Skip to main content

Ghani khan aw da Dir Zalmi

Ghani Khan Aw Da Dir Zalmi by Maulana Khanzeb Bajour.

غني خان او د دير پښتون ځلمې

غني خان د خپل قام سره بې کچه مينه لري پخپله وېنا کښې د غني خان دغه مينه د خپل قام سره ځائې په ځائې جوتېږي هغه د پښتون فطري خويونه ډېر خواږه او زړه خوږي بولي ځکه خو وائي چې پښتون په نسل هرڅوک دې خو زه ورسره مینه لرم ماته ګران دې د ساګو کاسې ته به ناست وي خو مېلمه ته به ست لکه د شاهانو کوي په کوپړې ورکوټې دې خو په زړه ډېر غټ دې د پښتون په پېړو پېړو کنځلو کښې هم غني خان ته ېو سرور او ذوق ښکاري ځکه خو وائي

په والله چې د جنته به شم ستون
چې کنځل پکښې وانورم د پښتون

پښتون غني ته د يوناني خلکو پشان ښکاري او پدې لاندې ليک کښې ورته ټول پښتانه د دير د غرونو سوچه او خوږو خلکو پشان ښکاري او د ديروژي پښتون په څېره او کړو وړو کښې د ټولو پښتنو د ژوند او کلتور ننداره وړاندې کوي..
غني خان وائي !کلي والې سندرې د ېو ملت روحاني انځور وي او پېژندګلو هم ! خو ددې روحاني انځور پیژاندګلو لپاره دا اړينه ده چې دغه بل ملت لرغونې هم وي او ريښتونې هم . ېو ريښتوني احساس لرل دومره مېړنې کار نه وي ډېر ګران کار ددې څرګندونه وي او په ځانګړي توګه د هغه چا لپاره څوک چې ډېر پرمختللي او متمدن وي . کله چې ېو رواج د عادت سره واغږل شي او کله چې سترګې د اورېدونکي مخ ته د خپلې مينې د مخ نه په غور کاته شروع کړي نو دا هغه وخت وي چې ېو دود په ساز ،جذبه پر اخلاقو او خواهش په مينه واوړي .ارېان مه شئ ! کچرې تاسو ته د پښتون سندرې خونکارې ،لغړې ، او اېغې نېغې ،ښکاري .دا ځکه چې دې په ېوه ناوه ېا ورکوټي کلي کښې یواځې او ځانله په لرغوني او شاړ شبړ چاپېريال کښې ژوند کوي او د څه راتلونکي پېښې ،مرګ ژوبلې ، په اندېښنو کښې دومره بوخت وي چې د ځان او پرمختګ او ودې سوچ ئې ېاد نه وي 

راځئ چې تاسو د دير سيمې ته بوځم . دغلته دا پښتون مونږ پلؤ ته راروان دې چې په رنګ جوسه ډول ډال او لوړتيا برابر سړې دې . ويښتان ئې اوږده اوږده ،غوړ، ږمنځ ،کړې شوي او د رېښمو سور دوسمال ئې ترېنه تاؤ کړې دې داسې برېښي لکه چې د باچا په سر رنکينه تاج وي سترګې غټې غټې په رنجو تورې کړې دي . په غوږ ئې ګل ايښې دې او،شونډې، په دنداسه ډوبې سرې کړې دي . په لاس کښې ئې ،ستار ،او په غاړه ئې ،ټوپک ،دې چې ترڅو پورې تا دده سترګو ته جوخت جوخت نوي کتلي نو ته به وائې چې ګنې څوک ښځولک دې ! سترګې رنړې د سړيتوب او نرتوب نه ډکې ،ېره نه پېژني ولې ؟ چې ژوند دومره نلري چې مرګ اوپېژني .دې پدې سرو شونډو او تورو سترګو خپل سر داؤ ته ږدي . د پښتنې قبيلې دا نر بچې په ډاګه مخ په مخ جنګ کوي او د څه شاته کېږي نه د ېرې په وخت خاندي او سندرې وائي . راځئ ! چې دده سندرې ته غوږ شو
اې زما مينې ته لکه د نرګس هسې ښکلې ئې
اې زما د مينې خزانې
ته زما ژوند زما روح
او غرنې ګل لاله ئې
ته زما د سهر ستورې
لکه د کمبر ګل
د غره د سر سپينه واوره
ستا خندا لکه د څاؤو
ستا خبرې لکه ماښامي باد

