Qalandar Momand Pashto Ghazal. Singer Ustad Khyal Muhammad.
ارزو مې زړه کې په سلګو شوه ته به کله راځې؟
د صبر ساه مې پە سکيندو شوه ته به کله راځې؟
ستا د راتلو د ځواني مرګ اقرار په تمه تمه
زما ځواني لاړه په تلو شوه ته به کله راځې؟
زما په زړه کې د زخمونو چمن اوغوړېده
بيا علامه د پسرلو شوه ته به کله راځې؟
ستا په کچه وعده مې ولې اعتبار کولو
اوګوره شپه په پخېدو شوه ته به کله راځې؟
چې دې زما په ژوند د نه راتلو قسم کړی وء
راشه اوس ساه مې په وتو شوه ته به کله راځې؟
روښانه ستورو ورله ستا د راتلو نښه ورکړه
سپوږمۍ روانه وه تله ورو شوه ته به کله راځې
د قلندر د ارماني ژوندون علاجه مرګه
هغه خو اوس د نه راتلو شوه ته به کله راځې؟
(قلندر مومند)
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.