Qalandar Momand Pashto Ghazal. Singer Ustad Khyal Muhammad. ارزو مې زړه کې په سلګو شوه ته به کله راځې؟ د صبر ساه مې پە سکيندو شوه ته به کله راځې؟ ستا د راتلو د ځواني مرګ اقرار په تمه تمه زما ځواني لاړه په تلو شوه ته به کله راځې؟ زما په زړه کې د زخمونو چمن اوغوړېده بيا علامه د پسرلو شوه ته به کله راځې؟ ستا په کچه وعده مې ولې اعتبار کولو اوګوره شپه په پخېدو شوه ته به کله راځې؟ چې دې زما په ژوند د نه راتلو قسم کړی وء راشه اوس ساه مې په وتو شوه ته به کله راځې؟ روښانه ستورو ورله ستا د راتلو نښه ورکړه سپوږمۍ روانه وه تله ورو شوه ته به کله راځې د قلندر د ارماني ژوندون علاجه مرګه هغه خو اوس د نه راتلو شوه ته به کله راځې؟ (قلندر مومند) Qalandar Momand Pashto Ghazal. Singer Ustad Khyal Muhammad. Pashto Songs Lyrics, Pashto Poetry, Pashto Sad Poetry. Pashto Times