Skip to main content

Peeran, Mulan, Sayedan, Taliban, Qureshi, Saddat. Pashto Info

Peeran, Mulan, Sayedan, Taliban, Qureshi, Saddat. Pashto Info 

By Waqas Esapzai


د اوسنې وخت دیوبندیان لکه د مولانا فضل الرحمان د جمعیت نیولې د مولانا محمد خان شېراڼي سریېره د افغانستان اسلامي امارت چړیان چې په یو څو سېپارو نۀ یوازې ځانونه دولتي چوکیو ته رسوي؛ بلکي د چوکو د حصول لپاره واکمن رژیمونه هم نړوي؛ بیا ځانونه د امام ابوحنیفه پېروان هم ګڼي، حالانکي دا خلک د وهابیانو، حنبلیانو او دیوبندیانو ګډوډونه ده' حنفیان خو بلکل نۀ برېښي؛ ځکه چې امام صېب په نقش و قدم روان نۀ دي، امام صېب تل ځان د سیاست او دولتي منصب څخه ژغورلی ووـ 

بلخوا هاغه ملایان چې د مذهب پر بنسټ خپل نسل د عربو سره تړي' ځان سره به د سید مختاړې او د قرېشي وغېره ورستاړی تړي، پښتنه ټولنه کې به ځانونه په دې نومونو وچت حسابوي' نو هغوي ته هم عرض دی' چې امام صېب چرې هم ځان د منصب او نوموړتیا لپاره عرب النسلو پورې نۀ وو تړلی، د قضاوت لپاره به زۀ تاسو ته د امام صېب یوه واقعه د بیلګې په توګه وړاندې کړم ـ 

~ د ابوجعفر منصور په خپل دوره سلطنت کې د قضاة لپاره څلور کسان [ ۱- امام ابوحنیفه, ۲- سفیان ثوري, ۳- مسعر ابن کدام, ۴- شریح] خوښ کړی وو او پرېکړه یې کړې وه' چې پر دې کې به یو قاضي اسلام جوړوې!

او رښتیا خبره دا ده' چې دوې څلور واړه د خپل وخت تکړه او نوموړې عالمان وو، چون ابوجعفر منصور خپلو نوکرانو ته امر وکړ؛ دا څلور واړه کسان راله راوغواړئ!

کله چې د ابوجعفر منصور ایلچي دوې څخه راغللو او دوې یې د ابوجعفر حضور ته روان کړل' نو امام صېب پر لاره ملګرو ته ویل; زۀ به ځان په خپله څېره د قضاة چوکۍ څخه وژغورم، مسعر دې له ځانه لیونی جوړ کړې، سفیان دې له درباره وتښتې او پاتې شو شریح' نو دی به قاضي جوړ شي؛ چون همداسې وشول!

سفیان خو له لارې وتښتېدو او په یو کېښتۍ کې کېښناستو او ماڼوګانو ته یې چغې وهلې" ما پټ کړئ؛ حکومت زما سر غوڅول غواړې او بیا یې د پیغمبر محمد دا حدېث هم وویلو;

«من جغل قاضیا فقد ذبح بغیر سکین»

ژباړه: «څوک چې قاضي جوړ شو، هغۀ بغیر له چاړې حلال شو»

چون سفیان ځان ماڼوګانو څخه پټ کړو او پاتې دوې درې واړه د ابوجعفر منصور دربار ته لاړل!

ابوجعفر منصور په ځانګړې توګه امام ابوحنیفه ته عرض وکړ؛ تا له د قضاة په منصب متمکن کېدل پکار دي ـ 

امام صېب ورته په ځواب کې وویل; ای امیر مومنین! زۀ عرب النسل نۀ یم' بلکې تش ددوې مینه وال یم؛ ځکه عربان صاحبان به زما په حکم چلولو خوشاله نۀ وي ـ

ابوجعفر منصور ورته په ځواب کې وویل; صېبه! دا عهده د نسب پورې اړه نۀلري' بلکي د علم پر بنسټ ده ـ

امام صېب ورته زیاته کړه؛ زۀ رښتیا وایم' چې ددې منصب وړ نۀ یم؛ که چرې زما خبره رښتیا وي' نو خبره ختمه او که چرې دروغ وختله' نو دروغجن قاضي به څنګه د مسلمانانو لپاره وړ وي؟

که چرې تاسې ځان د خدای خلیفه ګڼئ' نو څنګه به یو دروغجن خپل نایب جوړوئ؟

کله چې د مسعر بن کدام وار راغی' نو مخکې شو او د ابو جعفر منصور لاس یې ونیوه او ورته یې ویل; ابوجعفر منصوره! ته ښۀ یې؟

ښځه او بچې دې ښۀ دي؟

د ابوجعفر منصور د خولې نه بې اختیاره ووتل; دی له درباره وشړئ، دا سړی ماته لیونی ښکارې!

ددې نه پس د شریح وار راغللو، ابوجعفر منصور دۀ ته وویل; تاله د قضا پر منصب راتلل پکار دي ـ

شریح ورته په ځواب کې ویل; زۀ سودایي یم، زما مزغه کمزوري دي!

ابو جعفر منصور ورته زیاته کړه; خپله درملنه وکړه, عصار هائے موافقه او نبیذ هائے مثلث کاروه، عقل به دې کامل شي ـ

اخیر د قضا منصب د شریح پر غاړه شو او امام صېب هغۀ وخت شریح پرېښودو او بیا یې ورسره چرې هم خبرې اترې ونۀکړې! ~ (۱) 

سرچېنه:

(۱) کشف المحبوب، ص ۲۱۴، ۲۱۵




Peeran, Mulan, Sayedan, Taliban, Qureshi, Saddat. Pashto Info. Saidan Sook Di? Who Are Saadat? Who Are Sayyed?  Who Are Qureshi? Sayyed People, Sayyed Tribes In Pashtuns, Sayyed Pukhtuns, Sayyed Panjabi, Sayyed Of Multan, Pashto Pedia, Pashto Info, Pashto Learn, Pashto Times.

By Waqas Esapzai

Comments

  1. Can you translate it to English please

    ReplyDelete

Post a Comment

Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso