The Most Miser Man on The Earth? By Sharar Safi. د نړۍ کنجوس سړی *میرچن ترانسیسکو د نړۍ تر ټولو د شوم سړي لقب ګټلی و... لباس او خوړو ته یې هيڅ ارزښت نه ورکاوه، پتلون ته به یې پیوندونه پراته وو، د کرسمس په اختر کې یې ملګرو یو جوړ نوی لباس ورکړ، څو یې په دې طریقه پوه کړي چې دی ډېر کنجوس سړی دی، کله چې له رخصتۍ نه راستون شو، هم هغه زوړ لباس یې پر تن و، ملګری یې خبر شول چې ورکړې جامې یې د انترنت له لارې پلورلې وې د هغه له مړینې وروسته خلک پوه شول چې میرچن د هغو سازمانونو لپاره تر ټولو زیاته بسپنه ورکونکی و چې د بې کوره ماشومانو ساتنه کوي، او د هغه بسپنه 19 مليونه ډالرو ته رسیده دې سړي په کومه فلسفه کې ژوند کاوه؟! خپله ټوله خوښي یې د بې کوره ماشوم له یوې خولې موسکا ځار کړه د هیچا په ظاهر حکم مه کوئ کوم خوند او رڼا چې د بیوزله په موسکا کې پر ته ده په الماسو کې هم نشته Pashto Times. The Most Miser Man On The Earth. The Miser Man Story In Pashto. Pashto Stories. Kanjoos, Miser, Shoom In Pashto. Miser meanings In Pashto کنجوس یا شوم Kanjoos Or Shoom د نړۍ تر ټولو شوم سړی
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.