Skip to main content

Male Child And Sexual Weakness. Pashto Blog about Sexual Weakness

Pashto Blog about Sexual Weakness and Male Child. Blog Based on scientific and Medical facts about Hormones, Genetics, chromosomes and birth of Male Child. Dr. Didar Yousafzai Blogs in Pashto.

جنسی کمزوری، اولاد نرینہ اور نسل

Male Child And Sexual Weakness. Pashto Blog about Sexual Weakness. sex and birth of Male Child. Pashto Info
Male Child And Sexual Weakness. Pashto Blog about Sexual Weakness.


يوه ورځ يو مريض کلينک ته راغے - ما ته ئې وې - " ډاکټر صېب د جنسي کمزورۍ دوائي راته وليکه" - ما چې ترې تپوسونه وکړۀ - نو يو ټېسټ مې ورته وليکۀ - جنسي کمزوري ئې نه وه - بلکه sperm count ئې کم وۀ - زما پۀ پوښتنه ئې اووې چې درې لوڼه مې شته - خو بيا مې څلور کاله ماشومان نۀ دي شوي - دوائي مې ورته وليکله او مياشت پس مې ورته بيا د ټسټ اووې - پۀ درې مياشتو کښې ئې 

sperm count 

برابر شۀ - يوه ورځ مې ترې هسې پۀ ګپ کښې تپوس اوکړۀ - " درې لوڼه دې پوره نۀ دي ؟ ستا خو ځانله غربت دے - د دوي تعليم او واده کوېژدنې به هم کول غواړي" - 


هغه وې - " نارينه اولاد راله پکار دے - او زۀ بل واده کووم - چا راته وې - چې دا ښځه شنډې ده " - ما وې " دا درې لوڼه تا د بل ځائے نه را وستي دي؟ " - هغه وې " ډاکټر صېب د نارينه اولاد د پاره شنډې ده " - ما اول ځل دا ټکے واورېدۀ - ما وې " دا چا وې ؟ " - وې ئې " دا خو عامه خبره ده - خلک دويم او دريم واده څۀ له کوي - خو نارينه اولاد له ئې کوي کنه " - ما وې " کۀ ښځې ته پته ولګي - چې د نارينه اولاد له پاره زما خاوند شنډ دے - او هغه د نارينه اولاد د نشتوالي پۀ بنياد ستا نه د خلع مطالبه وکړي نو بيا ؟ " هغه وې "  تا ته څۀ پته ده - چې پۀ ما کښې دغه کمے دے ..... ؟ "  


ما د هغه سترګو ته کاتۀ - د لږ سوچ نه پس ئې اووې " تا ماله د دې خبرې له پاره ټېسټ کوۀ - چې زما دغه معلومات حاصل کړې ؟ " ما وې - " نا ... دا خو هر چاته پته ده " - او بيا مې د کروموسومز پۀ ټول تفصيل او ترتيب پوهه کړۀ - خو نۀ ئې منله - وې ئې " زما نسل به نۀ زياتيږي څۀ ؟ " - ما وې " لوڼه دې دي - د هغو خيال وساته - او ستا داسې څۀ جدا ناوياته نسل دے - چې دنيا ته ئې ضرورت دے - او يا د بل ګېټس هومره پېسې لرې - چې خزانې ورته حواله کوې ........ (پۀ سړي مې خبرې ښې نۀ لګېدې خو غلے وۀ ) - ما وې " ګوره تۀ يواځې نۀ د خپلې کور ودانې تذليل کوې بلکه د خپلو لوڼو هم بې قدري کوې " - 


هغه وې - " دويم واده څۀ ګناه خو نۀ دے ؟ " - ما وې " بالکل نۀ دے - خو فرض هم نۀ دے - چې مالي حالت دې ښۀ وي او انصاف کولے شې - نو څلور کوه - خو ستا د واده د بنياد دعوا غېر فطري ده " - ما وې " تۀ چرته د خپل نيکه او غور نيکه قبر له تلے ئې - چرته دعا دې ورته کړې ده ؟ ....... قبر خو لرې خبره ده زما خيال دے - چې تاله به ئې نوم هم نۀ درځي - هغه به هم چرته برېت تاو کړي وي - چې نسل مې زيات شي ... "  - ما وې " پردے حق مۀ وهه - نارينه اولاد کۀ د خدائے نعمت دے - خو جينکۍ د الله رحمت دے - د نعمتونو حساب به کيږي - خو د رحمتونو هېڅ حساب نشته - کۀ پۀ دې نکته پوه شوې نو ژوند به دې ښۀ شي" - 


ډاکټر ديدار يوسفزے

Pashto Times.


Da Koor Wali Adab. Adaab E Mubashirat In Islam. Sex In Islam. Da Sex Adaab Pa Islam Ki. Sex Explained In Pashto. Pashto Sex Info. How To Do Sex With Wife? Pashto Info about Doing Sex blog


داسلام په رڼا کی دكوروالی ادبونه


۱ښځه اومیړه باید په اودسه کی وی

۲ دکوروالی پیل باید د بسم الله څخه وشی

۳دغطرو مږل سنت دی باید له کوروالی دمخه ولګول شی ځکه لدی سره شهوت زیاتیږی 

۴دکوروالی پرمهال باید مخ پر قبله نه وی

۵دکوروالی پر مهال بایدښځه اومیړه بیخی لوڅ نشی اوپر ځان څادر یابل شی واچوی

۶تر خلاصیدو دمخه دا دغاوویل شی "یاخدایه له شیطانه مولری وساته اوهغه چی زمونږ په برخه کړی دی هغه هم له شیطانه وساتی

۷سړی چی خلاص شی باید سملاسی له ښځی څخه لری نشی ترڅوهغه هم خلاصه شی

۸په ډكه خیټه کوروالی تاوانی دی نوباید دشپی په پای کی وشی

۹دکوروالی پر مهال ډیر غږیدل له دی امله ندی پکار چی کیدای شی ماشوم مو ګونګی پیداشی

۱۰په بی اودسی (جنابت) کی کوروالی ندی پکار کیدای شی اولاد مو لیونی او یا بخیل پیدا شی

۱۱په ولاړه کوروالی ندی پکار ځکه لدی سره سړی کمزوری کیږی

۱۲دکوروالی پر مهال دښځی مخصوص اندام ته زیات کتل ندی پکار ځکه لدی سره نظر کمیږی او د ړوند اولاد پیداکیدو اندیښنه شته

۱۳دکوروالی څخه وروسته باید متیازی وکړی که نه نو په لاغلاجه ناروغی به اخته شی

۱۴له کوروالی او دمی څخه وروسته باید خپل غضو(سامان)په تودو اوبو وینځی له دی سره بدن تندرسته پاتی کیږی

Pashto Blogs about sex, Sexual weakness and sex education. The blog includes how Sex Education is important in Pashtun Society and Culture. Pashto Medical Science Blogs.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso