Skip to main content

Insanyat. Insanyiat by Daulat Waziri.

Insanyat. Insanyiat by Daulat Waziri. Humanity Explained In Pashto.


ځینو دوستانو غوښتنه کړې وه چې د انسانیت په هکله یو څه ولیکم. د انسانیت په هکله لیکنه ډیره درنه ده، ځکه چې انساني ژوند ټول په انسانیت پورې تړلی دی. خو بیا به هم مات او ګوډ یو څه ولیکم، هیله ده د قلم خاوندان راته ګوت څنډنه ونه کړي.

انسانیت څه ته وایې؟

رحمان بابا وايې:

 «په ادم کې د حیوان خویونه هم شته

بیا هله يې ادم بوله چې آدم شي»

په نړۍ کې د هر څه لپاره معیار او حدود ټاکل شوي دي. په همدې څیر انسانیت هم له خپلو حدودو او معیارونو څخه د باندې نه دی.

که ښه ورته ځیر شو « يت » د نسبت کلمه ده او انسان ته منسوبه شوې ده. 

لکه انسان او انسانیت. 

له دې کبله که موږ د انسانیت په هکله کومه څیړنه کوو، هرو مرو به هغه څه څیړو چې په انسان پورې اړه لري او یا انسان ته منسوب وي او یا په بل عبارت د انسان او انسانیت تر منځ به په اړیکو غږیږو او بحث به پرې کوو.

څرنګه چې خدای تعالی انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی دی، کړنې او عملونه یې باید هم انساني او د انسانیت په معیارونو برابرې وي.

نو ځکه به رحمان بابا ویل:

«د مکي په بزرګۍ کې هیڅ شک نشته

ولې خر به حاجي نه شي په تواف»

انسانیت په دوو پښو تګ، د دوو لاسونو لرلو، خبرې کولو او د ښکلو کالیو اغوستلو ته نه وايې.

ځکه به رحمان بابا ویل:

«چې اغوستی يې لباس وي د پاکانو

د ناپاکو چارې کاندې خر به ګرم شي»

انسانیت په انساني شرافت او کمال پورې تړلی دی. یواځې په نرمو او تودو خبرو انسان د انسانیت کمال ته نه رسیږي.

خوشحال بابا به ویل: 

 «څوک چې نرم ویل کا عمل یې ګنده

ټکان هم په خوله ویل کا نرم نرم»

د انسانیت ځانګړتیاوي ټولې په انسان پورې تړلې دي. څوک له ځناورو او له نورو ژوو څخه د انساني کړنو تمه نه کوي. ځکه چې د انساني ژوند معیار یواځې انسانیت ته وايې. همدغه ده چې د انسانانو هغه کړنې چې د

انسانیت څخه لرې او د یوه انساني ژوند سره سر نه لګوي د انسانیت ځانګړتیاوي ورته نه شو ویلای. لکه، بخل: 

حضرت محمد « ص » وینا ده چې وايې:

«د بخيل آرامتیا له ټولو خلکو څخه کمه وي.»

دا ځکه چې بخل د انسانیت ځانګړتیا نه شي کیدای او بخيل تل نارامه وي.

الماني هیګل وايې:

«یواځې هغه څوک چې نه له دنیا خیر وړلای شي او نه د دنیا خلکو ته خیر رسولای شي، هغه بخيل دی.»

د انسانیت بله ډیره اړینه ځانګړتیا حیا ته وايې، څرنګه کیدای چې یو بې حیا انسان د انسانیت دعوا وکړي.

زمونږ ستر لارښود محمد« ص » وايې:

«که چیرې څوک حیا نه لري، هر څه يې چې زړه غواړي و دې کړي.»

او امام جعفر صادق به ویل:

«څوک چې حیا نه لري، ایمان نه لري.»

خدای تعالی انسان ته د مینې، فکر، علم او عقل هغه عالي استعدادونه ورکړي دي چې بل هیڅ مخلوق يې نه لري. 

نو ځکه انسانیت او مینه سره تړلي دي. همدا مینه ده چې د انسانیت لوړوالی ښیي.

