Skip to main content

Pukhtunkhwa Mili Awami Party By Awais Kalam. Pashto History Blog

 Pukhtunkhwa Mili Awami Party By Awais Kalam. Pashto History Blog


همیش مې کوشش کړې چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند متعلق اختلافي خبره پبلک کښې وړاندې کولو نه ډډه ووکم، یو څه وخت مخکښې مې یو دوه زل له ډیره سوخته په فیسبوک پوسټ کړې وو خو په هغې هم بیا پښېمانه ووم ولې چې ځیني ملګرې رانه خفه شوي وو ـ

پښتونخوا ملي عوامي ګوند غیراعلانیه تهنک ټینک چې خپل د ګوند یې تر ووسه په بنیادي ماخذونو ولاړ هیڅ ډاکومینټډ تاریخ نه دې لیکلې او نه یې پرې مستند څېړنه وړاندې کړې ـ زما له نظره چې څومره هم پر فیسبوک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دانشواران تېر شوي دي، ټول هسې هوائی میلس کوي، تاریخ یې له تقریرونو کشید کړې وي، لیک یې نیم له قبایلي القاباتو ډک وي، خیال مې نه شي که چرته په ژوند کښې یې د آرشیف له زوړ ریکارډ هم دوړه څَنډلې وي ـ دوي د خپل ګوند او اشخاصو سیاسي تاریخ هم له خپل تاریخِ پېدائش شروع کوي، نور ترېنه څه خبر نه وي ـ په دې معامله کښې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند شوکت ترین مستثنا دې چې خان شهید متعلق یې څه حد پورې په پرائمري سورسز ولاړ دستاویزات راغونډ کړي دي او څېړنه یې کړې ده خو محترم شوکت ترین په پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند پرځاے زیاتره کار په خان شهید تر کال ۱۹۷۰ پورې تاریخ باندې دې ـ خان شهید شخصیت پرځاے باید پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند باندې اکېډمک کار ووشي او ګوندیز تاریخ په رڼا کښې دې د شخصیاتو سیاسي کردار تجزیه شي ـ

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د محترم مشر مامود خان د ډلې یو ملګري یو ځاے کمینټ کړې چې بهټو په ولي خان باندې ۱۹۷۳ آئین لاسلیک کړو او ولي خان یې ځان سره کړو، ولي خان په آئین سودا وکړه ـ د دانشوارانو داسې قسمه اپلتې چې کله هم ووینم نو په دې نتیجه رسم چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مامود خان ډلې دانشوارانو په سیاسي شعور کښې ووس پورې د خان شهید آخیرنی سیاسي دور بهټو وخت کښې ولي خان په اړه پروت تعصب ټومبل شوې راروان دې او بغیر څه د لوستلو او څېړنه کولو اګتې بګتې غږوي ـ

(۱) څوک دې د بهټو ۱۹۷۰ ټاکنو نه مخکښې آئین په اړه موقف وګوري او ټاکنو نه پس دې د بهټو موقف وګوري چې هغه سنګه وفاقي او جمهوري آئین موقف نه پشا شوې وو او بیا دې د یوې یوې میاشتې ټول رپورټس ووګوري چې بهټو په دې دوه مخي کردار ورسره نېپ او ولي خان کوم تاو تریخوالې ته تلې وو ـ په پېښور او راولپنډۍ کښې هاغه وخت د نېپ او جمعیت نمائندګانو بهټو سره مسلسل آئین په اړه درې ورځې خبرې روانې وې خو هیڅ نتیجهً یې نه راووته ـ ولي خان هم پکښې موجود وو ـ بهټو آخیر ورځې کښې وئیل چې ما درې ورځې دوي ته ټولې خبرې په وضاحت سره ووکې خو (ولي خان ته یې اشاره ووکه) چې ولي خان د "غرونو سیاسي ګوریلا" دې او زه د "ریګستان سیاسي ګوریلا" یم ګورو ووس چې څوک یې ګټي ـ

(۲) څوک دې ولي خان هاغه وخت هلې ځلې او موقف آئین جوړولو په اړه ووګوري نو دا په یقین سره وېم چې هاغه وخت ټولو مهم سیاسي ګوندونو کښې نېپ او د ولي خان آواز آئین په اړه بهټو په مخافت کښې یو زور آور مؤثره او عملي آواز وو ـ دا خبره زه په پټو سترګو، ړانده عقیدت سره نه کوم ـ د هاغه وخت اسمبلۍ مباحث راواخلۍ، آئیني کمیټۍ رپورټس وګورۍ او لږه خواري ووکۍ هاغه وخت اخبارونه ووګورۍ، دا هر څه د دې خبرې ګواهي ورکوي ـ

(۳) زما پوخ یقین دې چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نالایقه فیسبوکي دانشوران به پخپله هم په دې خبره خبر نه ئي چې خان شهید چې کله بهټو سره وو او آئین جوړېدو نو خان شهید مرکزیت پسند آئين غوښتلو او ولي خان غیرمرکزیت پسند، وفاقي پارلیماني آئین ـ د خان شهید په دومره پوخ عمر کښې تعصب، تنګ نظرۍ او اناپرستۍ دا حال وو چې کله اکتوبر ۱۹۷۲ کښې پېپلزپارټۍ، نېپ، جمعیت او نورو ګوندونو ترمنځ درې ورځې مسلسل بحث نه پس شریک آئيني معاهده لاسلیک شوه نو خان شهید ډیر بد خوشاله وو او په نېپ یې ریخشند کولو چې زه بهټو ته مبارکۍ ورکوم چې په هاغه خلکو یې آئيني معاهده لاسلیک کړه کوم چې پرون مرکز ته درې اُمورو نه علاوه نور څه ورکولو ته تیار نه وو ـ خان شهید وییل چې زه خو یو مرکزیت پسند آئین غواړم ـ که څه هم دا بیان یې هم "ما شمېره در ګډ یم" بیان وو ځکه چې نه خو خان شهید د آئین سازۍ عمل برخه وو، نه بهټو آل پارټیز کانفرنس ته راغوښتې وو او نه یې په ملکي کچه سیاست کښې څه کردار وو خو ولي خان په مخالفت کښې یې بیان ورکړې وو او بهټو چاپلوسۍ لپاره ـ

