Skip to main content

History of Pashtuns. Saadullah Jan Burq Articles

Who Are Pashtuns? History Blog

History of Pashtuns. Saadullah Jan Burq Articles. Da Pukhtano Asal Nasal. Pukhtun Qaam Ka Nasal? By Saadullah Jan Burq 


اوله برخه ـ ژند اوويستا ـ کتاب پښتون قام يا نسل ؟ ليکونکے سعدالله  جان برق ـ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ،،ــــــ
د بني اسراٸيلي  نظريې سره څنګ څنګ کښې چې کومه بله نظريه د پښتنو د اصل نسل په باره كې روانه ده هغه د پښتنو د ارياٸي کيدو نظرياته ده ـ
او د دې نظرٸې  د تاٸيد دپاره هغه اسناد پکارولے شي چې زيات تر د فارسي يا زردشتي مذهب سره تړون لري ـ

په دغه اسنادو کښې اول د اوويستا مقام راځي بيا ورپسې د فردوسي شاهنامه او يو نامعلوم کتاب خداٸي نامه (خداٸي تاهک اسناد دي ـ 
ظاهره ده چې په دې لړ کښې هم بيا ورپسې د خپلې نظريې ثابتولو دپاره ډېر مغربي  مستشرقين ،غرب مورخين او روسي عالمان هم راځي ـ

د بدقسمتې نه دلته هم د روسي ،مغربي  ،عربي يا يوناني عالمانو وينا د کاڼي  کرښه  کڼلے شي ـ
او په پټو سترګو پرې يقين کيږي ـ حالانکې  د دغه ټولو د ليکنو بنياد هم په دغه مشرقي منابعو وي ـ
خو هسې چې لږ انګرېزي ،فرانسوي ،المانوي يا عربي يوناني نوم او حواله  راشي هغه حرف اخر ګڼلے شي ـ
مونږ به دلته په ژند يا اوويستا خبره کوو ـ او د ارياٸي  نظريې په بنيادونو نظر اچوو ـ

ژند او اوويستا باندې ډير مدلل بحثونه شوي دي ځنې ژند کتاب ګڼي او اوويستا ژبه او ځنې ځنې اوويستا کتاب ګڼي او ژند ژبه ـ
خو اوس دا خبره ثابته شوې چې اوويستا کتاب دے او ژند ژبه ـ 
خو خبره بيا هم صفا نه ده ځکه چې ژند ځکه  د يو کتاب نوم دے چې د ده د تشريح او تفسير دپاره کوم کتاب ليکلے شوے وو د هغه نامه پاژند وه ـ خو هغه دومره زيات مغلق او ناقابل فهم وو چې د پيچيده او ناقابل فهم خبرو دپاره پاژند د متل په طور مشهور شو ـ هره هغه خبره چې نوره هم ورانه ويجاړه کړے شي هغې ته پاژند وايي ـ علامه اقبال هم دغه خبره کړې ده چې:

احکام تيرې حکم هے مګر اپنے مفسر 
تاويل سے قرآن کو بناديتے هے پاژند

دا حقيقت دے چې يو قرآن دے ډيرو تاويلونو دوه اويا فرقې پيدا کړې دي ـ
چې هره يوه ځان ځان له د قرآن معنا کوي ـ
خو اوس زياتره خلقو اوويستا د کتاب په طور ياده کړې ده او يادوي يې نو مونږ به ورته هم دغه نوم اخلو ـ
د کتاب د نوم نه پس دويمه مسٸله  چې کومه ده هغه دا ده چې د دې کتاب موسس او باني زردشت څوک وو او په کومه زمانه كې تير شوے دے ـ
د زردشت  حقيقي زمانه نه شي ټاکلے ځكه چې د پنځو زرو قبل مسيح نه تر شپږمې صدۍ قبل مسيح  پورې خلقو ياد کړے دے ـ
د افغانستان يو محقق دوست شنواري دا ټول مباحث په خپل کتاب ـ ـ ـ ـ ـ افغانستان په اوويستا " کښې راجمع  کړے چې د اوويستا په باره کښې ،د زردشت باره کښې او ورسره  په نورو تړلو موضوعاتو باندې يو ډېر په زړه پوري کتاب دے ـ
زه اول د دوست شنواري  په ليکلي  نظريو باندې رڼا اچووم ـ
هغه وايي چې زردشت په مختلفو نامو او زمانو کښې ياد شوے دے ـ
خپله د اوويستا په متونو کښې "زرا توشتر " (ZARA TUSHtRA) دے ـ د لرغوني يوناني مورخينو په ليکنو کښې "زرواشتر " ( Zaroaster) او د ميلادي لسمې پيړۍ په ادبياتو کښې زردشت (Zarduhisht) راغلے دے ـ او کله په شعرونو کښې زردهوشت او کله زردهشت په فورمه ليکلے  شوے دے ـ (افغانستان په اوويستا کښې )

دا خو ٸې  د نوم تلفظ شو اوس معنا ٸې  څه ده ـ څوک وايي چې مطلب ٸې  د زيړ اوښ خاوند دے ـ څوک ٸې  د زرين اوښ والا يادوي او څوک ٸې د زوړ اوښ خاوند ـ دا مطلبونه د نوم د دوو حصو "زر" او اشتر نه ويستلے کيږي  ـ
د زمانې تر مخه ٸې زيات ليکونکي  شپږ قبل مسيح  پيړۍ يادوي ـ روسي ليکوال اباٸيف ٸې د (٥٦٩ ق م ) 
د زمانې سړے يادوي ـ داسې دا خبره تر پينځه  زره قبل مسيح  پورې رسيدلې ده ـ
کم از کم دولس ديارلسو کسانو بيله بيلې زمانې يادې کړي دي ـ
پور داٶد نومې پارسي ليکوال ٸې  زمانه ((١٠٨٠ق م) ښودلې ده ـ
يو ايراني ليکوال ذبيح الله بيروز ٸې  ((١٧٢٥ق م ) 
د زمانې فرد بيانوي  ـ
خو فرانسوي ليکوال رينے ګينون د ده زمانه پنځه زره قبل مسيح ښايي بلکې  د افلاطون په يو ليک کښې خو شپږ زره قبل مسيح ياد شوے دے ـ
نور بيا ـ ـ ـ

نور اپريدے


Who Are Pashtuns? History Blog

History of Pashtuns. Saadullah Jan Burq Articles. Da Pukhtano Asal Nasal. Pukhtun Qaam Ka Nasal? By Saadullah Jan Burq . Pukhtana Sook De. Who Are Pathans? Pukhtun koon Hay? Pukhtun sook de?

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso