پوهنه ادبی مکتب دارالترجمه
نظم نمبر ۳۱
شاعر
جبران خليل جبران,
Gibran Khalil Gibran (January 6, 1883 – April 10, 1931)
د نظم On Children
پښتو ژباړه.
# عطاءالله جان اېډووکېټ
-------------------------------------------------------------------------
ماشومان
*********
يوې ښځې چې ماشوم يې
وۀ سينه پورې نېولے
د خداے دوست ته داسې ووئيل چې مونږ ته
د وړو په حقله وکړه څو خبرې
نو هغه ورته څۀ دا رنګه ګويا شۀ
دا بچي چې ستاسو دي دا ستاسو نۀ دي
دا ژوندون دي زېږولي
چې تکميل د ارزوګانو خپلو وکړي
بس تخليق يې تاسو کړے
نوره هېڅ رشته مو نشته
کۀ په څنګ کښې ستاسو ووسي
خو بيا هم ستاسو څۀ نۀ دي
تاسو مينه شئ د دوي سره کولے
خو د خپل فکر تخمونه
په ذهنونو کښې د دوي نۀ شئ کرلے
دوي راوړي دي د خپل فکر تخمونه
وجودونه يې شئ تاسو قېد کولے
خو روحونه قېد کول يې ممکن نۀ دي
او دا ځکه چې روحونه
يې اوسېږي د سبا لوړو ماڼيو کښې
او تر دغې ماڼيو ستاسو
رسائي ممکنه نۀ ده
عن تر دې چې په خوبونو کښې هم هلته ورتلے نۀ شئ
تاسو دا هڅه کولے شئ چې کېږدئ
د دوي پلونو باندې پلونه
خو دا سوچ قدرې ونۀ کړئ
چې به دوي ستاسو په پلونو کېږدي پلونه
د ژوند اس په وړاندي ځي په شا نۀ ګوري
مثال ستاسو د ليندو دے
او بچي مو ژوندي غشي
ځي وځي ستاسو لۀ غېږو
جوړوي لاره هوا کښې
د ابد په لاره اخلي تير انداز شيش
او بيا تا راټيټوي په ټول طاقت خپل
او دا ځکه چې يې غشے
ورخطا شي د ليندې نه
په پوره رفتار تر ډېره لرې لاړ شي
تاسو هم کوئ دا هڅه
چې په لاس د تيرانداز کښې
په خندا او خوشحالۍ باندې راټيټ شئ
او دا ځکه چې هغه کۀ
يوې خوا ته دے مئين په خپلو غشو
نو دې بلې خوا ته ګورئ
په سينه پورې لينده هم جوخته نيسي
--------------------------------------------------------
On Children
Kahlil Gibran - 1883-1931
And a woman who held a babe against her bosom said, Speak to us of Children.
And he said:
Your children are not your children.
They are the sons and daughters of Life’s longing for itself.
They come through you but not from you,
And though they are with you yet they belong not to you.
You may give them your love but not your thoughts,
For they have their own thoughts.
You may house their bodies but not their souls,
For their souls dwell in the house of tomorrow, which you cannot visit, not even in your dreams.
You may strive to be like them, but seek not to make them like you.
For life goes not backward nor tarries with yesterday.
You are the bows from which your children as living arrows are sent forth.
The archer sees the mark upon the path of the infinite, and He bends you with His might that His arrows may go swift and far.
Let your bending in the archer’s hand be for gladness;
For even as He loves the arrow that flies, so He loves also the bow that is stable.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.