Babara Massacre Details, Reasons and Impacts On Politics. History Of Babara Charsada 12 August 1948.
چارسدې خونړۍ واقعه
« د جناح او قیوم حکومت جوړ ه کړی وه ». دا پېښه داسې وه
د صوبي خدائي خدمتګارو دا فیصله کړی وه چی په (۱۲) اګست د (1948) کال به « موږ د باچاخان د ګرفتارۍ برخلاف احتجاجي جلسه په غازی ګل بابا کې کوو. او حکومت دا فیصله کړي وه چې تاسو دغه جلسه نه شې کولی یعنی د خپل لیډر سره د زیاتي کولو برخلاف تاسو اواز نه شئ ویستی. خو خدایی خدمتګار چرته منع کیدل.
د ۱۲م اګست د شپې په زرګونو خدائي خدمتګار د پیښور، نوښار، صوابۍ، هشنګر او د صوبي د ګوټ ګوټ نه راوچلیدل اګرچې حکومت اکثری لارې بندي کړي وی. ټریفک یې بند کړی و خو د دغې باوجود په زرګونو » سرتیرو ځانونه چارسدې ته ورسول، « سحر وختي چې خلکو اولیدل نو د غازي ګل بابا په جومات مشین ګنونه لګیدلي وو
. او د فرنټیر فورس ځوانان په ډیر لوی شمیر کی د جماعت په احاطه د پاسه او چاپیره ولاړ وو او په ټوپکو او مشینونو یې ګوتي ایښې وی. د چارسدې ناکه بندي شوی وه. نه دننه نه څوک بهر ته تللی شو او نه د بهره دننه راتلی شو.
جلوس په بابړه کې د فصیح باچا په ځای کی تیار شو او فیصله یې وکړه چې موږ به د جلسې د پاره مقرر شوي ځای ته خامخا ځو. دغه وخت سالار امین جان خان چی د ټولې صوبي سالار وو، د جلوس په سر کې روان وو. جلوس د خلقو د ډیروالې په وجه په څلورو پنځو لارو د غازی ګل بابا جومات ته راروان شو خو چې جلوسو نه د کلې نه راووتل او
د جلسې ځای ته ورنږدي شول نو د فایر [اوربل] حکم اوشو.
او ظالمانو داسې فایر وکړو لکه د مړزو یې د سرو جامو ځوانان او غورځول. جهنډه چې د چا په لاس کې وه هغه ته به یې سپین ملنګ وې. هغه خو په اول ډز شهید شو. خو جنډه یې پریوتو ته پری نښودله. او دغسې بې شمیره ځوانان پری شهیدان شو. عجیبه نظاره وه.
یو خوا ته توپی مشینونه
د پاکستان دواړه فوځونه
بل خوا ته قام خالی لاسونه
مقابلې ته مې کتل حیرانیدمه
مرګیه مه راځه درځمه »
( د پروفیسر جهانزیب نیاز له کتاب نه )
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.