Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Dr. Didar Yousafzai

Male Child And Sexual Weakness. Pashto Blog about Sexual Weakness

Pashto Blog about Sexual Weakness and Male Child. Blog Based on scientific and Medical facts about Hormones, Genetics, chromosomes and birth of Male Child. Dr. Didar Yousafzai Blogs in Pashto. جنسی کمزوری، اولاد نرینہ اور نسل Male Child And Sexual Weakness. Pashto Blog about Sexual Weakness. يوه ورځ يو مريض کلينک ته راغے - ما ته ئې وې - " ډاکټر صېب د جنسي کمزورۍ دوائي راته وليکه" - ما چې ترې تپوسونه وکړۀ - نو يو ټېسټ مې ورته وليکۀ - جنسي کمزوري ئې نه وه - بلکه sperm count ئې کم وۀ - زما پۀ پوښتنه ئې اووې چې درې لوڼه مې شته - خو بيا مې څلور کاله ماشومان نۀ دي شوي - دوائي مې ورته وليکله او مياشت پس مې ورته بيا د ټسټ اووې - پۀ درې مياشتو کښې ئې  sperm count  برابر شۀ - يوه ورځ مې ترې هسې پۀ ګپ کښې تپوس اوکړۀ - " درې لوڼه دې پوره نۀ دي ؟ ستا خو ځانله غربت دے - د دوي تعليم او واده کوېژدنې به هم کول غواړي" -  هغه وې - " نارينه اولاد راله پکار دے - او زۀ بل واده کووم - چا راته وې - چې دا ښځه شنډې ده " - ما وې " دا درې لوڼه تا د بل ځائے نه را وستي دي؟ "

Zama da Har Maqtool Hesab Di Oshi. Pukhto ghazal

Da Shahadat Tamghay di koor ta usa Zama da har Maqtol Hisab di oshi. Poem غزل Ghazal By Didar Yousafzai. د پرهرونو سدباب دې اوشي علاج د درد خانه خراب دې اوشي   د شهادت تمغې دې کورته یوسه زما د هر مقتول حساب دې اوشي    ما ژوند پۀ سر لکه عذاب راوړے ما هم پۀ دار کړه چې ثواب دې اوشي   د بابړې " کافر " به وپېژنې چې ځان پېدا کړې خپل نصاب دې اوشي    تن به دې تنده لکه ما وسيزي  چرته کۀ لار پۀ يو سراب دې اوشي   چې دهشت نۀ غاندي پۀ تورو ټکو ږلۍ پۀ داسې هر کتاب دې اوشي   د پنجو وير ګڼه الهام د ازل خېر کۀ وزرې د سرخاب دې اوشي   سپينې کونترې وړي پۀ توره شپېلۍ د محتسبو احتساب دې اوشي   امن دې اوځي د قاموس له کوره نوې معنې د اضطراب دې اوشي   چې پښتونپوهه خوشبوئي خپروي داسې غانټول داسې ګلاب دې اوشي   دیداره سود د وخت نيمګړے سرګم  ګوتې دې کوم دي کۀ رباب دې اوشی ډاکټر ديدار يوسفزے Pashto Times. Dr. Didar Yousafzai Pashto Ghazal. Pashto Kalam by Dr. Dedar Yousafzai...  justice For Qari Illyas Bajaur. Bajawar Saniha. Sherona. Pukhto nazam. Father of Qari Ilyas Bajawar. Bajaur Sit In.