Afghanistan aw Melma Palana. Pashto Blog about Pashtun and Afghan Tradition Of Hospitality.
Melmastia As Pashtun's Tradition.
په افغانستان کې د میلمه پالنې فرهنګ زما هیڅ نه خوښیږي
لومړی خو ته خبر نه یې چې میلمه کور ته راځي تابه د ورځې لپاره ځانته پلان جوړ کړی وي کړپ میلمه به ناڅاپي راشي پلان به دې ګډوډ کړي دوهم کله چې یو بوډا یا زړه تنګی انسان میلمه دې شي که دې زړه غواړي که یې نه غواړي مجبور او مکلف یې هرې خبرې ته یې غوږ ونیسې کینې وخاندې وژاړې دریم دا چې یو یا دوه نفره میلمانه نه راځي چې راشي نهه بچیانو سره راشي ټوله ورځ به چغې شور او بغارې وهي او ته به دې زړه دیته خورې چې موټر باندې خط ونکړي د ګاونډی کور ته تیږی وارې نکړي ګلدانې مات نکړي المارۍ چپه نکړي
څلورم دا چې ځینې مشران میلمانه راشي تاته به لګیا وي چې تا کور ته څه وکړل تا دې بیستاني ورور او خور سره څه وکړل یعنې دومره بې نزاکته وي چې نیغ دې شخصي حریم کې خیشاوه شروع کړي الکه میلمه راغلی د بحث او خبرو خپل نزاکت او حد وپیژنه کم بګو زیاد بشنو والا سړی ځانه جوړ کړه پنځم دا چې ډک مجلس او حجره کې سګریټ لګوي څکوي بلخصوص میلمه داسې فکر کوي چې دا کار د ډیرې خوش طبعۍ او هوښیارۍ علامه ده
شپږم دا چې میلمه خپل ماشوم د خوراک منعه کوي که ماشوم د کوربه کور کې څه وخوري میلمه یې پدې کار شرمیږي لکه خوراک کول چې عیب وي وا سړیه درې منه خپله خورې څه کیږي دوه بادامه دې ماشوم وخوړل ..🤷🤦♂️😎
By Jalal Jabbar Khel.
Traditions Of Caring The Guests In Pashtun Afghan Society. Pashto blog. Pashtun Tradition Melma Palana, Guest Treating Well.
Warm Reception and Treating the Guest well is called Melma Palana In Pashto.
Hospitality Is Called Melma Palana Or Melmastia In Pashto Language.
میلمه پالنه
میلمستا
Melmastia Or Melma Palana Is Integral Part Of Pashtunwali as a code of life and Culture. Melmastia Means to receive, Care and well Treat any Guest or Guest at your home, Village or where ever you reside.
Pashtuns Often Try level best to care guests by presenting well cooked special dishes, foods, arranging Gup Shup parties at Hujra even local music arrangements are there as favor of Guest For better Melmastia.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.