رحمان بابا وايې:

«څه حکمت د یار په مینه کې رب کیښود

چې عاشق لره هم درد او هم دوا شوه»

خدای تعالی د بشر نیکمرغي هم په انساني هڅو پورې تړلي ده. که انساني هڅې او کړنې له ظلم، استبداد، تبعيض او تاوتريخوالي څخه پاكې او پر قانونيت، اجتماعي عدالت، د انسان حقوقو او كرامت ته په درناوي ولاړې وي. ټولنه به هوسا او د انسانیت ځانګړتیاوي به پکې تامین وي. دا په هغه حالت کې امکان لري، چې انسان پر خپل نفس حاکم وي.

خوشحال بابا به ویل:

«چې د نفس په حکم درومي هغه خوار وي

سړیتوب ور څخه مه غواړه شیطان شي»

ښه خوی، نیک اخلاق او ټینک هوډ هم د انسانیت معیاررونه ډي. د ښه خوی، د ښو اخلاقو او د ټینګ هوډ انسانان د انسانیت ځانګړتیاوي په ځان کې را ټولوي او ټولې کرنې يې په هیڅ مهال د انسانیت سره په ټکر کې نه وي.

د انسانیت اصل انساني سلوک ته هم وايې، ډیر انسانان بیا انساني سلوک ته د انسانیت د اصل په سترګه نه ګوري. دا ډول انسانان د خلکو په سترګو کې شګې اچوي، خپل ځان په نورو باندې دروند تلي، یواځې علم، پوهه، د ریا باور  د انسانیت او تقوا معیا بولي.

خو هغه انسانان چې د انسانيت لرونکي وي، کړنې يې هم انساني وي، د فاسدو انسانانو کړنې هم فاسدې او غیر انساني وي.

که د تاریخ پاڼې واړوو وبه ګورو چې انسانانو ډیرې غیر انساني کړنې د انسانیت په نامه تر سره کړې دي. 

په مصر کې کیلو پاترا خپل دوه وروڼه د واک په خاطر له خپلې مخې لرې کړل.

سکندر مقدوني د نشي په حال کې خپل یو ډیر نیږدې دوست او وتلی قوماندان یواځې په دې وواژه، چې د ده د خبرو ځواب یې ورکړی و.

شاه زمان خپل ورور همايون د واک په خاطر ړوند کړ، بیا شاه محمود د خپل ورور شاه زمان څخه سترګې وويستلې او زوی يې کامران بیا وزیر فتح خان ړوند او ټوټې ټوټې کړ.

 اورنګ زیب هم خپل پلار شاه جهان بندې او خپل ورور دارشکوه يې په دار وځړاوو.

د دا ډول انسانانو بڼه به د انسان وي، خو دوی به د انسانیت د اصلي مفهوم څخه لري او له دې به بې خبره وي، چې د لوی خدای ج په نزد تر ټولو بهتر هغه څوک دی، چې تقوا ولري او تقوا خو د انسانیت سره خور او ورور دي. 

انسان ته هغه مهال ښه انسان ویلای شو، چې شیطاني او حیواني خویونه پریږدي، انساني کرامت او انسانیت ته په درنه سترګه وګوري. که نه نو شیطان هم ستر عالم و، فرعون او نمرود هم د پوهې خاوندان او د خپل مهال نوم ووتي کسان وو.

انتقام، جهالت، قهر، کینه، باداري، نورو ته په ټیټه سترګه کتل، فساد، بې باورې، وینې تویونه، تکبر، غرور، د نورو په کارونو کې لاس وهنه، بې ځایه ځان ښودنه، غیبت، دروغ، غلا، ظلم، حسد، قتل، دا او دې ته نورې ورته ناخوالي یوه هم د انسانیت ځانګړتیاوي نه دي.

ځکه وايې:

«بخښنه له انتقام څخه ډیره خوږه ده.»

«جاهل د خپلې ژبې غلام وي.»

د رحمان بابا خبره:

«نادان دین ورکوي دنیا پرې اخلي

دانا نه کړي دا دادن دا ګرفتن»

حضرت علی رضی وايې:

«بېځایه قهر او غصه عقل تباه کوي او انسان له سمون څخه لرې ساتي.»

حضړت ع رض وايې:

«کینه روح ستومانه او زړه تباه کوي.» 

او بیا وايې؛

«کینه ګر تل ناروغ وي.»

او بیا زیاتوي:

«کینه د انسان وړتیا. او لوړتیا ته زیان رسوي.

خوشحال بابا به ویل:

«ادم زاد په معنا واړه یو صورت دي

هغه چې بل ازاروي، هغه ازار شي» 

زمونږ ستر پیغمبر لارښوونه کوي او وايې:

«هغه څه چې د ځان لپاره غواړئ، د نورو لپاره يې هم وغواړئ.»

