Skip to main content

Pashto Tappay 2022. New Pashto Tapay

 Pashto New Tappay 2022. New Pashto Sherona 2022 And 2023

پلار ٸې دکلې کسب ګر دے

لور ٸې پڼې دغاليګې په خپو کوينه


پــه جينــــــــکو کې پټه مــه ځــــه

د خيرن لوري زه دې پوندې پيژنمه


لاسونه کلک رانه چاپېر کړه

په هدیرو کې خلک بېل بېل خښوینه


د لیونۍ مینې دې ځار شم 

ناجوړه زه يم روژې تا نيولی دينه

تا ده ټګئ تسبې په لاس کړے

زه په درکړو وظیفو هپیمانه شومه


#ټپه #لنډۍ


دیدن پهٔ لک روپۍ ارزان دی

ما لېوني یار ته تڼۍ پرانستې دینه


که په مرګوني مرض پروت وم 

لیونۍ لياړې راکوه جک جوړ به شمه 

لياړې :- saliva 




‏څه ده ماما زوے خو مې نه یې

چې ناز ادا به دے په نیمه شپه کې وړمه


قدر مي ورځ پۀ ورځ کمېږي

پۀ تۀ پوهېږم له یارې اخلې لاسونه


ماته مې خپل لالی نصیب کړې

چې د همزولو سره سیاله،سیاله ځمه


پېزوان دې دوه سوه ټوټې شه

څادر دې هيڅ مه کېږه پټه دې ساتينه


ما ئې له مور د خيټې ځار کړې 

چې پاغوندې لوڼه راوړي ما پرې سيزينه 


‏مڼه پخه شوه لا خوږه شوه

که زما نه شوه د چینجو خوراک دې شينه



په ګل کښى اصل ګل ګلاب دے

کم اصل ګل که بويوى ډک دى باغونه


ٹپۀ

د کالو ڈکۀ پری راپریوزہ

کۀ د اشنادی زنکدن وی روغ بۀ شینۀ۔


څۀ به دې وبخښم جانانه

له خدای راکړې خندا تا بې برخې کړمه


د کال څلور فصلونه تېر شول

نصیب مې نه شو ستا د سترګو ديدنونه


ده مرچکۍ اومرے دے ونه

خرامیتوب درکې جنډې ولاړے دینه

مدام به زه درسره نه يم 

چې به دې زلفې له خنډانو خلاصومه 


#ټپه #لنډۍ

د لیونۍ مینې دې ځار شم 

ناجوړه زه يم روژې تا نيولی دينه

ته په توده بړستن کې پرته يې

په ما د ژمې پرخې لارې جوړوينه

پيزوان دې چا کافرو پټ کړو

په پير بابا به قسم ماله راکوينه



په نيمه شپه کې به راپاسم 

په نيمه شپه کې به خېرې درته کومه

ناز مې کاو پیاز مې خوراک شـــــــــو 

که دا مې یاد وي بیا به نه کوم نازونه

زما وروستئ خبره واوره

پلار دے په توت پورې تړم تا تښتومه


د دروغجنو خويندې مړې شه

زه د لالي په غېږ کې چا ليدلې يمه


په ملا کاږه شوه ماته نشوه

د ورور واده کې لېونۍ اتڼ کوينه



آشنا مې ګل زه یې بلبل یم

بلبل مدام ژړا په ګل پسې کوینه


آشنا مې ګل د کابل جان دے

زه یم بلبل د پیښور نغمې کومه


آشنا مې لمر په غره راخیژي

بیلتون وریځ شوه ورته نیسۍ کنډونه


آشنا مې مړ په خوب لیدلې

لکه شاهین لوړې ژورې لټومه


آشنا به هلته وفا اوکړي

چې د مرګي په لاره واخلي قدمونه


آشنا په ټوقو نه پوهیږي

ما په سالو کې پټوو مرور شو نه


آشنا په تلو کښې بیرته ګوري

په پرهاري زړګي مې مالګې دوړه وینه


آشنا په داسې لمبو اوسوم

نه یې لوګې شته نا یې تاؤ چاته ورځینه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

