The Emire Of Afghanistan, Amir Abdur Rahman Khan by Sultan Muhammad Khan, Father Of Faiz Ahmad Faiz.
The Emire Of Afghanistan, Amir Abdur Rahman Khan by Sultan Muhammad Khan, Father Of Faiz Ahmad Faiz. دامير عبدالرحمن خان د دربار يو سړی او دوه کتابونه رحمت شاه فراز فيض احمد فيض د پاکستان تر ټولو مشهور او لوی شاعر دی. په پاکستان کې د فيض محبوبيت تر دې بریده دی، چې صاحب يې اوسمهال د نوم يوه برخه ده او په ادبي حلقو او منابعو کې په فيض صاحب شهرت لري. د فيض صاحب د پلار نوم سلطان محمد خان و. سلطان به په وړوکوالي کې د خپل کلي د خانانو څاروي څرول او د دوی د کور نفقه له همدې ځایه راتله. مګر د سلطان په تقدیر کې ټول عمر شپني نه وه لیکلې. سلطان به چې خپل څاروي له کلي دباندې ویستل، په لاره کې يې دولتي مکتب پروت و. د زدکړو شدید ارمان او لټون یوه ورځ سلطان محمد خان ته د مکتب دهلېزونه ور ولیدل. هلته پرې یو استاذ مهربانه شو او سلطان ته يې د خپلو خوبونو د تعبیر سلیماني انګشتر ور په ګوته کړه. په سبا ورځ سلطان څاروي څرولو ته پرېښودل او پخپله په ټولګي کې د الف ب درس ته کېناست. په ابتدايي دوره کې يې لومړی مقام خپل کړ. ورسره يې یوه عادي غوندې دنده هم وموندله. تر ابتدايې وروسته له متوسطې هم په ښو ...