رحمان بابا وايې:

«که دې خپله ګناه لویه لکه غر وي

په حیله حیله به غر د مچ وزر کړي

که څوک تله د انصاف په لاس کې در کړي

خپل ټټو او د بل آس به برابر کړي

تو لعنت دې په دا هسې منصفۍ شه

چې له حقه و باطل ته ګذر کړي»

حضرت محمد ص وینا ده چې وايې:

«جنت ته د ننوتلو لپاره اړینه ده چې،

پر ژمنه وفا وشي،

امانت خیانت نه شي،

د ځان او د نورو عزت وساتل شي،

د غیبت او چغل ګیري ځان ساتنه وشي،

او د حرامو څخه پرهیز وشي.»

خوشحال بابا وايې:

«خر که بد دی بار وړي

بد سړی بدتر تر خره دی

ته يې ویښ وینی په سترګو

غافل ویښ نه دی، اوده دی»

خو له بده مرغه دا ټولې کړنې له انسانیت څخه لرې کړنې په انسان پورې اړه لري او انسان ته منسوب دي. ځکه په خپله انسان دی، چې انسان وژني او په نړۍ کې به کومه بیلګه ونه موندل شي، چې د انسانانو په څیر په دومره لوی مقیاس خپل همنوعان ووژني او یا اتومي، بیولوژیکي او کیمیاوي وسلې د انسانانو د وژلو لپاره جوړې کړي.

انسانی ژوند په انسانيت پورې اړه لري، او هغه په هغه صورت کې تر لاسه کیدای شي، چې انسان د انسانیت ځانګړتیاوي په ځان کې راټولې او له غیر انسانی کړنو څخه ځان وژغوري.

د اسلام د سپیڅلي باور له نظره انسانیت او ښه انسان هغه دی، چې دالله ج ټول حکمونه يې منلي وي. په اسلامي باور کې د انسان لپاره انسانیت تر ټولو غوره کړنه ده. د خدای ج په نزد تر ټولو غوره هغه دی چې تقوا ولري او تقوا خپله انسانیت ته وايې.

حضرت محمد ص فرمايي:

«هر څومره چې د یو چا  نیکۍ د هغه له بدیوو زیاتې وي، هغه کامل دی.»

که په لنډه او کوټلې توګه ووایو، انسانیت د ایمان ،تقوا ، اخلاقو او ټینک هوډ ټولګه ده. په هره اندازه چې دا ارزښتونه ټینګ ،پایداره ،او هماهنګ وی، په هماغه اندازه به د انسانیت ستنې ټينګې وي.

انسان باید په ټولنه کې خپلې موخې، خپل ځای او د انسانیت او انساني ژوند غوښتنې وپیژني.

څه ښه وايې: 

که ډ علم سره ټقوا، ښځې سره حیا او له ملګري سره وفا نه وي، درې واړه په یوه ناچله روپۍ هم نه ارزي.

ګل پاچا الفت به ویل:

«زړه يې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی

په لیدو د زخمي زړه چې زخمی نه شي»

او یا دا چې خوشحال بابا وايې:

«هغه زیست چې د عزت له مخې نه وي

چې يې کا په هغه زیست پورې هم پک یم»

ګل پاچا الفت به ویل:

«هغه نړی کې وي د ژوند واړه خوندونه

چې څوک نه ویني څه زجر بې قانونه

اطمینان د روح او فکر هلته بویه

چې اصول او قوانین کوي کارونه»

خوشحال خټک بیا د هغه چا په هکله چې د انسانیت او تقوا تومنه په ځان کې نه لري وايې:

«چې نه د دین نه د دنیا دی

هغه که ګرځي په کار د چا دی

پریږده چې ومري جهان ترې خلاص شي

په دا جهان کې یوه بلا دی» 

له بده مرغه زموږ ځینې هیوادوال غلا، قتل، دروغ، غیبت، انسان غولونه، فساد، ظلم، د دروغو ټاپه وهل، رشوت او داسې له انسانیته لرې کړنې د ځان لپاره روا بولي او په ویاړ يې تر سره کوي. خو اسلام د سپیڅلی باور له مخې دا ټولې کړنې حرامی دي. څوک چې حرامو ته حلال وايې د هغوی حکم خو ټولو ته ښکاره دی.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso