Egyptians and Pharaohs. Egyptian Culture and people's Pride On Pharaoh Dynasty.
Pashto Blog By Shahid Qamash
دلته زهٔ او یو مصری شریک کار کؤو. پرون ئې راته وئېل ستاسو دا خلق وائي فرعون سم سړی نۀ ؤو، فرعون به دوزخ ته ځي او فرعون ته د نظر نه سپک ګوري. دا تاسو ښهٔ نهٔ کوئ. فرعونان زمونږ باچاګان وو او د فرعونانو یو عظیم سلطنت وو. تاسو مونږ ته د پیغور پهٔ توګه د فرعون اولاد وایئ خو مونږ پرې ویاړ کؤو چې مونږ د دې عظیمو خلقو اولاد یو
د فرعونانو پهٔ حکومت کښې مصر یو خوشحال او آسوده ملک وو او نن چې فرعونان نشته نو د هغوي مقبرې او د هغوي هغه جوړې کړې ودانۍ زمونږ مصر ته ګټه ورکويې. پهٔ لکهونو خلق مصر ته پهٔ دې غرض راځي چې د فرعونانو دا مقبرې او دا ودانۍ ؤګوري او د دې سیلګرۍ نه مصر ته بلها امدن کیږي.
مصریان زمونږ نه پاخۀ مسلمانان دي، پۀ قرآن او عربۍ زمونږ نه ښۀ پوهیږي، جامعة الازهر پهٔ مصر کښې ده، عالمان ئې زمونږ د عالمانو نه تکړه دي خو پهٔ خپل تاریخ پهٔ خپل ثقافت او پهٔ خپل وطن تر دې حده مئین دي
او راشه زمونږ پښتانۀ مسلمانان چې په کهدایۍ کښې د بدها مجسمه وویني نو لوئې واړۀ ورپسې تبرونه راواخلي چې سنت ابراهیمي ادا کؤو. د عجب خان افریدي مجسمه ماته کړي چې مونږ بت شکن یو
شاهد قماش
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.