Mala Chal Na Razi. Pashto Ghazal Lyrics Of Meena Da Khkulo Sanga Kege.
Ghazal By Shafiullah Babarzai. Singer, Mirman Naghma Khaperai.
محترم شفيع الله بابرزئې افغانستان
۔۔۔۔۔ ۔۔۔۔۔
ديدن د ښکلو څنګه کيږی ماته چل نه راځی۔
څوک په چا څرنګه ګرانيږی ماته چل نه راځی۔۔
د غره سړې يم ما د کلی باهر مه راپريږدئ۔
ښار کښےد غره خلق ورکيږی ماته چل نه راځی۔۔
د نازولو په مړوند خوبونه څنګه کيږی۔
سړې بيا څنګه راويښيږی ماته چل نه راځی۔۔
د ښکلو مخ کښې د يوې خبرې وس نه لرم۔
خولګۍ په څه ډول ښکليږی ماته چل نه راځی۔۔
دې سر خوړلی ښار کےڅوک د چا په کار نه راځی۔
دلته پرادی څنګه خپليږی ماته چل نه راځی۔۔
زه مې د خپلې غريبۍ ته اوس خفه خفه يم۔
جانان زما په نوم شرميږی ماته چل نه راځی۔۔
بابرزې نور مې د خوږو خوږو نه زړه تور شوې۔
په ترخو څنګه څوک مړيږی ماته چل نه راځی۔۔
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.