ولي خان به هاغه وخت وئیل د بنګله دیش تجربې نه پس مونږ ته مکمل صوبائي خودمختاري او وفاقي آئین پکار دې نو خان شهید به په ځواب کښې وئیل مونږ ته نن وخت کښې مرکزیت پسند آئین پکار دې ولې چې بیا پاکستان ماتېږي ـ ووس تاسو پخپله د ولي خان او خان شهید خبرو کښې بین السطور پیغام ته ځیر شۍ چې د چا څه کردار وو ـ د خان شهید هاغه وخت بیانونه که څوک د پاکستان په داخلي چارو وګوري نو هغه به ورته د بهټو ترجمان مالوم شي او که افغانستان په اړه یې وګوري نو هغه به ورته د پاکستان دفاعي ترجمان ښکاره شي ـ زه کله کله فکر کوم کاش ما د خان شهید د بهټو وخت کردار نه وې لیدلې ولې چې زما ذهن کښې د خان شهید بُت بهټو دور کښې د هغه پر کردار کتلو مات شوې وو ـ

(۴) د ملک آئین جوړول د یوې پارټۍ کار نه وي، دا رویه به پېل کښې بهټو ساتله چې یوازې پیپلزپارټۍ په خوښه به آئین جوړولو عمل چلېږي، د بهټو دې رویې له وجې د پیپلزپارټۍ خپل محمود علي قصوري د آئيني کمیټۍ مشرۍ نه بهټو ته استعفی وړاندې کړه او بهټو بیا حفیظ پیرزاده راوستو چې زما په خوښه به کار کوې ـ ولي خان به هاغه وخت هم ښکاره ورته وئیل چې یوازې د یوې پارټۍ په خوښه پاس شوې د ملک آئین به په هیڅ صورت د منلو وړ نه وي ـ ۱۹۷۳ آئین د هاغه وخت ټول شراکت دار ګوندونو په شریکه جوړ کړې وو خو مهم کردار پکښې نیپ ادا کړې وو، دا څه لږ ډیر چې پکښې هم مونږ ته حاصل شوي وو دا هم د نېپ حاصل وو ـ هاغه وخت خان شهید سیاسي کردار په ملکي کچه او سیمه ایز توګه غیر متعلقه شوې وو، خان شهید کردار بهټو لپاره د پروپیګنډا ماؤتهـ پیس پاته شوې وو چې ولي خان، افغانستان او بلوڅ قامپرستو اپوزیشن ټرایکا پرې سنګه کاونټر کړم ـ

(۵) خان شهید چې کله نېپ نه لاره بېله کړه نو خپل نوی ګوند له یې ټوله بیانیه په دې خبره سازه کړې وه چې نېپ په منشور کښې شامل وو چې ون یونټ ماتېدو نه پس به نوې صوبې په لساني بنیادونو جوړېږي خو دا هر څه مونږ سره وو نه منل شو نو ځکه لارې بېلوم خو چې کله یې بهټو سره ملګرتیا وه او آئین جوړېدو عمل روان وو نو خان شهید نه بیا دا خبره هېره وه چې نېپ په منشور کښې خو مکمل صوبائي مختارۍ مطالبه هم وه او هغه مطالبه به ولي خان آئین جوړولو وخت کښې تکرار کوله خو خان شهید به وئیل نه زه مرکزیت پسند آئین غواړم ـ هاغه وخت خان شهید نه د نېپ د منشور مکمل صوبائي مختارۍ برخه هېره سوې وه او ولي خان او بلوڅ لیډرشپ په بغض کښې ورته په لساني بنیادونو صوبې جوړولو نکته یاده وه ـ

دې آئین جوړولو کښې ټولو مهم شراکت دار ګوندونو یو بل سره کمپرومایز کړې وو ـ په جمهوري طریقه آئین جوړول په کم نه کم مشترکه نکاتو ټول مهم شراکت داران رایوځاے کول وو خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند مامود خان ډلې دانشواران آئین جوړولو عمل ته هم قبایلي انډوخر په نظر ګوري چې آخیر کښې پکښې پَسُونه حلال کړي او الله الله خیر سلا ـ په ۱۹۷۳ آئین کښې شوي کمپرومائز باندې که چرته بل څوک هاغه وخت انقلابي اعتراض ووچت ووکي نو څه جواز جوړېږي ـ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ړانده قبایلي مریدان که ۱۹۷۳ آئین په اړه خپلې سطحي تجزیو باندو نور برغولې کېږدي نو درانه به ښکاري ګني چې څه مې ووس وړاندې کړي حقیقت له دې هم زیات تریخ دې ـ ما خپله ووسنی وخت کښې په دې موضوع کار کړې دې چې راروان کال به چهاپ ته تیار وي، ډیر متهـ به ورسره ختم شي ـ


نوټ: 

که دې هر څه باوجود هم پښتونخوا ملي عوامي ګوند ملګري دا شعار پورته کوي چې ”ګل مرجان یې نه مني“ نو بیا به پرې پوره لړۍ را شروع کړم خو که اتفاق نه خرابېږي ورسره ـ هسې هم ژمې دې، اُور بل ښه دې چې تاوده ووسۍ 🙂

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso