Pashto Ghazal.
Poet. Shahid Qamash
چې د حالاتو ښۀ کیدو څۀ ګنجائش نشته
ځکه مو زړونو کښې د ښې ورځې خواهش نشته
مجسمه د بدها وینم سلامت خوب کښې
او څوک ملا نشته، ط.ا.ل.ب نشته، د.ا.عش نشته
صاحبه غواړم چې دې مدح سرائي ؤکړم
خو ماسره د قصیدو هغه پالش نشته
پۀ تذکره کښې راله ؤلیکه د مرګ نیټه
څۀ ضرورت د دې تاریخِ پیدائش نشته
هغه چې ښکاري پۀ اسمان کښې یو تنها ستوری
خدایه امکان پکښې زما د رهائش نشته؟
شاهده شعر و شاعري ده واهیات شاید
خو بله لار د زړۀ د درد د نمائش نشته
Shahid Qamash.Ghazal.
Mula, Talib, Daeesh, Khuday, Bhoda, Budha, Qasida, Qaseeda, Pashto Poetry, Shahid Qamash, Shayeri, Pashto Times. Pashto Poetry 2022.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.