تورې وريځې چې اسمان کښې راشي مړې! خو ياد دې په باران کښې راشي نن ورله لوند په خپلو اوښکو ورځم که چرته رحم په جانان کښې راشي جوړه ګنډم ځانله خو داسې ګنډم د زلفو تار دې چې ګرېوان کښې راشي لږ ورته وګوره په ښکلي نظر چې لږه ساه خو په سېلان کښې راشي لږ ورته وګوره په ښکلي نظر چې لږه ساه خو په سېلان کښې راشي سیلان آفریدے Pashto Times Updated By Samiullah Khatir