Bacha Khan, history Pashtun. Who Was Bacha Khan Baba?
کله چې په ۱۹۶۵ م کال کې فخر افغان خان عبدالغفار خان بابا زموږ کلي ته تشریف راوړی و، په دې مناسبت زما د پلار عبدالله بختانی خدمتګار يوه خاطره د (ښه ورځ) تر سرلیک لاندې ګرانو دوستانو ته وړاندې کوم:
(ښه ورځ)
زه چه خدای پیدا کړی یم، ما د خوندونو او مزو، د سیلونو او سات تېریو، د جدو جهد، د عزت او افتخار ډېرې ښې ورځې لیدلي دي. خو د خپل ژوند په تېرو ۳۸ کلونو کښې مې لکه د نن په شان ښه ورځ نه ده لیدلې، په همدې سبب زما سږنی پسرلی د تېرو نه ډېر خوندور دی. او د هغه خاطره هم لیکم:
نن، د هفتې (شنبې) ورځ د ۱۳۴۴ هـ ش کال د حمل د میاشتې (۲۸) مه،د ۱۹۶۵م کال د اپرېل (۱۷) مه نېټه ده. زه، زما زوی نصرالله او نور خپلوان، زما په حجره کښې ناست یو او د یو درانه مېلمه انتظار کوو.
ښاغلی سید محمد طاهر بینا، حاجي راهدار او محمد ایوب راورسېدل. لږ څه تشویش دی چه مېلمه به راشي که نه؟ ځکه چه بېدرکه باران ورېدهء. ښاغلی عبدالوکیل صداقت چه د شپې ماسره ؤ جلال کوټ ته تللی چه مېلمه راولي. ما سهار هغه ته ویلي وو چه باران دی څنګه به شي؟ - هغه ویلي ؤ چه زه ورپسې ځم که راغی ښه، که نه، تاته خبر ورکوم. لس نیمې بجې وي نه مېلمانه راغلي او نه خبر. باران په شرق کښې دی او مونږ په اندېښنه کښې یو. زه د مېلمه په راتګ هم ډېر خپه یم او هم ډېر خوشحاله. هغه په دې چه باران او خټې دي او مېلمه سپین ږیری دی او دا په دې چه نه زه تر دې بل لوی سړی پېژنم او نه بل محترم مېلمه، د هغه په راتګ زه داسې افتخار احساسوم چه قطعاً یې شرح کولی نه شم.
هغه د لوړې ونې، لوی شخصیت، لویې حوصلې او لویې ارادې خاوند، لوی پښتون او لوی سړی دی.
دومره لوی چه د انګریز غوندې لویې امپراتورئ زور ته یې سر ټیټ کړی نه دی او زرو ته یې لاس وړاندې کړی نه دی.
- چه د لوی مستعمره هند د آزادئ لپاره یې د انګرېز په جېلخانو کښې او د پښتنو د خپلواکئ لپاره یې د پاکستان په زندانونو کښې د خپل ژوند خوږې ورځې تېرې کړي دي.
- چه د قوم آزادي، آبادي، اتفاق، ورورولي او پوهه غواړي.
- چه د ټولو پښتنو بابا دی، په ډېرو وړو ډېر مهربان دی.
دا لوی سړی، مبارز، مجاهد، رهبر، خواخوږی، مهربان فخر افغان عبدالغفار خان دی.
چه نوم دې په خوله واخلمه بابا فخر افغانه!
نو ډار د استعمار او د عذاب راځنې هېر شي
په یوه خواره جو نګړه کښې، د دغه لوی سړي لار څارو.
را به شي؟ که نه؟- که راشي ښه ده، ډېره ښه ده.
که را نه شي ښه ده، ډېره ښه ده. سخت باران، مردارې خټې دي په عذاب به شي.
هغه دي راغله!! مېلمانه راغله!!!
ملګرو د بابا د مټ نه نیولی، مرسته یې ورسره کوله، راغی.
ښاغلی ملک نادر خان اپریدی، ښاغلی میراجان سیال، ښاغلی سلیمان خېل (د ننګرهار د قبایلو مدیر) ، ښاغلی میراجان سیال، ښاغلی سلیمان خېل (د ننګرهار د قبایلو مدیر) ، او دوه تنه د ننګرهار د امنیې پولیسان ورسره وو.
مېلمانه، زما د استازي، ګران ورور او ملګري ښاغلي صداقت سره راورسېدل. هو! د صداقت سره!
ښاغلی خادم، رښتین، کمین، ملک شېر آغا او پلاریې، عندلیب او ورور یې او لیوال را نه نه غله، دوی ما غوښتي وو. خو پوه نه یم چه په کوم سبب؟- ځینو به د باران په وجه فکر کړی وي چه باچا خان تلی نه شي. ځینو ته به د سیاست مراعات د باران ډېره معقوله بهانه په لاس ورکړې وي. کوم یو ته به کوم ضروري شخصي کار هم پېښ شوی وي. خدای پوهېږي. د چا چه زړه غوښتل راغلل. بابا په سپینه ږیره راغی، مېلمنو کښې بینا په داسې حال کښې راغی چه د ده آمر مطیح الله چمبېلی (د مطبوعاتو مدیر) بیا دی په سره رنګ غیر حاضر کړی ؤ. د بابا چه دمه سازه شوه، زما زوی نصرالله (نصر افغان) چه د شپږم صنف زده کوونکی دی، پورته شو او بابا ته یې داسې هر کلی ووایه:
ګرانه باچاخانه! السلام علیکم، هر کله راشې!
ستاسو راتګ زمونږ سیمې، زمونږ کلی او زمونږ دېرې ته زمونږ د خوښئ او افتخار سبب دی. ستاسو په اجازه به زه هغه شعر ولولم چه افغانستان ته ستاسو د راتګ سره سم لیکل شوی دی.
دا شعر یوازې زمونږ له خوا هرکلی نه دی، بلکه د دې هېواد د ویښو، منورو او وطن پالو نکو زلمیانو د زړه آواز دی:
د قام د آزادئ لوی قهرمانه په خیر راغلې
ای ګرانه! عالیشانه! باچاخانه په خیر راغلې
ای ګرانه! عالیشناه! باچاخان په خیر راغلې
کلونه مو ایستلی انتظار چه ته راځې
باڼه مودي فرش کړي ستا په لار چه ته راځې
په ژمې کښې هېواد شو لو ګلزار چه ته راځې
راځه! دا دې خپل کور دی قدر دانه په خیر راغلې
ای ګرانه! عالیشانه! باچاخانه! په خیر راغلې
هوا ډېره سړه ده خو تاوده دي زمونږ زړونه
ځاریږي دې له دې ژمي ګلونه بهارونه
د نن د لوی اختر نه دې قربان شي اخترونه
د ملک د پسرلي د بڼ باغوانه! په خیر راغلې
د قام د ازادئ لوی قهرمانه په خیر راغلي
بابا مو یو سپین زړی او سپین ږیری سپین پښتون دی
صفا او سپین غږېږي سپین سپېڅلی یې مضمون دی
وطن په سپنو واورو سپین شوی نن پرون دی
رحمت دی وړېدلی له آسمانه، په خیر راغلې
ای ګرانه! عالیشانه! باچاخانه په خیر راغلې
عزت نه خلک وایي چه بابا زمونږه خان دی
دوی پوی دي چه خان نه دی په معنا کښې لوی انسان دی
په خپل محکوم اولس باندې بې حده مهربان دی
ای خانه! لوی انسانه! مهربانه! په خیر راغلې
د قام د آزادئ لوی قهرمانه په خیر راغلې
لیډر یې او رهبر یې او بابا د مېړنو یې
ګاندی د سرحد نه یې خدمتګار د پښتنو یې
لویانو ځنې ډېر لوی په نظر د خپل بچو یې
هادي د پښتنو فخر افغانه په خیر راغلې
ای ګرانه! عالیشانه! باچاخانه په خیر راغلې
ځوانئ کښې ځوان عاشق وې په اصلاح د افغانانو
زړښت کښې ته معشوق یې د وطن د عاشقانو
پتنګ یې د وطن، ډېوه د ملک د پتنګانو
د مینې درازو نو نکته دانه په خیر راغلې
د قام د آزادئ لوی قهرمانه په خیر راغلې
ګاللي دې ربړونه، زحمتونه، تکلیفونه
تېر کړي دي رنځونه او د جېل مشقتونه
د قام د آزادئ د پاره لوی مصیبتونه
با عزمه! با شرفه! باوجدانه! په خیر راغلې
ای ګرانه! علیشانه! باچاخانه! په خیر راغلې
دنیا کښې لوی مثال ته د غیرت او د پښتویې
روښان یو بل مشال ته د تاریخ د پښتنو یې
مشال څه؟ ځلاند ستوری په آسمان د مېړنو یې
له زړه په بختاني باندې ډېر ګرانه په خیر راغلې
د قام د آزادئ لوی قهرمانه په خیر راغلې
باچا خان، نصرالله ښکل کړ او مهرباني یې ورسره وکړه بیا ښاغلي سید محمد طاهر بینا خپل هغه شعر ولوست چه په همدغه ورځ یې جوړ کړی و. د باران او خټو خبره او د بابا همت او زما اختلاص یې پکښې یاد کړی و. چه د بابا خوښ شو.
زما کمکئ لور صدیقه راغله، بابا ته یې ستړی مشي وویله او یو مصنوعي ګل او ګلداني بابا ته وړاندې کړه. بابا صدیقه پخپله غېږ کښې کښېنو له او بېشانه مهرباني یې ور سره وکړه او ګل او ګلدان یې بېرته وروباخښه.
بیا ډوډئ راغله، ډوډئ د بابا د توصیې او زما د وسې سره سم ساده د چرګ ښوروا وه. بابا ته یې خوند ورکړ. ډوډئ نه یې وروسته ما چه د چایو د تور او شین پوښتنه وکړه بابا د قهر په لهجه وویل: مالټه مو وخوړه نو د چا یو څه ضرورت دی؟
ښاغلی سیال وویل: بابا یې که نه څښي د نورو نه دې پوښتنه وشي. بابا په ډېر قهر وویل:
آخر هغه زنانه غریبانانې هم بنیادمانې دي که نه؟ یوازې خدای تاسې پیدا کړي یاست.
نه وایئ چه په دې باران کښې پخلی هغوی ته څومره تکلیف ورکوي؟ ستاسو یو حکم دی او بس!
په دې شان د چایو لانجه غوڅه شوه.
د مېلمنو د مذاکرو نه معلومېده چه د باران په وجه د نورو خوښه نه وه، خو د هغوی په اصطلاح بابا زورور سړی و او راغی، بابا ویلی وو: هغه غریب ( زه یې ښودلم) به په تمه وي هر څنګه چه وي، خدای دې خیر پېښوي ځو !
باران لږ درېدلی و، مېلمنو د تګ تکل وکړ او د فرصت نه یې استفاده وکړه.
ښاغلی بینا عکسونه واخیستل خو د هوا د خرابئ په وجه یوه یې هم کارورنه کړ.
بابا چه موټر ته روان و هم خټې وې، او هم د غسې خبرې کېدلې، ما ترې عذر وغوښت، خو هغه په ډېره مینه وویل: دا ډېر ښه وشوو، د غسې ورځې بیا تر ډېره وخته پورې د سړي نه نه هېریږي.
بابا چه موټر ته تلو زمونږ د کلیو خلک، ځوانان، ماشومان او سپین ږیري لارو ته وتلي وو او بابا ته یې هر کلی وایه. ښځې د بامونو په سر ختلې وې او د بابا دیدن یې کاوه. هغوی ویل: بابا غازي دی او لیدل یې ثواب لري.
کله چه موټر ته ورسېد، حاجي راهدار وویل: خلک ستاسو د لیدو ډېر آرزو من دي، د باران په وجه خلکو فکر کړی دی چه تاسو راتلای نه شئ! نو ځکه ډیر خلک نه دي وتلي، د غسې چه کله کله کلیو ته راشئ او خپل خلک وګورئ ډېر به ښه شي!
بابا وویل: ما دغه مدیر صاحب نه پریږدي (د قبایلو مدیر ته اشاره وکړه او مراد یې د افغانستان حکومت ؤ) که نه زه په ښارونو کښې تنګېږم.زما ښار خوښ نه دی. په کلیو کښې ډیر خوحاله یم چه خپل قام عزیز سره کښېنم، خو څه وکړم؟ دې مدیر صاحب په کوټنئ کښې کښېنولی یم او خلکو ته مې نه پرېږدي. که نه زه خو همدې ته راغلی یم چه تاسو عزیز انو سره کښېنم، تاسو سره وګو رم او تاسې سره وغږیږم.
د بابا لاسونه مو ښکل کړل او خدای پاماني وشوه. دغه (ښه ورځ) داسې پای ته ورسېدله.
د ۱۳۴۴ د حمل ۲۸ مه
د ۱۹۶۵م کال د اپرېل (۱۷) مه
کتابخانه:
کله چه مونږ د درانه مېلمه انتظار کاوه او تګ او نه راتګ یې په شک کښې و، نو بینا دوی ته ویلي وو:« که بابا په دې خټو کښې راغی نو زه به د هغوی په افتخار خپله کتابخانه په دغه ځای کښې جوړه کړم. او د ددغې کتابخانې نوم به داوي:
(د فخر افغان عبدالغفار خان بابا
په نامه
د عبدالله بختاني اولسي کتابخانه)
بابا چه راغی د کتابخانې جوړول ضروري شو، سمدستي مې په هغه ځای کښې چه د کلي نه بهر دی د کتابخانې په جوړولو وسه ونه رسیده خو د دغې وعدې په برکت د ننه په کلي کښې خپل هغه زوړ کور چه پنځوس کاله د مخه زما پلار جوړ کړی و وران کړ او په هغه کښې مې کتابخانه جوړه کړه او پاسنی مبارک نوم مې ورباندې کښېښود، کله چه مې توان ورسید، هماغه د بابا د کښېناستو ځای به په کتابخانه بدل کړم او کتابونه به هلته وچلوم.
عبدالله بختانی
د ۱۳۴۴ د حمل ۲۸ مه
د ۱۹۶۵م کال د اپرېل (۱۷) مه
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.