Poem For Pashto Poet Sadiq Jarrak by Aleem Gul Sahar. Pashto Poetry
صادق انسان ژړک صاحب ته
مه ځه مه ځه زما زړه درسره ځي
ژوند کې پاتې لږ خواږه درسره ځي
دا کرکجن زړونه به مینځو بیا په څه شي
په اخلاص وللې اوبه درسره ځي
ګوره پاتې شه لا ډیر کارونه پاتې
لا ویښ نه دي، دا ویده درسره ځي
د څیرو او د جرګو وریغ یې الوتی
رنګ او خوند د پښتانه در سره ځي
تروږمۍ ده له موږ لار د وتو ورکه
شول بی رنګ ستوري رڼه درسره ځي
١/ ١٠/ ١٤٠٠
انځور د استاد صادق ژړک د ناروغي د وخت دی چې زموږ ښه انځورګر رفیع الله رسولي کښلی۔
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.