Da Shahadat Tamghay di koor ta usa
Zama da har Maqtol Hisab di oshi. Poem
غزل
Ghazal By Didar Yousafzai.
د پرهرونو سدباب دې اوشي
علاج د درد خانه خراب دې اوشي
د شهادت تمغې دې کورته یوسه
زما د هر مقتول حساب دې اوشي
ما ژوند پۀ سر لکه عذاب راوړے
ما هم پۀ دار کړه چې ثواب دې اوشي
د بابړې " کافر " به وپېژنې
چې ځان پېدا کړې خپل نصاب دې اوشي
تن به دې تنده لکه ما وسيزي
چرته کۀ لار پۀ يو سراب دې اوشي
چې دهشت نۀ غاندي پۀ تورو ټکو
ږلۍ پۀ داسې هر کتاب دې اوشي
د پنجو وير ګڼه الهام د ازل
خېر کۀ وزرې د سرخاب دې اوشي
سپينې کونترې وړي پۀ توره شپېلۍ
د محتسبو احتساب دې اوشي
امن دې اوځي د قاموس له کوره
نوې معنې د اضطراب دې اوشي
چې پښتونپوهه خوشبوئي خپروي
داسې غانټول داسې ګلاب دې اوشي
دیداره سود د وخت نيمګړے سرګم
ګوتې دې کوم دي کۀ رباب دې اوشی
ډاکټر ديدار يوسفزے
Pashto Times.
Dr. Didar Yousafzai Pashto Ghazal. Pashto Kalam by Dr. Dedar Yousafzai... justice For Qari Illyas Bajaur. Bajawar Saniha. Sherona. Pukhto nazam. Father of Qari Ilyas Bajawar. Bajaur Sit In.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.