوي تازي مذهب په جامو کې تازي تهذيب او تازي ژبه بريالۍ او حکمرانه شوه او پخپله چې د افغان دا برخه معرب شوه' نو تازيک ورته وويل شول؛ چې يو بل نوم يې "ديګان" او "ديهوار" شو. د مغول چنګېز د زوى اوکتايي باچا او د هغه د ورور چغتايي ترمېنح بحث او نورو مثالونو څخه ثابتېږي، چې تر ډېر وخته تازک او مسلمان مترادف اصطلاحات ول، تردې چې د تازي ژبې تر اثر لاندې ددې خاورې يعنې افغاني ژبې پښتو د پ. ټ، څ او نور دا ډوله حرفونو له مېنځ څخه غورځولو سره دري د دربار او بازار او ښار او ديهه ژبه وګرځول شوه، که څه هم د خاورې او ملت د ټول اولس ژبه هغه پښتو وه او ده.


۳- د څلور پېړيو په کورني او باندني ټول کشمکش کې او بيا د لسمې او يوولسمې پېړۍ د کابل شاهي کورنۍ او د محمود زابلي غزنوي کورنۍ، په يوولسمه او دولسمه پېړۍ کې د محمود زابلي د کورنۍ او د غور د سوري کورنۍ خپل منځ کې سياسي او نظامي کشمکش او بيا د لسمې، يوولسمې او دولسمې پېړيو د غزنوي او سوري کورنيو له هند سره سياسي، نظامي کشمکش کې د افغان او د هغه د سوري، هفتالي، لودهي، خلجي، ساکزي، داني، تېمني، کاکړ، غوري، يوسفزي او نور افغان سياسي او نظامي رول څرګند دى او همدغه سياسي او نظامي عامل د افغان ټولنې د ژوند د نورو ټولو اړخونو يعنې اقتصادي، علم و ادب، ژبې او ژوند ژواک او ثقافت په وده کې رهنما رول ولوباوه.


ددې ټول کشمکش په نتيجه کې د غور (غرونو، الجبال) له مرکز څخه ټول افغان اولس د سوري افغان په مشرۍ کې له آمو تر اباسين خاوره له (1149 تر 1206ع) خپلواکه او متحده کړه او د هند تر ډيلي او بنګال يې واک جوړ کړ. که چېرې پيدا شي؟ نو د غور د لومړي شهنشاه غياث الدين سوري (غياث الدين محمد سام سوري) د دربار غړي او دوست او ملګري ملک الکلام فخرالدين مبارک شاه مروزي لودهي نسب نامه غوري د افغان د ملت د جوړښټ پر دې مرحله ښه رڼا اچولى شي؛


۴- که څه هم په ديارلسمه او بيا څوارلسمه پېړۍ کې د چنګېز خان او د هغه د مغولي کورنۍ بالادستي پر افغانستان راغله؛ خو ددې خاورې د سياسي، اقتصادي، ثقافتي محرکه قواوو په نتيجه کې د غور له مرکز څخه د ساګزي، سوري او نور غوري افغان خلکو په فعاله او مرکزي برخه د ساکزي کرت کورنۍ د شمس الدين، فخرالدين، غياث الدين کرت په مشرۍ له آمو تر اباسين خاوره د خپل تاريخي ملي تشخص افغانستان و خراسان په نوم تر يو واحد سياسي نظام او انتظام لاندې متحد وساتله' چې يو خوا د افغانستان سرحد له هند سره اباسين ښکاره وو او بل خوا د اوسنۍ جنوبي پښتونخوا مستونګ او شال د جنوبي افغانستان دارالحکومت او مرکز وو او نور ښارونه او قلاوې لکه تېرۍ، دکۍ، سنجاوۍ او نورې د افغانستان اهم سياسي، نظامي، اقتصادي او ثقافتي مرکزونه ول او د ترۍ (ترين) ناهړ، کاکړ، جاول (زابل)، توري، کرد، سيد او نور افغان خلکو د ژوند له اوچتې سويې څخه د هغه وخت د افغان د اوچت سياسي، نظامي، اقتصادي او ثقافتي ژوند درک لګېږي او دا ډول د څوارلسمې پېړۍ تر آخره د تازي او مغولي واکدارۍ لاندې ليکلي تاريخونو د ټول ګرځ او خوپ باوجود دا څرګنده ده، چې د څوارلسمې پېړۍ تر آخره، دا بالا ذکر شوي او نور افغان اولسونو د هر څه تازي او مغولي يرغل باوجود له آمو تر اباسين خاوره متحده، ددې تشخص په خپل نوم افغان او افغانستان او ددې د اصل او فيصله کن او رهنما سياسي نظامي محرکه قوت حيثيت برقرار وساته.


۵- پر خپله خاوره د افغان اولسونو د خپل وجود د بشپړتيا لپاره مبارزې سره څنګ پر څنګ افغان له خپلې خاورې څخه د باندې بالخصوص په هند کې فعاله او فيصله کن برخه اخيستې ده. د 683 ع له يرغلونو څخه راوروسته د هند له راجاګانو سره د غزنوي او بيا د شهاب الدين محمد سام سوري غوري د جګړو، بالخصوص د تراين په جګړو کې د افغان اولسونو مرکزي او فيصله کن سياسي، نظامي رول څرګند دى، چې دا په هغه وخت کې په اقتصادي، ثقافتي او نور ژوند کې ددې خلکو د رهنمايۍ علامت دى او د يوولسمې پېړۍ له سر څخه د څوارلسمې پېړۍ تر آخره پورې خو له اباسين څخه تر خليج بنګال او بيا تر دکن د اسلامي هند د تاريخ يو اهم اړخ، خو يو خوا د افغان او بل خوا د ترک ترمینځ سياسي او نظامي کشمکش تاريخ دى. تر 1400/1399ع چې مغول تيمور، له ساکزي کرت او بيا له غورغښت، پڼي او نور افغان اولسونو آمو تر اباسين سياسي واک ونيو او په دغه کلونو کې امير تيمور او د هغه لمسي مرزا پير محمد له افغانستان تر اباسين پورې وت او پر هند يې يرغل کاوه، نو د يو بل مرکزي افغان سلطنت په ډلې کې جوړولو کوششونه د ملو اقبال خان افغان او دده د ورور سارنګ خان، چې د ملتان حاکم و، په مشرۍ کې لګيا وو او چې امير تيمور له اباسين څخه تر ډيلي هند تر چاړه وېويست او بيا ثمرقند ته ستون شو، نو په ډلي کې د يو بل افغان سلطنت د جوړولو لومړى قدم ملو اقبال خان د واکدارۍ او بيا دوم قدم په 816هـ/1415 ع کې د دولت خان لودهي د بادشاهۍ په شکل واخيستل شو او بيا چې پر ډلي د سيد خضر خان غوري سلطنت جوړ شو او د هغه د کهول حکومت شو' نو په 1449 ع کې د هند پر مرکز ډلي يو ټينګ افغان شهنشاهيت د لودهي افغان په مخکې جوړ شو او داسې افغان ملت و هند ته د بهلول لودهي، بئا سکندر لودهي او وروسته د شير شاه سوري ډول مدبر شاهنشاهان ورکړل، چې په ټول هند کې هغه وخت او بيا وروسته د لسګونو باچاهانو، اميرانو او نورو حاکمانو لپاره رهنما جوړ شو او په شپاړسمه، اوولسمه او اتلسمه پېړۍ کې د هند د سياسي او نظامي تاريخ اهم اړخ د افغان او مغول د سياسي او نظامي کشمکش تاريخ دى.

په 1526 ع کې، چې د پاني پټ په لومړۍ جګړه کې چې ابراهيم لودهي د خپل سياسي نااهلۍ په سبب له بابر مغول ماتې وخوړه او په هند کې يې افغان سلطنت پاى ته رسولو سره ټول افغان ژوند پر شا وواهه، نو بيا له مغول بابر او همايون سره د بايزيد فرملي، بابڼ لودهي او بيا د شېر شاه سوري په مشرۍ کې د افغان کشمکش آخر کار په 40/1539 ع کې د شېر شاه سوري په سياسي او نظامي حکمت عملۍ مغول همايون ماتې وخوړه او په هند کې افغان بېرته واکدار شو او د ژوند په هر اړخ کې پرمخ ولاړ. او چې په 1556 ع کې د پاني پت په دوومه جګړه کې که څه هم د عادل شاه سوري سپه سالار هيمون بې شانه ميړانه وکړه؛ خو د سليم شاه سوري، عادل شاه سوري او نورو د سياسي غلطيو په سبب افغان ماتې وخوړه او د هند له مرکز ډلي څخه د افغان د لاس تقريباً دوې پېړۍ وخوت.

په هند کې په شپاړسمه پېړۍ کې د افغان مغول کشمکش يو خوا د اکبر مغول او بل خوا د بنګال; سليمان کرلاڼي، ګوجرخان منګل کرلاڼي، لودهي خان کرلاڼي، په اوولسمه پېړۍ کې يو خوا د خان جهان لودهي افغان او بل خوا د شاهجهان مغول او په اتلسمه پېړۍ کې د مغول او روهيله افغان په کشمکش کې ښه څرګندېږي.


۶- که څه هم پر 1400 ع د تيمور مغول په لاس د ساګزي کرت افغان له واک څخه ايستلو سره د وطن څښتن بالخصوص مخکښ افغان له سياسي او نظامي مشرتابه وېستل شو او له آمو تر آباسين خاوره تر اور او چاړه واېستل شوه؛ خو د افغان خاورې د تاريخ د قواوو طبعي تقاضو سره سم په پېنځلسمه پېړۍ کې او بيا د حسين بيقره په سياسي واکدارۍ کې له آمو تر آباسين خاورې سياسي يووالى او وحدت قايم و، خو بيا د پارس صفوي اسماعيل په 1510ع کې د افغانستان خراسان د پايتخت نيولو سره د افغان خاورې خپلواکي ختم کولو او د آمو اباسين خاورې نيولو باندې پيل وکړ او بل خوا چې په 1526 ع کې مغول بابر هند له لودي افغان څخه ونيوو، نو د هند د مغول او د پارس د صفوي د افغان خاورې په خلاف د محاذ جوړېدلو امکانات پيدا شو او چې همايون مغول له افغان شیر شاه و صفوي دربار ته پناه وروړه او بيا د افغان خاورې تر خپلمنځ وېشلو پر بنياد، په صفوي کومک، مغول همايون هم افغان خاوره قندهار، کابل او پېښور ونيول او بيا يې په 1556 ع هند دوه وارې له افغان ونيوو او بيا پارس له غرب او مغول له شرق د افغانستان د نيولو لپاره يرغلونه پيل کړه.


۷- په داسې کورني او باندني صورت حال کې د افغان ملي نشوونما او بشپړتيا بهير يو لوړ او اعلى پړاو ته داخل شو. په شپاړسمه ميلادي پېړۍ کې د اولسونو د نمايندګي پر بنياد د جرګې سياسي او د وېش اقتصادي نظام د شېخ ملي په دفتر کې بشپړ شو. هلته د افغانستان د روه په غرونو او سمو کې له حسن ابدال تر کابل او له سوات، باجوړ څخه تر قندهار، سیوۍ د افغان ټول اولسونو بالخصوص خښې، غورياخېل، کرلاڼي او ژمند اولس، د بايزيد روښان، جلال الدين جلاله، مېرمن الايي، احداد او نورو په مشرۍ کې په روښاني سياسي، نظامي او ادبي تحريک کې پر خپله افغان خاوره د يو خپلواک افغان سلطنت جوړولو لپاره مبارزه وکړه او ددې تحريک سياسي مفکوره او سياست د جلال الدين جلاله په دې نعره کې ښه منعکس کېږي (راځئ باچا د پښتونخوا يم) چې اخوند دروېزه يې په خپله تذکره کې بيانوي. په دې لړ کې يې له اکبر مغول او جهانګير مغول سره د کړاکړ، خيبر او دا ډول نورې لوی او وړې تاريخي او بريالۍ جګړې وشوې' چې د خپلواک افغان دولت په جوړولو کې اهم ګامونه ثابت شو.

په دې پسې په اوولسمه پېړۍ کې افغان اولسونو د خوشال خان خټک، ايمل خان مومند او دريا خان آپريدي ډول ملي سياسي مشرانو په مشرۍ کې د افغان د ملي وحدت او خپلواکۍ دا مبارزه اوچت سياسي نظامي مقام ته ورسوله او د تاترې، ګنداب او نوښار جګړې ددې ښه اظهار دى. دا وخت د افغان دا ملي مفکوره د خوشال خټک په دې شعر کې ښه انعکاس کوي:

د افغـان پــه ننګ مې وتړله توره

ننګيالى د زمانې خوشال خټک يم


ددې دورې دغه سياسي ملي تحريکونو په سلسله عمل (پروسه) کې پښتو ژبې د کميت او کيفيت له لحاظه ډېر پرمختګ وکړ او پښتو ژبې او ادب د بايزيد روښان، خوشال خان خټک، رحمان بابا، حميد بابا، اشرف خان هجري او دا ډول د نړۍ په سويه د لوړ مقام اديبان او شاعران پيدا کړل.

او اخر افغان اولس په (1709ع) کې د ميرويس نيکه او د ملګرو په مشرۍ کې په قندهار کې د يو خپلواک افغان دولت تاداو کېښود او د شاه محمود هوتک په مشرۍ کې افغان اولس د پارس صفوي سلطنت ونړاوه او په اصفهان کې يې افغان سلطنت جوړ کړ. او د اتلسمې پېړۍ په مېنځ (1747ع) کې افغان اولس د خپل ملي اقتصادي، ټولنيز قواوو له تقاضو سره سم بالاخره د احمد شاه بابا په مشرۍ کې افغان خاوره متحده کړه او يو خپلواک ملي دولت يې جوړ کړ، چې په 1761 ع کال يې د افغان مرهټه جګړه، يعنې د پاني پت درېيمه جګړه کې مرهټه طاقت ماتولو سره د ډلي د بابر او اکبر د زوال پذير خاندان مرګ وختي توګه وځنډاوه او نجيب الدوله يې افغان اميرالامرا ورته جوړ کړ او په دې ډول افغان ملت د خپل تقاضو سره سم د شرق او غرب لخوا يرغلګر مغول او صفوي سلطنتونه يا تر لاس لاندې کړه او يا يې ختم کړه. که څه هم په هند کې د افغان او افغانستان لخوا د زوال پذير مغول خاندان پر ځاى يو محکم افغان سياسي نظام نه جوړولو او سياسي خلا جوړېدلو په سبب د يورپ انګرېزي استعمارګرانو په ډېره تېزۍ پر هند غالب کېدل پيل کړل، پخپله افغان پر خپله خاوره د خپل ټولنيز اقتصادي بنياد سره سم د احمد شاه بابا په مشرۍ کې د اولسونو د نماينده جرګې سياسي نظام لرونکى، متحد افغانستان جوړ کړ.


۸- د آمو او اباسين د ټاټوبي تاريخي حقيقي څښتن، اصل او فيصله کن قوت افغان خپله خاوره په طبعي توګه متحد کړه او خپل ملي شناخت افغان او افغانستان يې رابرسېره او قایم کړ. تر دې چې له خپلې خاورې څخه يې د باندې د پنجاب، سند او کشمير پر خاوره تسلط راووست.

د اتلسمې پېړۍ په پاى کې خو د افغان او افغانستان د ودې ټول امکانات او شراېط آماده او تيار وو؛ خو هغه وخت د افغانستان سلطنت او د هند له لوري انګرېزي سلطنت د پنجاب د ستلج رود پر غاړو سره مخامخ شو. انګرېزانو چې هند له بنګال څخه تر ډلي تر خپل لاس لاندې کړ او بيا د افغان سلطنت مشرقي سرحد يعنې د پنجاب ستلج کيڼه غاړه ته راورسېده. دا وخت انګرېز د افغان سلطنت په وجود کې له داسې قوت سره مخامخ شو، چې هغه د سمې سياسي نظامي لارښوونې په شرط د انګرېز استعماري ټغر له ټول هند څخه ټولولو هر څه امکانات لرل، انګرېز ددې ژر او ښه ادراک وکړ، نو دا وو چې له 1801 ع لا فرنګي استعمارګرانو د افغانستان په خلاف د پنجاب د حکمرانانو، د پارس حکمرانان او په افغانستان کې د سازشونو او دسيسو کولو درې ستنو باندې خپله فاروډ پاليسي ودروله. که څه هم د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې په لومړي افغان انګرېز جنګ (42-1838ع)، دويم افغان انګريز جنګ (80 - 1878ع) د منځنۍ پښتونخوا د اولس پراخ ملي پاڅون (97-1893ع) او دغه ډول پر ټول لر و بر افغان خاوره د فرنګي په خلاف د لر و بر افغان د زرګونو لويو او وړو جګړو او نښتو کې بالخصوص د خورد کابل تر جلال آباد، د ميوند او امبېلې ډول جګړو کې فرنګي لښکرو ته تاريخي ماتې ورکړل شوې، خو بيا هم د افغان له خوا طويل الميعاد سياسي(ستراتيجي) د نشتوالي په سبب فرنګي په لومړي ګام کې له (1081ع) تر (1849ع) پورې د افغان او افغانستان د ژمي پايتخت د شمالي پښتونخوا مرکز پېښور، په دويم ګام کې له (1879ع) څخه تر (1880ع) د جنوبي افغانستان تاريخي مرکز د جنوبي پښتونخوا مرکز شال (کوېټه) او مستنګ مستعمره کړه او په درېيم ګام کې يې منځنۍ پښتونخوا نيم مستعمره کړه. که څه هم لر و بر په خپله سرښندنه، توره او مېړانه خپله نوره خاوره خپل ملي افغان دولت افغانستان وساتلې او فرنګي يې دې ته مجبور کړ' چې د افغانستان دولت ومني، خو بيا يې هم د سياسي دسيسو په واسطه نيم مستعمره کړ.


۹- له 1893 ع راپه دې خوا له فرنګي څخه د خپلې خاورې او ملت د خپلواکۍ او نجات لپاره لر و بر افغان پرله پسې سياسي، نظامي او ادبي تحريکونه چلولي دي او دا وو، چې په 1919 ع کې د شاه امان الله او ملګرو په مشرۍ کې لر و بر افغان افغانستان آزاد کړ. منځنى افغان تر ډېره ځايه آزاد ومنل شو او پېښور تر کوېټې محکومه پښتونخوا که څه هم لا مستعمره پاتې شوه، خو له امکاناتو ډک تحريک يې لاره. د افغانستان له استقلال سره د منځنۍ پښتونخوا او محکومې شمالي او جنوبي پښتونخوا د آزادۍ لپاره د ملي نظامي پاڅون که يو خوا په نظامي توګه له ژوب، پښين څخه تر وزيرستان و خيبر و فرنګي ته د افغان او فرنګي د تاريخ مشهورې ماتې ورکړې او بله خوا په شمالي پښتونخوا کې د حاجي ترنګزي، کاکا صنوبر حسين او مولانا عبدالرحيم پوپلزي او بيا د باچا خان په مشرۍ کې د خدايي خدمتګار سياسي او ادبي تحريک او په جنوبي پښتونخوا کې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د انجمن وطن سياسي او ادبي تحريک د نړېوال او د هند له صورت حال په ګټه اخيستلو سره په دې کې بريالى شو، چې د محکومې پښتونخوا او نيم محکومې پښتونخوا څخه په 1947 ع کې فرنګي وباسي، خو فرنګي يو ځل بيا د دسيسو په کومک لر و بر افغان تېر ايسته او د اقتدار د انتقال پر وخت يې د محکوم افغان خاورې واک پنجاب ته ورکړ، څوک چې له 1801 ع څخه بالخصوص د افغانستان په خلاف د فرنګي د فارورډ پالېسۍ يو اهم سياسي، نظامي او انتظامي ستن اوسېدلى و.


۱۰- له 1947ع څخه تر نن نومبر2000ع د پاکستان سياسي او آئين تاريخ دا دى، چې استعماري واکداران د بربنډ او لوڅ مارشل لا آمريتونو او پوښلي آمريتونو په وسيله دا ملک د پښتون، بلوڅ، سندهي، سرائيکي او پنجابي ملتونو د برابرۍ او د جمهور د اقتدار پر بنياد د يو آئين جوړولو څخه هر وخت ګرځول شوى دى او د باچا خان، خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي او کاکا صنوبر حسين مومند په مشرۍ کې د لکونو سپېڅلو پښتنو د هر ډول د ځان و مال د قربانيو باوجود محکوم افغان نن هم د تورې مارشل لا شومه دى او ملي او جمهوري واک، ملي وحدت، تشخص او پښتو ژبه خو لرې لا هم نه ښکاري، بلکې دغه پنجابي استعمار خو لا د افغانستان په خلاف د فرنګي د فارورډ پالېسۍ سياسي، نظامي، انتظامي او جغرافيايي وراثت دعوېدار دى.

لا دا چې که ممکن وي، د فرنګي پر قدم د ټول لر و بر افغان په وينه ساتلى متحد او مستقل دولت افغانستان تر آمو نيولو، يا د افغانستان د کابل قندهار خط (لاېن) پورې نيولو او وېشلو د فرنګي استعماري هدف لاس ته راوړلو او لږ تر لږه د افغانستان يو داسې نيم مستعمره ګرځول، چې هغه په خارجي تعلقاتو کې يو آزاد او خپلواک دولت نه وي او د پاکستان دوست دده دوست وي او د پاکستان دښمن دده دښمن وي او دا ډول نور شوم اهدافو لاس ته راوړلو ته لوڅ راوتلى دى او ددې لپاره د ټول افغان د غولولو لپاره د "کنفيډريشن", "د پښتون د سيمې وحدت", "اسلامي امارت" ډول دام همرنګ زمين غوړوي او لر و بر افغان غولوي.


۱۱- استعمارګران د افغانستان په خلاف د خپل بالا استعماري اهدافو لاس ته راوړلو کې لا ډېر چابک شو' چې په 1978ع کې د يو خپلواک افغانستان خلکو د خپل ملي ډيموکراټيک ثور بدلون راوست، نو دوى د افغانستان ملي ډيموکراټيک بدلون قوتونو او ددې د مخالف قوتونو تضاد او د نړېوال او سيمې د قوتونو له تضاد څخه د ځان په ګټه کار اخيستلو لاس پورې کړ او سر له 1978ع يې د ځان تر لاس لاندې محکوم افغان خاوره (شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا) او نيم محکوم افغان خاوره (منځنۍ پښتونخوا) د افغانستان په خلاف د ټوپ تخته جوړه کړه او د مذهب په نقاب او جامو کې يې مداخلت، بلکې جارحيت پيل کړ او بيا چې شوروي اتحاد د افغانستان جمهوري دولت په دفاع کې ودرېده، نو د انګرېز د وراثت دعوېدار دغه استعمار د افغانستان دولت، د هغه مسلح قواوې او دولتي ادارې له مېنځه ايستلو آخري هدف لاس ته راوړلو لپاره له نړېوال او د سيمې تضادونو څخه پوره پوره کار واخيست او په دې لار کې دومره په سپين سترګۍ ودرېده، چې د افغانستان او پاکستان ترمېنځ د جينوا د 1989ع د معاهدې باوجود يې د افغانستان خلاف پرله پسې جارحيت وکړ. د جينوا دغه معاهده ده، چې د افغانستان له خوا د فرنګي يا د هغه د وراثت دعوېدار سره د 1838ع، 1854ع، 1879ع، 1893ع، 1905ع، 1919ع، 1921ع، ډول ډول معاهدو کې هغه لومړۍ او واحده معاهده ده، چې د افغانستان د استقلال، ملي وحدت، خاورې تماميت او ملي حاکميت په باره کې او د محکوم افغان خاورې په باره کې يې فرنګي يا د هغه وراثت دعوېدار ته هېڅ ډول رعايت نه دى ورکړى او نه يې د محکوم افغان خاورې څخه دستبرداري کړې ده.

دا جارحيت او مداخلت تر دې ځايه ورسېده، چې باوجود ددې چې افغان دولت د ملي روغې جوړې او د اېتلافي حکومت جوړولو تجويزونه هم اپوزېشن ته وکړه، بلکې د اپوزېسشن له خوا د غېر ايتلافي موقت حکومت جوړولو تجويز هم افغان دولت ومانه، که څه هم دا د پنجابي استعمار په لمسونه اپوزېشن وړاندې کړى و، خو دا يو څه نه وومنل شو، تر څو چې د افغانستان جمهوري دولت، د هغه مسلح قواوې او ملي ادارې داسې دړې وړې او د هغو مسلکي (Personnel) داسې تيت پرک کړل شو، چې ددې استعمارګرانو دا دعوى ردول ګران کار دى، چې دوى افغان ملي دولت د هغه مسلح قواوې او ملي ادارې ځان ته تسليم (Surrender) کړې او دا شعار بې څه نه وو: "تم نے ڈھاکه ديا، هم نے کابل ليا".

له 1992 ع رااېسته په افغانستان کې واحد ملي دولت، ملي مسلح قواوې، ملي اردو او ملي ادارې د پنجابي استعمار د پلان لاندې له مېنځ څخه اېستل شوي دي. اوس د جهاد په نقاب کې پنجابي نظامي قواوې پرله پسې ځاى په ځاى کېږي، افغان عالمان، اديبان، شاعران، انجينيران، ډاکټران، نظامي او نور مسلکي لکونو خلک پر نړۍ تيت پرک دي، د مذهب په نوم ټول افغان جامه يرغمال ده. په داسې سياسي، اقتصادي، نظامي، علمي، ادبي، ژبني او روحي صورت حال کې د ټول افغان ملي اهداف دا ګرځي:


۱- د افغانستان آزادي، ملي استقلال، ملي حاکميت، د خاورې تماميت ساتل او ټينګول، د افغانستان ملي تشخص (هويت) ساتل، په افغانستان کې د بالغ ووټ نماينده ملي واکدار ارګانونه جوړول.

۲- د پنجابي او د پارس د استعمار په شمول د ټول ګاونډي او نورو ملکونو نظامي او هر ډول مداخلت له افغانستان قطعي بندول او د ټولو ملکونو مسلح قواوې که دولتي وي او که "رضاکار" له افغانستان څخه وېستل.

۳- په آزاد افغانستان کې د پښتو ژبې ملي مقام ساتل او ټينګول او پښتو ژبه د سرکاري، دفتري، کاروباري او ذريعه تعليم ګرځول. له دې سره د افغانستان د ټولو ژبو خپل مقام او حيثيت ساتل.

۴- د محکوم افغان د پاکستان په ټولو چارو کې له بلوڅ، سندهي، سرائيکي او پنجابي ملتونو سره د برابرۍ پر بنياد په واک کې شراکت، د پښتونخوا په نوم د پښتون واحد ملي يونټ جوړولو پر لور د شمالي پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا ولايتونو ته خپل نوم "پښتونخوا" ورکول.

۵- منځنۍ پښتونخوا له نيم مستعمره حالت څخه وېستل او پر منتخب جمهوري بنياد خپل آزاد حيثيت لرونکى واک جوړول او پښتونخوا نوم ورکول.

۶- په پاکستان کې پښتو ملي ژبه ګرځول او په ټول لر افغان (شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، منځنۍ پښتونخوا) کې پښتو سرکاري، دفتري، کاروباري او ذريعه تعليم ګرځول.

۷- په دې اوسني کړکېچن حالاتو کې پر دې اهدافو باندې متفق افغان اولس، د هغه سياسي پارټيانې، د لر و بر افغان ټول بالخصوص د پښتو ژبې عالمان، اديبان، انجينيران، ډاکټران او هر ډول مسلکي خلک په لومړي قدم کې په يو فکري اتحاد او اتفاق سره ټول افغان دې اهدافو ته بريالي رسولاى شي؛ ددې لپاره په آزاد افغانستان کې د ملي روغې جوړې، ملي لوی جرګې، ملي اردو، يو عبوري اېتلافي حکومت، بيا يو مکمل سياسي آئيني (اساسي قانون) نظام لار اخيستل کېداى شي.

***

نوټ:

دا مقاله محترم عبدالرحيم مندوخېل په عالمي پښتو کانفرنس کې وړاندې کړه. دا کانفرنس په 3_4_5 نومبر کال 2000 په پېښور کې دایر شوى و.

©



Adab Da Jwand Tasweer Aw Tafseer. By Abdur Rahim Mandokhel. Pashto Blog. Literature For Life. Life and Pashto Literature By Abdur Rahin Mandokhel. Pashto Pedia Pashto Times, Adab Aw Jwand, Adab Da Jwand Tafseer. Pukhto Leekona, Leekwal, Pukhto Mazmoon.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso