Skip to main content

Pashtuns or Afghan

Afghan Yam Ka Pukhtun. Afghan Or Pashtun, Who Am I? 

افغان يم که پښتون ؟ ټول ليک دے ـ


ما چې څومره کتابونه  ولوستل نو د پښتون نوم سره به مې د افغان نوم هم د سترګو نه تيريدل ـ افغان نوم چې مونږ ګورو نو د پښتنو دپاره په اول ځل عربو استعمال کړے دے بيا ايرانيانو ، هنديانو  او بيا خپلو پښتنو ليکوالو لکه اخوند درويزه بابا او داسې دولت لواڼي او خوشحال او نورو بلها شاعرانو اديبانو ـ

لکه چې مونږ اووٸيل چې د اسلامي دورې په آغاز کښې دا نوم عربو د پښتنو دپاره استعمال کړو خو روستو دې نامې دومره وسعت وموندو چې د ټول پښتون قام يو ملي نوم شو ـ بلکښې  دا نوم دومره  مشهور شو چې کوم خلق که پښتانه نه وو هم خو د پښتنو په علاقه کښې اوسيدل هغوي ته هم افغانان اوٸيل  شو ـ

د افغان کoلمه د لفظ اوغان نه معرب ده چې په اسلامي دوره کښې د پښتنو دپاره استعمال دے ـ

په اسلامي مورخينو کښې ابوريحان البيروني فردوسي ، ابوالفضل، منهاج سراج د افغان نامه د دغې پښتنو دپاره استعمال کړې ده ـ

په اتمه صدٸ هـ  کښې داسې مورخين هم شته چې هم هغه قديمې  لفظ اوغان ٸې  استعمال کړے دے ـ لکه په ظفر نامه ، ملفوظات تيموري او مطلع سعدين وغيره کښې ـ ـ 

مسټر بيلو واٸي  چې افغان لفظ ،،اغوان ،، يو زوړ لفظ دے چې د اريايي ريشې سره تړون لري ـ د ده په خيال دا لفظ اوغان وو او بيا افغان شو ـ

د انډيکا مترجم مسټر کونډل هم د خپلو تحقيقاتو په بنا دا لفظ ،،افغان،، د سنسکريت  ژبې يو وران شوے لفظ ګڼي ـ

د لفظ افغان په باب کښې د ،،قاموس اعلام ،، مصنف شمس الدين سامي واٸي  چې افغان يو پخوانے قام دے چې په پښتو ژبه خبرې کوي ـ د افغان نوم د دې خلقو دپاره ايرانيانو ايښے دے ـ دا نوم نوے نه دے بلکښې  پخوانے دے ـ

يو مستشرق ګريوسټک په خپل کتاب ،،سروې آف انډيا  ،، کښې واٸي  چuې پښتو ژبه د افغانانو ژبه ده ـ خو افغان نوم ورته ايرانيانو ايښے دے ـ په اصل باندې دوٸ هم هغه پکهت قام دے چې په رګ ويد کښې ذکر دے ـ روستو بيا هيرو ډوټس بيا د پکتويس په نامه ياد کړے دے ـ

د ستاٸي لاکس په قول چې کله   د مورخينو پلار هيروډوټس په کومه  موقع د هندوکش د استوګنو ذکر کوي نو د افغان نوم په جزوي تحريف سره ذکر کوي ـ
د هندوانو په مذهبي کتابونو کښې ،،اسواکان ،، اسواغانان ،،
د مملکت سوران په معنې راغلي دي ـ
په مهابهارب کښې د اسواکان په نوم د هند په غربي سرحد باندې د ځنې قبايلو ذکر دے ـ
دغه اسواکان د سکندر نه پخوا د اساکيني په لفظ ياد دي ـ
د سنسکريت  په قديمي لغاتو کښې ابګاٸن لفظ د يو داسې قام دپاره استعمال دے چې موسيقي نه لري ـ کيدے شي چې دا لفظ هم د دغې پښتنو دپاره استعمال وي ـ
په ارمني ژبه کښې افغان لفظ د هغه خلقو دپاره استعمال دے چې په غرونو کښې استوګن دي او پښتانه ټول په غرونو کښې ژوند کوي ـ
که مونږ اوګورو نو د يونانۍ ژبې لفظ ،،اګوان ،، هم دغه د ارمنې ژبې لفظ مفهوم ادا کوي ـ
کيدے شي چې ارميانو او يونانيانو به پښتنو ته اوغان ،اغوان ،اګوان وٸيل  او روستو عرب مورخينو دغه لفظونه په افغان بدل کړي وي ـ
په ساساني دور کښې د شاه پور اول ٢٢٦ ء په يو کتبه نقش رستم  کښې يو لفظ ايګان موجود دے ـ د شاه پور سوم په عهد کښې يو لفظ ،،آپاګان،، ليدے شي ـ 
يو چيني سياح هيون سانګ هم د کوه سليمان په لړ کښې د اے ـ پي ـ کان په نامه د ځنو خلقو ذکر کړے دے ـ
په شپږم صدٸ مسيح  کښې د هندوستان يو منجم ورها مهيره بهرت سميتها کښې هم د افغان لفظ ذکر کړے دے ـ
په اسلامي دوره کښې په اول وار لفظ افغان په حقله  چې مونږ ګورو او د دې پښتنو دپاره استعماليږي نو هغه حدود العالم من المشرق الي مغرب چې په ٩٨٢ء کښې ليک ده واٸي  چې د پېښور د بادشاه  د ديرشو نه زياتې ښځې دي چې څه مسلمانانۍ څه هندوانۍ او څه افغانانۍ دي ـ
د دې پسې بيا اسلامي مورخينو لکه ابن بطوطه ،فرشتې ، او نورو مورخينو د دې پښتنو دپاره افغان نامه بيا بيا ذکر کړې ده ـ
که افغان نوم هرڅو د پښتون نوم په مقابله کښې دومره پخوانۍ نه دے خو دا نوم په باقاعده توګه د دې پښتنو دپاره چې استعماليږي نو هغه اسلامي دوره  ده ـ
په لسمه صدٸ ء کښې دا نوم دومره عام شو چې البيروني د اباسين نه په قبله د کابل پورې ټول غرٸيز قباٸل  د افغان په نوم ياد کړي دي ـ
په يو لسمه صدٸ هـ کښې د افغانستان د ټولو قباٸلو  دپاره هم دغه لفظ شروع شو ـ 
ابوالفضل او خان جهان لودهي دا لفظ افغان د ټولو پښتنو قبايلو دپاره پکارولے دے ـ
بابر په ١٥٠٤ د کابل د فتح کولو نه پس پښتو ژبه افغانۍ په نامه او د کابل سويل ته د پښتنو علاقه د افغانستان په نامه ياده کړې ده ـ
بابر يوسفزي ،کګياڼي ،افريدي ،بنګښ ،دله زاک،وزير،بنوڅي ،ټول د افغان په نوم ياد کړي دي ـ
په ديارلسمه صدٸ هـ کښې افغانستان يواځې  د پښتنو د مسکن نامه نه بلکښې  د ټول ملک نامه شوه ـ
د خراسان په ځاے افغانستان شو ـ په ديارلسمه صدٸ هـ کښې د افغانستان د ټولو اوسيدونکو دپاره که هغه پښتانه نه وو هم افغان نوم ورته ياد شو ـ
که هر څو بني اسراٸيلي  نظريه اوس رد کړې شوې ده خو د افغان توري په نسبت ـ د دوٸ په خيال چې پښتانه څومره هم دي دا ټول د افغنه اولاد دے ـ افغنه  د سليمان په حکومت  کښې ډير غټ منصبدار وو ـ
د حدود العالم مصنف د سليمان غرونو په حدودو کښې د ساول کلي کښې د ساول نومې کلي کښې د افغانانو  ذکر کوي او واٸي چې دلته د افغانانو د شور و شر نه علاوه هيڅ نشته ـ

نعمت الله هروي په خپل کتاب  مخزن  افغاني کښې ټول پښتانه په افغان ياد کړي دي ـ دا کتاب د نورالدين جهانګير په وخت کښې ليک دے ـ
پادري هيوز چې د پښتنو شاعرانو کومه  تذکره  کليد افغاني په ١٨٦٤ء  کښې ليکي په هغې کښې ٸې ټول دغه نوموړي شاعران د افغانانو شاعرانو په نوم ياد کړي دي ـ
راورټي چې کله خپل کتاب سليکشنز آف دي افغان پوٸټري په ١٨٦٤ ء کښې ليکي نو هغه هم دغه شاعران د افغان شاعرانو په نوم يادوي او هغه ځکه چې دې ټولو شاعرانو ځان ته او خپل قام ته افغان وٸيلي دي ـ
د مغلو يو مورخ محمد هاشم خافي ټول پښتانه د افغان په نوم ياد کړي دي او دې پښتنو ته ٸې د مغلو دښمنان وٸيلي دي ـ
ماونټ سټوزنټ الفسټن چې د خورشيد جهاني ترجمه ٸې  په انګريزې ژبه کښې کړې ده ټولو پښتنو ته ٸې افغان وٸيلي دي او د دوٸ د ژوند په حالاتو ٸې رڼا اچولې ده ـ
دوست محمد کامل صيب چې په خوشحال خان خټک باندې کوم کتاب ليکلے دے په هغې کښې ٸې پښتنو ته د افغان نوم ليکلے دے او وجه ٸې دغه ښايي چې : ما چې د دې کتاب دپاره څومره کتابونه  لوستي دي که هغه د فارسۍ ،عربۍ ، انګريزۍ يا د پښتو دي په دې ټولو کښې د دې پښتنو دپاره د افغان نوم استعمال دے ـ
کامل صيب واٸي چې افغان لفظ د پښتنو نه علاوه د افغانستان اوسيدونکو دپاره هم استعماليږي ـ
کامل صيب د افغان لفظ د قدامت  په حقله  واٸي  ، افغان لفظ د دې پښتنو دپاره د هغې وخت نه استعماليږي چې لا د موجوده افغانستان نوم او نښان هم نه وو " 
د هغه مطلب دے چې دا افغان لفظ د دې پښتنو دپاره ډير د پخوانه استعماليږي ـ
کامل صيب واٸي  چې په فارسۍ کتابونو کښې د پښتنو دپاره د افغان نوم پکارولے شوے دے او د پښتو په کتابونو کښې دا دواړه لفظونه  يعني افغان او پښتون بلکښې  بعضې ځايونو کښې پټان هم ـ
کامل صيب مخکښې  واٸي چې دا کتابونه  هم وخت ليکلي شوي دي چې نه خو افغانستان وو او نه ٸې دغه نوم وو ـ
ډاکټر حسن داني واٸي  چې فرشته مورخ په خپل کتاب کښې ليکي چې  کوهستان ته افغانستان هم واٸي او هغه ځکه چې دلته ټول افغانان دي ـ

د سعدالله  جان برق صيب په خيال چې کومو مورخينو کوم اپ ګان قام ياد کړے دے نو دا هم دغه افغان دي ـ هغه د اپ ګان معنا د اوبو اوسيدونکي کوي ـ نو که مونږ اوګورو نو پښتانه د اباسين سره د سردرياب سره اوسيږي نو ده هغه خيال هم سم دے ـ
د افغان توري تاريخي څيړنې نه پس اوس دې خبرې ته راځو چې آيا پښتانه ځان ته افغان واٸي او کنه ؟ 

د افغان توري د تاريخي څيړنۍ نه پس اوس راځو چې د پښتنو دپاره خو دا لفظ بهرني خلقو استعمال کړے دےـ آيا پښتانه هم ځان ته افغان واٸي اوکنه ؟
د عام پښتون په حقله  زه څه نه شم وٸيلے چې هر پښتون ځان افغان ګڼي اوکنه ـ خو زه به هغه پښتانه شاعران اديبان ګورم چې پښتو ژبه ادب او قوم ٸې  لکه د نمر ځلولے دے ـ او خپل پښتون قام پرې فخر کوي ـ هغو ځان ته افغان واٸي  اوکنه  ؟ 
خبره به مونږ د روښاني دور نه شروع کوو ـ
دا خبره به پريږدو چې پير روښان انصاري دے يا بل څه هغه ځان ته بحث دے ـ خو زما په خيال ژبه ٸې پښتو وه او پښتون قام ٸې خپل قام ګڼل نو پيروښان سوچه پښتون وو ـ
دولت روښان چې د پيروښان په مريدانو کښې شميرلے شي هغه واٸي :
افغانې لفظ مشکل وو لوست ښکوے نه شو 
ورته اوشوه کننده ديارلس حرفونه  

نو دلته مونږ ګورو افغانۍ آيا د افغانې نه د دولت څه مراد دے ـ خو سپينه خبره ده چې پښتو ژبه يادوي او چې ژبه ٸې افغانې شوه نو پښتون قام هم افغانے شو ـ نو مونږ دا وٸيلے شو چې هغه وخت کښې به پښتون ته د پښتون سره افغان هم وٸيلے شو ـ
حالنامه کتاب چې د روښانيانو د دور کتاب دے او د دوٸ ذکر دے پکښې په هغې کښې ليک دي :

چې کوم وخت چې د توٸ په افغانانو د ده (پيروښان ) اثر وشوو ـ نو د کلي خلق راجمع  شو ـ او وٸيل  به يې چې دنيا تيره ده او قيامت  راتلونکے دے ـ
که مونږ دلته ګورو نود پيروښان اثر چې په کومو افغانانو کيږي ـ نو هغه خالص پښتانه دي ـ او د افغانانو په نوم د حالنامې مصنف چې خپله پښتون دے ياد کړي دي ـ

اخون درويزه  بابا چې د پيروښان په مخالفو کښې وو ځان ته د افغانانو شيخ واٸي  ـ
هغه واٸي  :چې د بلوغ او تعليم نه مخکښې  زه شيخ افغان شوے وم ـ
نو درويزه د کومو افغانانو شيخ وو ؟ خو هم د دې پښتنو افغانانو شيخ وو چې هغه ورته د پښتنو په ځاٸ افغان واٸي ـ
اخوندرويزه بل ځاے د ارزاني په حقله  واٸي چې :
ارزاني ډير تيز فهم دے ـ ده په عربۍ فارسۍ افغانۍ او هندې شعرونه د ګمراهې نه ډک جوړ کړي دي ـ
نو دلته د اخوندرويزه بابا بيان ته چې مونږ ګورو نو دلته ٸې  د پښتو ژبه افغانۍ ياده کړې ده ـ 
اخوندرويزه  بل ځاے په خپل کتاب کښې واٸي چې پيروښان د توٸ افغانان کافران خپل مريدان کړل ـ
څنګه چې حالنامې  کښې د پيروښان مريدانو ته افغانان وٸيلي  شوي دي داسې درويزه بابا هم دغې پښتنو ته افغانان واٸي ـ
مونږ چې کله د روښانيانو دور ګورو نو د پيروښان مريدانو ځان ته افغان وٸيلي دي او خپله ژبه ٸي  هم په افغانۍ ياده کړې ده ـ

د پيروښان د دور  نه پس د خوشحال دور ته راځو ـ

د روښاني دور نه پس اوس مونږ د خوشحال په دور کښې د افغان نوم لټون کوو ـ چې خوشحال يا د هغه جانشين ځان څه ګڼي ؟ آيا يواځې  ځان ته پښتون واٸي اوکنه  افغان هم ـ

د خوشحال بابا ديوان چې مونږ لټ په لټ واړوو ـ نو د هغه په ديوان کښې به داسې ډير شعرونه مونږ ته په سترګو راشي ـ چې هم ځان ته ٸې  افغان پکښې وٸيلي دي او هم خپل تورزن قام ٸې په افغان ياد کړے دے ـ د دې سره سره ٸې  خپله ګلورينه  پښتو هم د افغانې ژبې په نوم ياده کړې ده ـ  لکه يو شعر کښې واٸي :

د افــغـان په نـنـګ مې وتـړله تــوره 
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم 

آيا دلته بابا د کوم افغان په ننګ توره تړي ؟ دا بيل افغان قام وو ؟ نه بلکښې  هم دغه د بابا خپل پښتون قام وو ـ چې بابا ٸې په ننګ يو ځل توره وتړله نو تر مرګه ٸې هم هغسې تړلې وه چې اخري مرګ دغه توره د بابا نه جدا کړه ـ
يو بل شعر کښې واٸي : 

نه به زما غوندې بل ننګيالے راشي 
نه به زما غوندې بل جنګيالے راشي 

خټک لا پريږده په درست افغان کښې 
عجـب که هـسې فرهنـګـيالے راشــــي 

لکه چې ما څنګه اووٸيل  چې بابا خپلې ژبې ته هم افغانې واٸي :

خوشحال که نبي نه دے نصيحت خو ٸې خوار مکړه 
الهام دے چـې ٸـې  واٸــي  دا کلام پـــه افــغــانـــۍ 

دلته د بابا د افغانې نه مراد هم دغه ګلورينه  پښتو ده ـ
داسې د بابا ديوان چې مونږ ګورو نو په ډيرو شعرونو کښې ٸې ځان او قام د افغان په نوم ياد کړے دے ـ خو چونکۍ دلته مضمون لويږي نو هم دومره بيلګۍ کافي وې ـ

د خوشحال خان خټک بابا ځامنو او نمسو هم ځان او قام د افغان  په نوم ياد کړے دے ـ اول به د بيلګۍ په توګه د عبدالقادر خان خټک يو شعر راواخلو چې د بابا په مشرانو ځامنو کښې راځي هغه  واٸي :

افغان ده غوندې بل زويږي بل بويه 
آزاد وو هيڅ ٸې نه درمال منال 

عبالقادر خان خټک د خوشحال بابا اړخ ته اشاره ده ـ په  دې شعر کښې ـ او واٸي چې په افغانانو يعني پښتنو کښې به د ده غوندې بل پيدا نه شي ـ

صدر خان خټک چې د خوشحال بابا ځوٸ دے هغه هم د افغانانو په حقله  داسې وينا کوي :

د عشاقو افغانانو 
د ما ضيو عاشقانو 

کتاب بويه چې نګار که 
وروستو پاتو يو ياد ګار شي 

دلته عشاقو افغانانو يعني پښتنو ته  ٸې اشاره ده چې خبره ډيره سپينه ده ـ

کاظم خان شيدا چې د اشرف خان هجري نمسے د افضل خان ځوٸ او د خوشحال خان خټک کړوسے دے ـ او په ١١٤٠هـ کښې زيږيدلے دے ـ هغه هم د افغان په حقله  څه دا رنګ ګويا ده ـ

د افغان د شعرا په شيـدا بانـــــدې 
د ادب په مقتضا د خان شرف دے 

د افغان شعرا نه دلته د شيدا مطلب هم دغه پښتانه شعراء دي ـ

يو بل ځاے کښې ځان د روه افغان بولي او واٸي :

په هندې ادا ٸې وکړې په مـــــا چارې 
زه شيدا په زړه ساده د روه افغان يم 

دا وو د هغه دروند پښتون افغان خوشحال خان دور چې ما ترې د بيلګې دپاره دوه درې مثالونه راخستو ځکه چې بيا خبره نوره هم لوٸيږي او زه نوره خبره لوٸيدو ته نه ورکوم ـ

مخکښې  ځو ـ ـ 
اوس راځو د صوفي شاعر پښتون شاعر افغان شاعر د عبدالرحمان بابا يعني د رحمان بابا دور ته چې آيا دا ملنګ شاعر خپل قام څه ګڼي ؟ خپل قام ته افغان واٸي اوکنه  ؟ 
د بيلګې په توګه به زه د بابا يو شعر وړاندې کوم او هم په دې به اکتفا کوو ـ

چــې کـــشـــور د افــغــانـانــو مـعــطر کـه 
د هر بيت مصرعه  مې زلفې د خوبان کړې 

رحمان بابا چې د کوم افغان قوم کشور معطر کوي دا هم دغه پښتون قوم دے او د دې نه د انکار څه جواز جوړيدے نه شي ـ

د رحمان بابا نه پس اوس د نورو شاعرانو اديبانو په ليکنو کښې د افغان توري لټون کوو ـ چې آيا دوٸ د افغان نوم په حقله  څه واٸي ؟
قاضي احمد شاه رضواني چې د پښتو ژبۍ شاعر اديب وو ـ او په اکبر پوره کښې ١٨٦٠ ء پيدا شوے دے ـ هغه د رحمان بابا په حقله  څه داسې واٸي :

ته به وې چې د شيراز  خواجه  اصف دے 
چې پيدا شــــو په اولـس کښـې د افـغـان 

د رحمان بابا په اولس کښې د افغان پيدا کيدل ـ سپينه خبره ده چې پښتو اولس يادوي ـ

مولانا عبدالمجيد  افغاني چې په کال ١٨٧٢ء کښې زيږيدلے دے ـ هغه ته به په ادبي دنيا کښې خلقو سعدي افغاني وٸيل ـ
دې پښتون وګړي خو په پښتنو باندې يو ضحيم کتاب تاريخ افاغنه  وليکل ـ چې د پښتنو د اصل نسل په حقله  پکښې ډير ښکلے ليک شوے دے ـ هغه په ټول کتاب کښې خپل پښتون قام په افغان ياد کړے دے ـ

راحت زاخيلي صيب چې د پښتو افسانې  او ناول سرخيل ګڼلے شي ـ هغه ته به افغاني اقبال خلقو وٸيل  ـ
راحت صيب چې د پښتو وړومبے اخبار اوباسي نو د هغه نوم  هم افغان کيږدي  ـ راحت صيب ځکه داسې کول چې هغه خپل قام افغان ګڼل او په افغانيت باندې ٸې فخر کول ـ

محمد اسلم خان کمال خو د اباسين تر آمو او کويټې پورې واړه اولس افغان يادوي ـ او واٸي  :

آباسين آمــو تر کوټې دغه واړه افـــغان يـــــو دے 
د دنيا هره خطه کښې د پښتون دين ايمان يو دے 

احمد غر صيب چې د مردان سره ٸې  تعلق لرل هغه خو به خپل تخلص هم افغان کارول ـ
هغه چې په خپل پښتون قام باندې غږ کوي نو داسې ورته واٸي :

خپل وطن او ژبه پرې نږدې افغانه 
چې هم دغه د قومي ترقې جړ دے 

د دې نه پس اوس د هغه شاعر اديب محقق ، نقاد ، پښتون اړخ ته راځو چې د پښتو غزل بابا ګڼلے شي ـ د ا پښتون حمزه ده چې پښتانه ورته د ډيرې مينې نه حمزه بابا واٸي ـ
ګورو چې پښتون حمزه د افغان په حقله  څه واٸي :

هــر ګـز به فـنـا نه کـړمه  قـامي امــتيـاز 
ژوندو به مې په دې وي چې افغان يمه زه 

پښتون حمزه خو ژوندون هم په افغا نيت کښې ګوري ـ او د افغان نوم فنا کيدو ته تيار هم نه دے ـ
که مونږ دلته ګورو نو بابا خو په افغانيت باندې فخر کوي ـ
يو بل شعر کښې خو بابا په مينه کښې  هم ځان افغان ګڼي او واٸي :

ما ټيټ ورته ليمه کړه زما سر نه ټيــټــيـــــده 
شايد چې په الفت کښې هم افغان پاتې کيدم 

د پښتون حمزه نه پس راځو ايوب صابر صيب ته چې د کوهاټ د سيمې سره تعلق لري هغه د افغان په حقله  څه واٸي ګورو :

ښه دې زغملے شمه 
غمه افغان يــمه زه 

ايوب صابر ځان ته افغان واٸي او خپل قام هم افغان ګڼي ـ

اوس راځم د ورک پښتون ملنګ پښتو اجمل خټک بابا په اړخ ـ  چې هغه خپل قام څه ګڼي ؟

چې نشه د استبداد لري په سر کښې 
ماته يو دے که مغل دے که افغان 

سپينه خبره ده چې اجمل بابا خپل پښتون قام افغان ګڼي ـ

 داسې زمونږ سره ډير مثالونه شته چې نوموړو شاعران اديبانو هم خپل ځان او هم خپل قام افغان ګڼلي دے او ګڼي ٸې ـ چونکې  مضمون رانه ډير زيات لوٸ شو نو په دې وجه زه نور ثبوتونه په دې حقله  نه شم ليکلے او د پاٸې اړخ ته راځم خو دومره وايم چې ـ
دې خاوره کښې کوم وګړے هم پښتون دے هغه ورسره افغان هم دے ـ د افغانيت نه انکار کول نمر په ګوته پټول دي ـ بايد چې اوس ټول افغان پښتون قام يو شو او  د دې اختلاف نه بهر شو چې زه افغان يم او نه يم ـ که کوم پښتون وګړے چې دا ما کوم شاعران اديبان ذکر کړو د دوٸ نه ځان زيات پښتون حسابوي او ځان افغان نه ګڼي نو هغه بيا بيله خبره ده ـ
ما چې دا مضمون شروع کول او کتابونه  مې ورپسې راخستل نو زما مرام هم دغه وو چې زه د پښتنو د دې نوم په حقله  اختلاف ختم کړم ـ ځکه چې يو وګړي هم د افغان نوم يا توري په حقله  پوره معلومات نه ورکول ـ نو ځکه ما د دې کار دپاره بډې اووهلې او دا کار مې سر ته څه نيمګړے غوندې ورسول ـ
زه هيله لرم چې ټول افغان پښتون قام به زما دې هڅې ته د قدر په نظر اوګوري ـ
آخره کښې زه د خپل سوال ځواب کوم چې (افغان يم که پښتون؟) نو هم افغان يم او هم پښتون يم !!!

نور اپريدے 
تاريخ 
٨/١٢/٢٠٢٠


Lafz Afghan. Afghan Or Pashtuns, Afghan Or Pashtun, Afghan Yam Ka Pukhtun.

History And Origin Of Afghan Word. Pashto Words Meanings.

Meaning Of Afghan Word, Afghan Words And Meanings, Pashto Words, Pashto Lafz Afghans, Tarekh E Afghan Lafz. Pashto Pedia


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso