Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashtun Culture

Egyptians and Pharaohs. Egyptian Culture and people's Pride

 Egyptians and Pharaohs. Egyptian Culture and people's Pride On Pharaoh Dynasty. Pashto Blog By Shahid Qamash دلته زهٔ او یو مصری شریک کار کؤو. پرون ئې راته وئېل ستاسو دا خلق وائي فرعون سم سړی نۀ ؤو، فرعون به دوزخ ته ځي او فرعون ته د نظر نه سپک ګوري. دا تاسو ښهٔ نهٔ کوئ. فرعونان زمونږ باچاګان وو او د فرعونانو یو عظیم سلطنت وو. تاسو مونږ ته د پیغور پهٔ توګه د فرعون اولاد وایئ خو مونږ پرې ویاړ کؤو چې مونږ د دې عظیمو خلقو اولاد یو  د فرعونانو پهٔ حکومت کښې مصر یو خوشحال او آسوده ملک وو او نن چې فرعونان نشته نو د هغوي مقبرې او د هغوي هغه جوړې کړې ودانۍ زمونږ مصر ته ګټه ورکويې. پهٔ لکهونو خلق مصر ته پهٔ دې غرض راځي چې د فرعونانو دا مقبرې او دا ودانۍ ؤګوري او د دې سیلګرۍ نه مصر ته بلها امدن کیږي. مصریان زمونږ نه پاخۀ مسلمانان دي، پۀ قرآن او عربۍ زمونږ نه ښۀ پوهیږي، جامعة الازهر پهٔ مصر کښې ده، عالمان ئې زمونږ د عالمانو نه تکړه دي خو پهٔ خپل تاریخ پهٔ خپل ثقافت او پهٔ خپل وطن تر دې حده مئین دي  او راشه زمونږ پښتانۀ مسلمانان چې په کهدایۍ کښې د بدها مجسمه وویني نو لوئې واړۀ ورپسې تبرونه راو

Afghanistan aw Melma Palana. Pashto Blog about Pashtun and Afghan Hospitality

 Afghanistan aw Melma Palana. Pashto Blog about Pashtun and Afghan Tradition Of Hospitality. Melmastia As Pashtun's Tradition. په افغانستان کې د میلمه پالنې فرهنګ زما هیڅ نه خوښیږي  لومړی خو ته خبر نه یې چې میلمه کور ته راځي تابه د ورځې لپاره ځانته پلان جوړ کړی وي کړپ میلمه به ناڅاپي راشي پلان به دې ګډوډ کړي دوهم کله چې یو بوډا یا زړه تنګی انسان میلمه دې شي که دې زړه غواړي که یې نه غواړي مجبور او مکلف یې هرې خبرې ته یې غوږ ونیسې کینې وخاندې وژاړې  دریم دا چې یو یا دوه نفره میلمانه نه راځي چې راشي نهه بچیانو سره راشي ټوله ورځ به چغې شور او بغارې وهي او ته به دې زړه دیته خورې چې موټر باندې خط ونکړي د ګاونډی کور ته تیږی وارې نکړي ګلدانې مات نکړي المارۍ چپه نکړي  څلورم دا چې ځینې مشران میلمانه راشي تاته به لګیا وي چې تا کور ته څه وکړل تا دې بیستاني ورور او خور سره څه وکړل یعنې دومره بې نزاکته وي چې نیغ دې شخصي حریم کې خیشاوه شروع کړي الکه میلمه راغلی د بحث او خبرو خپل نزاکت او حد وپیژنه کم بګو زیاد بشنو والا سړی ځانه جوړ کړه پنځم دا چې ډک مجلس او حجره کې سګریټ لګوي څکوي بلخصوص میلمه دا

Khadeja Sardar To Run In Mayor Of Chitral City Elections

 Khudija Sardar, First Ever Woman To Contest Mayor Election For Chitral City. Khudija Sardar ANP Chitral Mayor Candidate. د پختون خوا په تاریخ کی په اړل وار د جنرل سیټ ده پاره بیګم نسیم  منتخب شوی وه اس بلدیاتو کی هوم ده پښتونخوا په تاریخ کی اولنۍ ده تحصیل مئیرشپ کنډیډیټ به ده چترال نه خدیجه سردار وی خدیجه بی بی ته دا اعزاز هوم حاصل دے. چی ده چترال په تاریخ کی اولنۍ سیاسی پرچه پری هوم شوی خوئیندی مئیندی پښتنی  زموږ مټی پری درني By  Jamal Khan. Khudeja Sardar. ANP Candidate For Mayorship Of Chitral In LG Elections 2022. Khudeja Sardar Representing ANP For Mayorship Of Chitral City In Upcoming Local Bodies Elections 2022. Khadija Sardar is from Pashtun Nationalist Party ( ANP). ANP has the credit to field first woman candidate for national assembly of Pakistan. Begam Nasim Wali Khan was ever first elected Winner Woman Candidate from Charsada Representing ANP In 80s. Tags. Women In Politics First Woman Mayor In Pakistan. Chitral Mayor Candidates. ANP Women Candidates For Mayorship. Women

Girl's Education In Afghan Pashtuns And Imran Khan Statement. Reality

 Girl's Education In Afghan Pashtuns And Imran Khan Statement. Reality By Abdul Wahid Esapzai تور ګل چودهري وائي چي عمران خان وئيلى دي چي نړۍ دي افغانستان د ت ا ل ب د دي شرایطو سره نه تړي چي د ښځو د زدکړو مخالف دي بلکه دا د پښتون روايت دي. او د عمران خان دا بيان پښتنو رد کړي دي خو زه درته د خپلي مور واقعه وړاندې کوم. زما مور په خپلو ګڼو خويندو کي صرف هغي تر څلورم ټولګي پوري زدکړي کړي وي. او د چم ګاونډ کړمه پې روانه وه هغه داسي دور وو چي ټيلي فون نه وو نه آن لاېن ويډيو کال يا واټس اپ وو د باهر ملکونو کي ده چا خاوند، ځوي مزدورو له کراچۍ، دبئ يا د نړۍ نورو هيوادونو کي مسافر وو د رابطي يواځينۍ لار خط ډاک سسټم وو. ښځي خاوند خپله کي د مينى اظهار نه شو کولي نه فلائنګ کس رواج شوي وو ځکه چي خطونه په چم مالت کي تعليم يافته پسي ګرځيدل. زما مور به د ټول چم ګاونډ د ښځو خطونه لوستل او بيا به يې جواب ورته ليکه ما يو ورځ مور نه تپوس اوکړو چي تا مخکي نوري زدکړي ولي تر سره نه کړي نو مور راته وئيل چي څلورم مي پاس کړو نو پلار راته وئيل چي د پښتنو جينکۍ سکولونو ته نه ځي. او هغى ورځي نه په ما پابندي اول

Dasmal culture. Afghan Tradition Of Dasmal, Dastmaal

Dasmal culture. Afghan Tradition Of Dasmal, Dastmaal دسمال.... په افغانستان کښې پکتیا وال ډیر خواګۀ خلق دي. هسې خو ما د پکتیا والو په غمونو او ښادو کښې ډیر وارې ګډون کړې دې. خو دا عکس څمکنو اولسوالې کښې د یوې کویژدن په موقع اخستې شوې دې چې هغوي ورته " دسمال وړل" وائی. یعنی د دسمال وړلو په دستوره کښې اخستل شوې عکس بیا چې د خپلو ملګرو د خوګیاڼو ډاکټر شاه جهان او د بېهسودو اولسوالې د زرغون شاه او د پاړه چنار د اسماعیل سره واپس شوم نو مونږ ته ېې هم یو یو دسمال او شیرینی راکړه. کومه چې زما د ژوند یوه خوږه خاطره ده او دغه دسمال راسره اوس هم سنبال پروت دې. Dasmal culture. Afghan Tradition Of Dasmal, Dastmaal. Tradition Of Dasmal In Afghanistan. Afghan Culture and Dastmaal, Afghan Pashtun Culture And Dressing. Afghan Male Dressing. Gift For Groom In Afghanistan. Pashto Culture, Pashtun Wedding Culture.