‏‎غولې جارو کړې پکښې کېږدې قدمونه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

وهمه کوکې چې مئين درباندې یمه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

‏‎د زلفو څوکې دې پهٔ جیب کښې ګرځومه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

د زلفو څوکې دې اوږدې خوشبو ترې ځينه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

‏‎پاس پهٔ تالو کښې دې خندا مزه کوینه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

‏‎د خولې مې کوکې د ماشوم درپسې ځینه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

‏‎ما به لاهو کړې پهٔ نوښار به اوخېژمه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

‏‎له خولې پنډوکې راته وتړه چې ځمه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

پهٔ سور سالو کښې ګرځېدې مئین دې کړمه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

د غم سروکي چې کوم تا یادومه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

چې لاړې تو کړې هغه زېړ ګلونه شینه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

د سرو کټوکې پهٔ ما مهٔ کوه ظلمونه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

اوربل دې څوکې څوکې وهٔ مئین دې کړمه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

چې انګار پو کړې خال دې زېړه رڼا کړینه


د مور ملوکې سري دې نوکي

انګار به پو کړې کنهٔ زهٔ درشم ميئنه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

بل دې خبرې پهٔ تالو کښې خوند کوینه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

د غر پهٔ څوکې به نارې درپسې کړمه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

‏‎پهٔ سور سالو کې به دې کور ته راولمه


د مور ملوکې سرې دې نوکې

پهٔ سر پنډوکی به دې مړه بی وخته کړینه


‏‎د مور ملوکې سرې دې نوکې

‏‎پهٔ قد وړوکې زړه مې غټ درپسې چوینه


لور یې د مور پشان خواږه ده

دا تورنګړۍ زامن یې پلار ته تلې دینه

خبرې لنډې لنډې وایه!

د لارې سر ده څوک به ځي، څوک به راځېنه 

ده شکرانې روپۍ دې کېده     

ته په ما ګران يې تا به هڅې دموؤمه





سړيه نر شه ګټه وکړه 

په تور ماښام درله ډوډۍ راټولومه

په لاره ځم ټوله شړنګې کېږم 

ستا د تومت ځنځیر په غاړه ګرځومه 

د مــــازدیـــــګــر اوبـــــــــو لــه مـه ځــه 

پـــه ګـودر زانــګـي د کـوډګــرو تاویـذونه.

ته دا پردی کلی سړای یي 

ماته په خپل کلی کی مه لړه اورونه

په چیلم دوې سکرواټې کیږده 

لکه دوه بنې په سیالۍ خوله ورکوینه

په مخ دې زخې مزېدارے

جینۍ مردارې له لمانځه دې وویستمه


ده کشمالو منجيله وکړه

چې خوشبويي دې د منګي لۀ بېخه ځينه

ده هشتنغر د ګُوړې نرخه

الله دې ښۀ کړه جانان ما کوېدن کوينه


زوې ېې پینځه ځاېه مئین دے

پلار ېې ده ‌‌‌‌‌‌‌ډڼډ په‌‌‌ غاړه  ګوړه خرڅوېنه



‎جانانه نوی عکس جګ کړه

‎زهٔ د وړوکي ورور فېسبوک ته ناسته یمه




په چیلم دوې سکرواټې کیږده 

لکه دوه بنې په سیالۍ خوله ورکوینه

بې یارانې به پاتې نۀ شم

قسم پۀ خداۍ کۀ دې بیا مخ ته اوګورمه


مسافري کولے نۀ شي

زۀ یې یادېږم پۀ لسمه ورځ راځینه

ایمان دي ښه راته معلوم دي

په راوجي بریتو مي مه وهه لاسونه 




‏د سترګو ټول نظر په ما که

لکه ویشتلې مرغۍ بېله ناسته یمه۔

زما خو ستا مجلس خوښیږي

ځکه د نورو خلکو بیله ناسته یمه


‏ماته کابل نه بنګړي راوړه

د پېښور بنګړو مې تور کړل مړوندونه


‏خوله مې دا ستا په نوم عادت ده؛

چې چېرته کېنم، ګرانه ستا صفت کومه

‎#ټپه




‏ټـوپـک ويـشتلى بـه خـداى جـوړ کـړي

‏سـترګـو ويـشتلى بـه رنـځېږي مـړ بـه شـينه

څنګه د يو بل ليوني وو

څنګه مو‌ واخېستل د يو بل نه لاسونه

‏مسلمانې دې رانــه یـوړه 

داسې کافرې سترګې خدای درکړې دینه


*په تور ماښام دې کډې بار شوې*

*په تور ماښام د مره ورو کډې ځینه*


‎‏په ما يي زر ځله احسان دى 

چې جانان ټول کلې پريږدي ما له راځينه


خدای دی په داسی ځای کی راکه

چی میخکی سره دی بریت وجنګومه



‏ټـوپـک ويـشتلى بـه خـداى جـوړ کـړي

‏سـترګـو ويـشتلى بـه رنـځېږي مـړ بـه شـينه


‏څوک مې دمرګ په طمه ګرځي

څوک مې دسترګو دلیدو ارمان کوینه


‏وار به دې تېر شي لونګینه.

تل به دې نه وي د سينې په سر ټالونه


که تورہ یم تا بــه میٸن کړم 

دہ یارانې اثر په سترګو کې لرمه 



په غم شريک لالي ته وايه

رنگ مې تورېږي د پېغور څښتنه شومه



‏یار مې رنځور په کټ کښې پروت دې 

په خپلو روغو اندامــــــو شرم راځینه



ستا د راتلو لوظ میرات شـه

زه دې د ګوتو په شمارلو ستړې کړمه



چې به پرۍ کور ملت ښایسته ؤو

هغه ځوانان مسافرې خواړلې دینه


‏مسافــــري دې جَـــــواري ده

نۀ بۀ زما شې، نۀ به راوړې ﺩﻭﻟﺘﻮﻧﻪ

ټګي دي اوکــــــــړه ټګه ياره

په نيمه لار کښې دې يواځې پرېښودمه



په اشارو باندی یی مړه کړم

مئینه زه یم یار مې هسې تنګوینه



ما د خــــــــداې د پاره پریږده

لکه سایه راپسې مه ګرزا لالیه





د سوي لاس پوښتنه کیږي
د سوي زړه پوښتنه هیڅوک نه کوینه

په وينو رنګ سوی کابل جانه
ستا نازولي اوو بچيان خير اوو ټولوينه


بيخي لکه يعقوب ورپسې هر سړئ ړنديږي 
په دی ښار کی يوسف اوسي خبر یی کم که نه




دا حجاب دې سهي نه دى دا ګناه ده
هغه څه چې سړى وژني هغه ښکاري 

حمزه بابا

په خوله به وايم چې مې هېر يې 
د زړه کوڅې مې ستا په ياد ابادې دينه

دا حقیقت دے، څۀ ډرامه خـــــــــو نۀ ده
چې اخري قِسط کښې به هر څۀ سم شي
 ارمان

 Tapa❣️
Janan ❣️
Mena❣️
Jwnd❣️

afghan  beauty Afghan Beauty

#afghan girl Afghan Girl

Pukhtoon Afghan Pukhtun Afghan

Hamza Baba Hamza Baba Pashto Poetry 2022

Pashto Tappay or Pashto Folk Song Lyrics New 2022.

Add Your Pashto Latest Tapa In Comments Section.

Latest Pashto Tappay 2022.

Pashto Folk Song Lyrics of 2022.

Pashto Tappay In Written 2022.

Pashto Times.


په نیمه شپه هو راټپه شي ګلونو ملګرو

Pashto Times. Pashto Tapay 2022. Pashto Tapay 2023. New Pashto Songs 2022. Pashto Songs Lyrics 2022. Pashto Folk Songs. Pashto Tapa, Pashto Sherona 2022, Pashto New Sherona, Pashto SMS, Pashto Sex, Pashto Best Sherona. Pukhto Ghazal 2022.

Comments

  1. لحده ټینګه غاړه ورکه
    یار می نیمه لار پریږدی تا له در ځینه

    ReplyDelete

Post a Comment

Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso