لکه څنګه چې د علم 'علم' ته اېپسټمالوجي (Epistemology) وائي، دا رنګ د تاریخ 'تاریخ' ته هسټروګرافي (Historiography) وائي. د اسانتیا لۀ مخه هسټریوګرافي ته تاريخ نويسي/ 'تاریخ لیکنه' هم وائي؛ خو دا اصل کښې د تاریخ د علم هغه څانګه ده چې ور پۀ کښې تاریخي واقعاتو/ مشاهیرو/ اقدارو ته د استناد زمینه/ جامه ور اغوستولې کېږي. دا استناد تشکيلي وي چې ور پۀ کښې دربار/ ریاست/ ليکوال/ ليکوالي د هغه وخت د ظالم مظلوم/ حاکم محکوم او د پړ او وړ بیانیه را ولاړوي – لکه څنګه چې هم پۀ يو وخت یو جنګجو د چا لپاره مجاهد/ مبارز او د چا لپاره دهشت ګرد/ يرغلګر وي، هم دا رنګ د واقعاتو تشکيلي حقیقتونه وخت پۀ وخت نوي نوي مخونه را څرګندوي. انساني ژوند کښې هغه تمام تاریخي ضروریات چې خوندي پاتې کېدل ئې ضروري وو، د شاعرۍ په وساطت خوندي کېدل او پۀ شفوي طريقه سینه پۀ سینه محفوظ کېدل . د سماج/ اخلاق/ ذراعت لوازمات داسې محفوظ شول. بیا پۀ لرغوني مصر او میوزوپوټيمیاکښې د تواریخ یو ترتیب وار ترجیحاتي درباري (Chronologies) جوړېدل.
دغه سلسله پۀ پینځمه قبل مسیح پېړۍ کښې چې د یونان تر تاریخ نويسۍ را رسېده نو د هېروډوټس اثار، بیا پۀ رومن تهذیب کښې د (Cato the elder) او د لاطیني تواریخو برخه را منځ ته شوه او ورپسې د 'هن' تهذیب د وسطي اېشیاء، موجوده چین او جاپان لرغوني تواریخ ثبت شول. د دې نه پس د نړۍ د منځومانې دوره کښې د مرکزي اروپا تواریخ، مسلم تواریخ، کوریائي او جاپاني تواریخ ثبت شول.تر دې دمه سره د قبولیت او استناد مرکزیت الاهیات / عقائد/ مابعدالطبیعیاتي اقدار او روایاتو ته حاصل ؤ. د رېناسېنس پۀ دوره کښې د هسټوریوګرافي مرکزیت تجربې/ تاریخیت/ معیشت/ سماجیت ته وا غوښتو او د مفروضاتو پۀ ځاے د واقعې/ تاریخ استناد ته د عقلي/ مادي او تجرباتي استدلال پۀ اوږو رسد رواج شو. دې مد کښې والټئېر ، ډېوډ هیوم او اېډورډ ګبن د هسټوریوګرافي د علم د مېدان بنیادونه پاخۀ کړي دي.
پښتانۀ د زرتشت او د بدها لارویان چې پۀ خپله خاوره او خپل کور کښې د تاریخ د تشکیلي حقیقتونو نه را واخله تر د هائپر رياليټیز پۀ فوق رښتیاو د مودو مودو نه د جبر ښکار دي، تهې تهې دروغ ور پورې تړلي دي.د شناخت پۀ مخ ئې د داغونو باران مېشته دے. نو داسې حال کښې هسټوریوګرافي )د تاریخ تاریخ( د دوي لپاره يو روښانه سباوون ګرځېدے شي. 'مفکوره' د خپلې نعرې (To evolve the Nation) رښتونے حق ادا کوي او د شهیدې بابړې پۀ صورت کښې د پښتون تاریخ 'تاریخ' تشکیلي/ لاتشکیلي/ نوي تاریخوالي توضیحات او تعبیرات را سپړدلو ته علمي لارې پرانیزي.
سمیع الدین ارمان
کنسلټنټ، ارټ اینډ لېټرېچر، 'مفکوره'
يويشتمه جولائي، 2010، پېښور
#ShaheedaBabarra
Pashtuns
Pashto Times
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.