اې ! زما د ګلو لښتې چې سترګو کښې ئې درله د سپوږمۍ رڼا هسې رڼا اچولې

اې زما بلبلې راشه زما په زړه کښې آباده شه
ښکته د سيند په لور پټو کښې جينې ولاړه ده او د هغې په خوږ غږ کښې هم دا سندره تې اورېدل شي.
ماله د ايلم په سر ېوه جونګړه جوړه کړه
چې زه ورته لکه د زرکې په ګډا ګډا راشم

داد مينې داستان هم داسې په سندرو او جوابي سندرو پېل شي بېا د هلک د کورنۍ د لورې د جينې د کورنۍ سره خبره اوشي او هم داسې دا زرينه هلک ته اوسپاري او وخت په وخت د سندرو لرې پکښې جاري وي

د هلک د غاړې جينکې په ښکلو ښائسته جامو کښې د نکريزو سره د تال سره د جينې کورته روانې وي په لاره تمبل غږېږي او د تمبل په تال سره سندرې وائل کېږي 

ځلمې د نښتر اونې هسې دنګ لوړ دې
او ناوې د ګلابو هسې غونچه ده
د هغې په سر زرين شال دې
او په زنه ئې شين خال دې.

دغسې ددې واده اوشي او دوانړه سره ېو ځائې ژوند کوي او دوانړه پدې پوهېږي چې د دوئي دوانړو ېو ځائې اوسيدل تر ډېر وخت لپاره نه دي او ډېر زر به د بېلتانه لښکرې دوئي د ېو بل نه جدا کړي . ېو ورځ دې د کور نه رووځي او بېا چرې هم ستون نشي د خپلو،هم پښته ،او هم نسله ،خلکو دلاسه په سپين مېدان غلبېل کړې شي او ټول عمري دده ښځې ته دوه ګهړې خوشالي ،دوه بچي ، او د ټول عمر غمونه پاتي شي . هغه د خپل مېړه ټوپک او ستار د خپلو ځامنو لپاره سمبال ساتي کله کله ورته په ماښامي کښې د مينې سندره راپه زړه شي نو سترګې ډېرې درنې شي خو اوښکې د زړه دننه توي کړي هغه مشر ځوي پخپل ځان پورې راجوخت کړي ځکه چې دې په رنګ جوسه کښې پلار ته تلې  او د کشر ځوئي خندا ئې د پلار غوندې ده . ماښام چې د نغري غاړې ته کيني نو اول د خپلو ځامنو سترګو ته اوګوري او بېا دغه خالي ځائې ته نو زړه ئې خور او لاړ شي . زمونږ پلار د چا پشان وو ؟ هلکان پوښتنه کوي ! هغه ورته دانشي وائلې چې هغه لوئي فلاسفر ېا پوهان وو . ورته وائي چې هغه ستر انسان وو او مړنې جګړن وو او بېا ورته دهغه جنګ سندره واوروي کوم جنګ کښې چې ملېزو ،اليزو ،ته ماتې ورکړې وه ددويي پلار هم پدغه جنګ کښې ددرې رونړو او پينځه تربورانو سره وژل شوې وو 


ما ليدلي محلونه د لندن دي
جينكۍ مستې ازادې ګلبدن دي
ما ليدلي د پيرس ښاپېرۍ ښكلې
په كردار ګفتار خوږې لكه بلبلې
ما ليدلي تاج محل غوټۍ د ګلو
د ډهلي ښكلي ښارونه د مغولو
خو چې ووينم زه خپل د خټو كور
رانه هېر شي محلونه ښايسته نور
دا نرۍ تنګې كوڅې زما د كلي
ورته څه دي د دنيا ښارونه ښكلي
چې خړمخى ورور پښتون مخې له درشي
درنه هېر به ټول ښايست د بحر و بر شي.

ليک مولانا خانزېب.
دي 

Pashto Times. Pashto Blog about Ghani Khan and Youth Of Dir. Article By Maulana Khan Zeb Bajawar. Pashto Folklore  aw Ghani Pohana

پټهان.
ژباړه خاطر مانيروال

Pashto articles of Maulana Khanzeb
Pashto history.

Ghani khan aw da Dir Zalmi. Pashto Folk Songs

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso