Resources Of Pashtun Motherland. Details Of Rivers. Pashto Pedia Info #ده_پښتون_وطن_وسائل د پښتونخوا وطن سیندونه اوپېژنئ ! ( لیک/ مولانا خانزېب ) که کم سيند پاتي وي کمنټ کښې ېاد کړئ ما څه ېو مياشت خپل زيار کړې . اباسینه! لږ ټیکاو شه ! انتظار وکړه ! د کرمې پنجکوړه ېم در روانه خپله غېږ کښې پناه راکړه ! ګل احمد وردګ. دپښتونخوا څه اوولس غټ سيندونه د ، هندوکش ، پامير هماليه ،بابا غر ،سپين غر ، کوه سلېمان ،او قراقرم ، غرئيزې زنځيري کړو نه راتوي شوي . (1 اباسين ) اباسين د نړۍ په سر نورلسم غټ سيند دې د ځمکې په سر 3180 کلومیټره بهېږي. سعد الله جان برق وائي اباسین معنا دسيندنو پلار دا نوم ورته د ډېر تاريخي ارزښت له کبله ورکړې شوې ! د اباسين سر چينه په تبت مانسرور کښې ده چې ورسره په ګلګت سکردو پښتونخوا کښې ځائې په ځائې نورې اوبه هم ېو کېږي . د پښتونخوا په خاوره د ټولو لوئي سيند اباسین دې د نړۍ په سر نورلسم غټ سيند دې په ، رېګ وېد ، کښې دا سيند په ، سندهو ، سره ېاد شوې ددې سرچينه د چين په لور د همالیا د غرونو د مانسر زېرمې دي چې پښتونخوا ته د بشام په سیمه کښې رورسي نو تر پنجاپ پو
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.