زما په ټول فیس بک سلام دے
دا می کلام دےچی پټرول به چرته وینه
پټرول ارزان شو ښه ونشو،
الله دي نه کړي چي بجلي ارزانه شینه
خدای دی بوتل پټرول نصیب که
زه درتلے نشمه دعا درته کوومه
زما پټرول پټرول جانانه
درته بوتل بوتل کیدم ګزار دی کړمه
پټرول پۀ ټول کلي کښې نشته
دسمال راواخله اوښکي پاکې کۀ مئنه
ما سه نژدي نژدي روان ئې
تا به زما سره پېټرول لیدلې وینه
پټرول کۀ غيب دې بیا به راشي
بیا به را نۀ شي د جاهلو حکومتونه
ښۀ ده چې مړ ورپسې نۀ يم
رانه لېټر پېټرول پۀ لاري واغوختنه
پیټرول پۀ شان د مسافر شو
بلها موده اوشوه چې نۀ ئې اوينمه
ماله بازار کښې غاړه راکړه
د پېټرول پمپ ته غمازان راغلي دينه
خداى به مې زړه له تانه تور کړې
بيا که پيټرولو باندې لامبی څه دی کړمه
تۀ د پېټرولو تپوس نۀ کړي
زۀ به پريان پۀ ځان تر کمي راولمه
ستا د واړي خولګۍ نه ځار شم
تا د پېټرولو سوال کاو مئین دې کړمه
پیټرول چې نه وي سلام نه وي
پیټرول چې ویني بیا سلام ده کور نه کړينه
ټهګې دې وکړه ټهګه یاره
پیټرول دې يوړه تش بوتل دې پریخودمه
په پټرول پمپ کی یار نوکر دی
لکه افسر دی سلام هم نه قبلوینه
راشه زما سره یاري کړه
دهر یوپمپ نه به پیټرول تاله راوړمه
لېونتوب څنګه وي جانانه
د روح افزا پۀ ځاے پېټرول درله راوړمه
جانانہ سہ کانی دی اوکڑی
غیگ کی زما او پیٹرول دریم کلی تہ اوڑینہ
پیټرول پۀ تلو راتلو کمیږي
مۀ تۀ راځه او نۀ به زۀ درځم مینه
کہ پہ ٹینکرو پیٹرول راوڑے
خدائیگو کہ درکڑمہ د سرو شونڈو سرونہ
بوتل تہ ګوری خوشحالیږی
راتہ خکاریږی جانان تیل موندلی دینه
نور به دې نوم په خوله وانخلم!
کۀ راته روړي د پيټرلو ډک ډرامونه
که تۀ نواب د پاکستان شې
چې پېټرول نه وي حمایت دې نۀ کوومه
پہ تادئ ہیس نہ کیگی یارہ
زۀ دې پیټرول شم چې مې اوکړي ارمانونه
ديدن پۀ لس اربه کېږي
ما پۀ ليټر پېټرول جانان پۀ غېږه که نه
پټرول به ډېر شې خداے دې ډېر کېږي
نۀ دې ډېريږي د یوتهیانو محفلونه
زما یی ھعہ انداز خوخ دے۔
چی بوتل واخلی پہ پیٹرولو پسی زینہ۔
بوتل تہ گوری خوشالیگی ۔
راتہ خکاریگی یار پیٹرول موندلی دینہ۔
زما نصیب کی پیٹرول نشتہ۔
ما د وطن پمپونہ ٹول کتلی دینہ۔
ستا لونگین پہ سینہ پروت دے۔
پہ ما عریب تری د پیٹرولو بوی رازینہ۔
تہ د چارگل عمونہ ژاڑی۔
زہ پہ پیٹرولو پسی شنہ لوخڑہ شومہ۔
بوتل پہ لاس درتہ ولاڑ یم،
یا پٹرول راکہ، یا روخست راکہ چی زمہ
سلام دی راغے تہ رانلی
وابہ دی نخلم بے پیٹرولو سلامونہ
مالہ تری خپلہ برخہ راکہ۔
تا پہ ٹپکہ کی نن پیٹرول راوڑوی دینہ۔
زما خاعلی عمران خانہ۔
مونگ دی پیٹرولو پسی ڈیر زلیلہ کڑونہ۔
Pashto Funny Tappay, Pashto Tapay Petrol, Pukhto Shayeri, Petrol Price In Pakistan, Petrol Funny Pashto Poetry. 2022 Funny Pashto Tappay, Ghazal, Tapa, Pukhto 2023.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.