Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Poetry

Khushal Khan Khattak Pashto Kalam

 Pashto Poetry By Khushal Khan Khattak. مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد نه دروغ، نه يې فرېب، نه تش تپاک لږ ويل ډېر يې کول په خاموشۍ کې د غونچې غوندې خله ډکه، سينه چاک چې خبره د پستۍ، د بُلندۍ شي په لويۍ لکه آسمان، په پستۍ خاک په تمکين کې لکه سبر، په سخا کې په هر لور څانګې ږنګورې لکه تاک لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کې همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک چې دا هسې ښه ويل کا زه حيران يم چې خوشال راوړ له کومه دا ادراک سترخوشال بابا Ghazal By Pashto Legend Poet Khushal Khattak aka Khushal Baba.

Ghatan Ghattan Nekan Nekan Peda Di by Ajmal Khattak Baba

 Ghatan Ghattan Nekan Nekan Peda Di by Ajmal Khattak Baba. Pashto Poetry Ghatan Ghattan Nekan Nekan Peda Di Poet Ajmal Khattak Baba  غټان غټان نیکان نیکان پیدا دی دوی خو له ځایه جنتیان پیدا دی راځي چی هاغو له جنت وګټو څوک چی له موره دوذخیان پیدا دی جمل خټک بابا Ghattan Ghattan Nekan Nekan Peda di Deo kho La Zaya Janatian Peda Di. Razai che hagho la Janat ogato Sook che da moora dozakhyan peda di. Ajmal Khattak

Lyrics Of Ajmal Khattak Nazam Janat

 Lyrics Of Janat  Nazam  Janat By Ajmal Khattak Baba Lyrics Of Janat Nazam by Ajmal Khattak in Pashto. جنت  اجمل خټک د يو ملا نه مې تپوس وکړلو ماوې مُلاصاحب جنت بۀ څۀ وي ؟ هغۀ پۀ ګېډه لاس واهۀ ويل يې تازه مېوې او د شېدو رودونه  خواکې کتاب ته يو طالب ناست و ما وې چې ته به پکې څۀ ووايې ؟ د زليخا کتاب يې بند غوندې کړو وېل يې   ښايسته حورې او شنه خالونه شېخ د تسبو امېل په لاس ولاړ و په خپله ږيره کې يې لاس وهلو  دۀ  پرې راودانګل؛ نه داسې نۀ ده   ښکلي غلمان او جنتي سرونه  يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو ما وېل چې خان کاکا ستا څه رايه ده ؟ خپله شمله يې سموله، وېل يې  د سرو او سپينو عمبري کورونه خواکې يو ستړى سيلېدو ولاړ و  ما وې مزدوره تۀ جنت پېژنې؟  د خپل تندي خوله يې وچه کړله وېل يې  مړه ګېډه، خواږه خوبونه يو لېونى غوندې په لار تېرېدو  ما ويل، يه! فلسفي ته څۀ وايې ؟  خپل ببر سر يې ګراوه ويل يې  بس د انسان د خوشحالو خوبونه ما دې خپل زړۀ ته سر ور ښکته کړلو دۀ په اوترو سترګو بره کتل  دې شين اسمان ته غورېدو ويل يې  ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه ويل يې اى د لامکان خاونده ! په خپل مکان کې خپل اخت

Pashto Tappay 2022. New Pashto Tapay

 Pashto New Tappay 2022. New Pashto Sherona 2022 And 2023 پلار ٸې دکلې کسب ګر دے لور ٸې پڼې دغاليګې په خپو کوينه پــه جينــــــــکو کې پټه مــه ځــــه د خيرن لوري زه دې پوندې پيژنمه لاسونه کلک رانه چاپېر کړه په هدیرو کې خلک بېل بېل خښوینه د لیونۍ مینې دې ځار شم  ناجوړه زه يم روژې تا نيولی دينه تا ده ټګئ تسبې په لاس کړے زه په درکړو وظیفو هپیمانه شومه #ټپه #لنډۍ دیدن پهٔ لک روپۍ ارزان دی ما لېوني یار ته تڼۍ پرانستې دینه که په مرګوني مرض پروت وم  لیونۍ لياړې راکوه جک جوړ به شمه  لياړې :- saliva  ‏څه ده ماما زوے خو مې نه یې چې ناز ادا به دے په نیمه شپه کې وړمه قدر مي ورځ پۀ ورځ کمېږي پۀ تۀ پوهېږم له یارې اخلې لاسونه ماته مې خپل لالی نصیب کړې چې د همزولو سره سیاله،سیاله ځمه پېزوان دې دوه سوه ټوټې شه څادر دې هيڅ مه کېږه پټه دې ساتينه ما ئې له مور د خيټې ځار کړې  چې پاغوندې لوڼه راوړي ما پرې سيزينه  ‏مڼه پخه شوه لا خوږه شوه که زما نه شوه د چینجو خوراک دې شينه په ګل کښى اصل ګل ګلاب دے کم اصل ګل که بويوى ډک دى باغونه ٹپۀ د کالو ڈکۀ پری راپریوزہ کۀ د اشنادی زنکدن وی روغ بۀ شینۀ۔ څۀ به دې وبخښم ج

Pashto funny Tapay about Petrol

زما په ټول فیس بک سلام دے دا می کلام دےچی پټرول به چرته وینه پټرول ارزان شو ښه ونشو، الله دي نه کړي چي بجلي ارزانه شینه خدای دی بوتل پټرول نصیب که زه درتلے نشمه دعا درته کوومه زما پټرول پټرول جانانه  درته بوتل بوتل کیدم ګزار دی کړمه پټرول پۀ ټول کلي کښې نشته دسمال راواخله اوښکي پاکې کۀ مئنه ما سه نژدي نژدي روان ئې  تا به زما سره پېټرول لیدلې وینه  پټرول کۀ غيب دې بیا به راشي بیا به را نۀ شي د جاهلو حکومتونه  ښۀ ده چې مړ ورپسې نۀ يم  رانه لېټر پېټرول پۀ لاري واغوختنه  پیټرول پۀ شان د مسافر شو  بلها موده اوشوه چې نۀ ئې اوينمه  ماله بازار کښې غاړه راکړه  د پېټرول پمپ ته غمازان راغلي دينه  خداى به مې زړه له تانه تور کړې بيا که پيټرولو باندې لامبی څه دی کړمه تۀ د پېټرولو تپوس نۀ کړي زۀ به پريان پۀ ځان تر کمي راولمه  ستا د واړي خولګۍ نه ځار شم  تا د پېټرولو سوال کاو مئین دې کړمه  پیټرول چې نه وي سلام نه وي  پیټرول چې ویني بیا سلام ده کور نه کړينه ټهګې دې وکړه ټهګه یاره  پیټرول دې يوړه تش بوتل دې پریخودمه  په پټرول پمپ کی یار نوکر دی لکه افسر دی سلام هم نه قبلوینه راشه زما سره یاري کړه  دهر ی

Pashto New Poetry by Selan Afridi 2020

تورې وريځې چې اسمان کښې راشي مړې! خو ياد دې په باران کښې راشي نن ورله لوند په خپلو اوښکو ورځم که چرته رحم په جانان کښې راشي جوړه ګنډم ځانله خو داسې ګنډم د زلفو تار دې چې ګرېوان کښې راشي لږ ورته وګوره په ښکلي نظر چې لږه ساه خو په سېلان کښې راشي لږ ورته وګوره په ښکلي نظر چې لږه ساه خو په سېلان کښې راشي سیلان آفریدے   Pashto Times Updated By Samiullah Khatir