مومن خان بابا
تره خیلوکلي کې د مومن خان په اړوند ډیرې کیسې مشهورې دي
وایي: مومن خان غښتلی ځوان وه، ده دوه ورونه نورهم درلودل هغوی له یو مور څخه وو، دی د بله مور څخه، مومن خان د ورونو منځ کې مشر هم وه، د وخت د پاچاه له خوا نفرکشی شوه، پلار یې مومن خان ورته معرفي کړ نوموړۍ هرات ته ولاړه.
د نفر کشی په اړه تاریخ کتابونو کې لیکل شوي: نادرشاه افشار سني مذهب د قرقلو په قوم پورې اړه لري اصلاً ترک او د افشار له ښاخ څخه وه، په ۱۷۳۶م کال کې د ایران د پاچاهۍ په تخت کښیناست. بیا نادرشاه افشار د کابل په خوا روان شو، د دغه ځای رئیس شاه درګاهی تریو لنډې جګړې وروسته تسلیم شو او په ۱۷۳۸م کال په کابل باندې د نادر قبضه ټینګه شوه . [بیا نادرشاه افشار د کابل له نیولو ورسته د هند په لور د خپلو لښکرو سره وخوځیده، نو د هند د نیولو او چورچپاول وروسته په دې توګه لیکل شوي: «کله چې نادرشاه افشار د خیبر جلال آباد له لارې د روژې په اوله ۱۱۵۲سپومیزه چې د ۱۷۳۹م سره سمون لري، کابل ته راغی د کابل د ټولو سیمو پښتنو مشرانو له نادرشاه افشار سره لیدنه وکړه، نږدې څلویښت زره پښتانه، هزاره او د نورو قومونو ځوانان له پیښور او کابله د نادرشاه افشار اردو سره یوځای شول او هرات ته یې ولیږل . په تائید«چهل هزار نفر طوایف افغان پیشاور و کابل وجماعت هزاره و باقی ایلات کوه نشین درسلک ملازمت انعقاد داده روانه هرات، وکس تعین فرمودند که در آنجا مشغول سر انجام ضروریات ومایحتیاج و استعداد آن جماعت باشد . له نادرشاه افشار سره احمدشاه بابا، آزادخان سلیمان خیل، محمدخان بلوڅ او ډیر نور پښتانه هم ورسر وه چې په ولایتونو ګومارلي وو . ویل کیږي مومن خان د ښه استعداد او صحت خاوند وه، کله چې ایران ته ولاړه هلته یې عسکري هنرونو کې ښه مهارت پیداکړ په ځانګړې توګه چوب بازي (توره وهنه،لرګلوبه) کې یې ساری نه لاره، بیا وروسته هلته د لوی منصب خاوندشوه.
د نادرشاه د امپراتورۍ په وخت کې توپ او ټوپک ډیرکم وه، ځنې خلک به په آسانو سپاره وو او ځنې به یې پیاده وو، جګړه کې د توپ او ټوپک ترڅنګ له غشو، توره او سپر نه کار اخیستل کیده.حتماً مومن خان دغه لوبه هلته زده کړې ده، د نوموړي د چوبازۍ یا توره وهنې لوبه نن د تره خیلو د کلي خلکو ته میراث پاتي شوی، چې له هغه ډلې یو شمیر مشهور خلک دغه دي: سردارلالا، حاجی نصرومشهور په حاجی نګاران، حاجی خان، لالاآغااستاد، عبدالقدوس مشهور په ګل آغا، غلام حق، ډګروال نظیر، ډګروال عبدالله، عبدالمقصود، یارجان لالا، حاجی صاحب اکبر، مدیرڅنډی، شکرخان لالا، اکبرخان لالا، مدیرصمد، ښاغلی خیرمحمد(حاجي لایق)، یاسین لالا، جګړن صیب محمدظریف همداشان نور. افغانستان کې کله د دولت لخوا د نوي کال ورځ په غازي استیدیم کې لمانځې نو د کابل د مربوطه ولسوالۍ او کلیو بزګران هلته راغونډیږي د هرې ولسوالۍ خلک خپله عنعنوي او کلیوالي لوبه هلته نندارې ته وړاندې کوي، تره خیل ځوانان چوب بازي یا (توره وهنه) نندارې ته وړاندې کوې چې ټول افغانستان کې یې ساری نشته. د تره خیلو چوب بازۍ په اړه ډاکټرلطیف لیکلي. «د تره خيلوکلي کې توره وهل يا شمشير بازي زيات رواج لري » .
- حیات افغانی، لیکوال: محمدحیات خان ۸۸مخ.
- فرهنګ کابل باستان، لیکوال:................ ۱۵۴مخ.
- تاریخ جهانگشای نادری، لیکوال:۳۷۱ مخ.
- د افغان ملی تاریخ، لیکوال: قدرت الله حدادفرهاد۹۲مخ.
- پښتانه څوک دی، لیکوال: ډاکترلطیف ۷۳مخ.
تره خیل د تاریخ په رڼا کې د ډګروال ارکانحرب زلمی نا چاپه کتاب
نوټ: که چاسره د مومن خان بابا په حقله نور معلومات هم وي را پیرزو یې کړئ
مننه
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.