Mazar Parasti. By Adv Humayun Kaasi. مزار څله د رجعت علامت دى? زما پر پخواني ليک ځينې تنقيدي ليکنو ته جواب اصل خبره دا ده، چې کم خلق خپل کردار نه لري هغه پر مړو باندې ځان را ټالوي. ځکه دا مزارونه جوړېږي او کله چې ژوندي خلق خپل کردار لري هغه بيا مزارونو ته نه کشېني او پر مزارونو سياست نه کوي اوس چونکې ژوندي خلق زاتي کردار نه لري او پوهېږي چې د دوى په کردار پينځه کسان نه ورسره ملګري کېږي، نو ځانونه يې پر مړو باندې را ټال کړي دي ځکه وايم چې مزار د رجعت علامت دى، چې له ځانه او له نورو ژونديو څخه ناهيله شوي خلق تل له مړو او د هغو له قبرونو څخه هيله ساتي ژوندي خلق او ژوندي قامونه يقينن پخواني اتلان او د هغو مبارزه په يات ساتي، ځکه چې مهم هم هغه نظريات، هغه مبارزه او هغه افکار وي. ځکه چې اتلان خپل د کړي کردار په وجه ژوندي وي او تلپاته وي، هغه مزارونو ته اړتیا نه لري. که يې د قبر ځاى مالوم وي بس دغه لويه خبره وي بل ځکه هم وايم چې مزار د رجعت علامت دى، چې پر مزارونو ناست منجاور او زائرين يې له مړه څخه غواړي، چې ګوا په موږ ژونديو کې يو کرامات نه شته، چې خداى زموږ فرياد واوري، نو مړ کس ته د سفار
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.